تازه په خواله رسنیو کې ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پاکستاني پوځيان په جوماتونو کې هلته مېشتو افغانانو ته تر ټاکل شوي ضربالاجله پورې د وتلو اعلانونه کوي.
دا داسې مهال ده چې په پاکستان کې د بې اسنادو او " اې سي سي " کډوالۍ کارت درلودونکو افغانانو د ایستلو ضرب الاجل پای ته یوازې درې ورځې پاتې دي.
د پاکستان حکومت د روان زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۹ نېټه د یادو ځانګړنو درلودونکو افغانانو ته د وتلو ورستۍ نېټه، د روانې مارچ میاشتې ۳۱ وټاکله.
پاکستاني پوځيان په جوماتونو کې افغانانو ته تر ټاکل شوي ضربالاجله پورې د وتلو اعلانونه کوي
که څه هم ازادي راډیو دا ویدیو ګانې چې په خواله رسنیو خپرې شوي او ښيي چې پاکستاني پوځيان جوماتونو کې دا اعلانونه کوي په خپلواک ډول نه شي تایدولی خو په پاکستان کې مېشت خني افغان کډوال یې تایدوي.
دوی د جمعې په ورځ (د مارچ په ۲۸مه) ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پاکستان په بېلابېلو سیمو او ښارونو کې پیل شوي دي.
دغه کډوال اندېښمن دي، که افغانستان ته ستانه کړل شي له سختوننګونو سره به مخ او دا چې دوی په دې موده کې خپل کار، روزګار هم نه شي راتولولی.
د پاکستان په خیبر پښتونحوا کې مېشت فرید کامه وال چې د " اې سي سي " په نوم د کډوالۍ کارت لري او په خبره له کابو څلوېښتو کلونو هلته اوسېږي، ازادي راډیو ته وویل،
"جوماتونو کې اعلان کېږي، په سړکونو هم د پولیسو موټرې ګرځي اعلانونه کوي، د چا چې کورنه کرایي دي، هغوی ته هم ویل شوي چې تاسو دا ټول افغانان وشړئ، نو زموږ لویه اندېښنه زموږ د کار اوبار او تعلیم ده، دلته زموږ د ماشومانو تعلیم په نیمایي کې پاتې کېږي،بل تر دې ۳۱ مې ڼېټې زموږ د لکونړ کاراوبار راټول ډېر سخت کار دی."
دې هېواد کې بل مېشت افغان کډوال اسد خان چې د اسلام اباد اوسېدونکی دی او دی هم " اې سي سي " کارت لري، د ورته اندېښنې په څرګندولو د افغانانو پر وړاندې د پاکستان حکومت دا پرېکړه غیر عادلانه بولي،
جوماتونو کې اعلان کېږي، په سړکونو هم د پولیسو موټرې ګرځي اعلانونه کوي، د چا چې کورنه کرایي دي، هغوی ته هم ویل شوي چې تاسو دا ټول افغانان وشړئفریدالله کامه وال
"د پاکستان دا پرېکړه کاملاً غیر عادلانه ده، ځکه افغانانو دومره کلونو کې دلته پانګونې کړي، کورونه او جایدادونه لري، نو داتر ۳۱مې نېټه دا هر څه سمبالول ډېر سخت دي، هر افغان دلته ډېر اندېښمن دی، دا روژه اختر هر څه یې په خلکو ویر کړي،چې څه به کوو، دا کاراوبار پیسې هر څه به څنګه راغونډوو، د پاکستان حکومت د افغانانو په اړه دا پرېکړه ډېره غلطه ده."
دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې دغه هېواد کې مېشت قانوني یا اسناد لرونکو افغانانو ته د اوسېدو اجازه او یا یې هم په خبره، د پاتې کېدومودې وغځوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د راپور بر بنسټ په پاکستان کې څه دپاسه ۸ لکه افغان کډوال د " اې سي سي " کارتونه لري. دا کارتونه په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته ورکړل.
که څه هم د طالبانو حکومت له ياکستان غوښتي چې افغان کډوال دې په جبري نه بلکې په تدریجي او ابرومنده ډول له دغه هیواد ستانه کړي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویلی چې د دوی په پلان کې کوم بدلون نه دی راغلی.
ياکستان کې مېشت ځینې هغه افغانان هم چې مقصد هېوادونو ته د تللو لپاره د خپلو کیسونو پړاونه بشپړوي وایي، که افغانستان ته ستانه شي، وبه ګواښل شي.
له دې ډلې سحر عزیزي ازادي راډیو ته وویل:
"ډېر اندېښمن یو، که افغانستانه ته ستانه شو، موږ هلته درس نه شو ویلی او د پلار ژوند مې هم هلته په خطر کې دی، زموږغوښتنه دا ده، تر څو چې زموږ کېسونه جوړېږي، (پاکستان) دې موږ سره کار نه لري."
تازه د بښنې نړیوال سازمان هم د سویلي اسیا څانګې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۷مه) د پاکستان داپرېکړه «ظالمانه» بللې او خبرداری یې ورکړی که دا افغانان په ځانګړي ډول هغه چې په ټکو یې د امنیتي ستونزو له امله افغانستانه وتلي، بېرته خپل هېواد ته وشړل شي، ژوند به یې له ګواښونو سره مخ شي.