ایران د ځمکې لاندې د "توغندیو ښار" په نوم د پوځي تجهیزاتو او وسلو یوه ویډیو خپره کړې ده.
دغه ویډیو چې د ایران د دولتي رسنیو له خوا وړمه ورځ د (مارچ ۲۵مه) خپره شوې په کې د ایران لوی درستیز محمد باقري او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي او هوايي ځواکونو قوماندان امیرعلي حاجي زاده د ځمکې لاندې په پرمختللو وسلو سمبال تونلونو کې ښودل کیږي.
په ویډيو کې ښکاري چې د ځمکې لاندې تونلونو کې پریمانه پرمختللې وسلې په موټرو کې ذخیره شوي دي.
ایران په داسې حال کې د خپلو پرمختللو وسلو د زیرمو ویډیو خپروي چې د بل هر وخت پرتله يې له امریکا سره اړیکې ترینګلي دي.
د امریکا استخباراتي ادارو د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې ایران د هغوو هېوادونو په لیست کې شامل کړی و، چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ جوړوي.