د آزادې اروپا ـ ازادي راډیو عمومي ریس سټیفن کاپوس Stephen Capus وایي، له دې راډیو سره د مالي مرستو د قرارداد لغوه کول به د امریکا دښمنانو ته یوه لویه ډالۍ وي.
ښاغلي کاپوس دغه څرګندونې پرون شنبې په یوه بیان کې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجرایوي فرمان څو ساعته وروسته د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې یا USAGM له خوا په رسنیو کې یولیک خپور شوی چې پکې ویل شوي له ازادې اروپاـ ازادي راډیو سره مالي مرسته بنده شوې ده. دا لیک د کاري لېک Kari Lake له خوا چې ترخپل نوم لاندې یې ځان د USAGM د سرپرست اجرایوي ریس د لوړپوړې سلاکارې په توګه معرفي کړی او وایي ورته د سرپرست اجرایوي ریس له خوا صلاحیت سپارل شوی، لاسلیک شوی دی. میرمن لیک چې د ولسمشر ټرمپ له خوا د امریکا غږ د مشرې په توګه نومول شوې ده، ټاکنه د نړیوالو خپرونو د مشورتي بورډ له خوا تایید ته اړتیا لري.
د آزادې اروپا ـ ازادي راډیو عمومي ریس سټیفن کاپوس په خپاره کړې بیان کې ویلي چې له ۷۵ کلونو فعالیت وروسته د آزادې اروپا ـ ازادي راډیو بندیدل به ایراني ملایان، د چین کمونیست او په مسکو او مینسک کې مستبد مشران په جشنونو ولمانځي. د هغه په خبره دا کار به زموږ مخالفینو ته بریا ور په برخه، هغوی به پیاوړې او امریکا به کمزورې کړي.
د ازادي راډیو عمومي ریس همدارنګه ویلي چې دا راډیو د تاریخ په اوږدو کې له پیاوړي دوه ګوندیز ملاتړڅخه برخمنه وه او زیاتوي چې زموږ له موجودیت پرته به نژدې پنځوس ملیونه خلک چې په تړلو ټولنو کې هره اونۍ د دقیقو خبرونو او معلوماتو لپاره په موږ پورې تړلې، د امریکا او نړۍ په اړه حقیقت ته لاسرسي بې برخې شي.
USAGM د متحده ایالاتو یوه خپلواکه دولتي اداره ده چې هره اونۍ نژدې پر پنځوسو ژبو شاوخوا ۳۶۱ ملیون خلکو ته د خبرونو او معلوماتو پرخپرولو څارنه کوي.
د ۲۰۲۵ مالي کال په بودیجه کې د USAGM لپاره د ۹۵۰ ملیون ډالرو بودیجې غوښتنه شوې وه، ترڅو دا اداره وکولای شي د ټولو عملیاتو او نورو برخو لګښتونه تمویل کړي. د آزادې اروپا- ازادي راډیو، امریکا غږ، د ازادې آسیا راډیو، د کیوبا د خپرونو، Radio Martiدفتر، د منځني ختیځ د خپرونو شبکه (MBN) او پرانستې ټیکنالوژۍ د هغو رسنیو په ډله کې دي چې د USAGM له بودیجې تمویلیږي.