د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (د مارچ ۱۴مه) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: "موږ د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا، د بقا د حق او آزادۍ، حاکمیت او خپلواکۍ د دفاع لپاره خپل پریکنده ملاتړ ته دوام ورکوو."
دا اعلامیه د کوربه کاناډا، متحدو ایالاتو، برتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان او د اروپایي ټولنې د لوړ پوړي استازي له خوا لاسلیک شوه.
د جي اوه د اعلامیې جزییات
د جي اوه ډلې له خوا په اعلامیه کې اوربند ته د رسیدو لپاره د روانو هڅو او په ځانګړې توګه د مارچ په ۱۱مه په سعودي عربستان کې د امریکا او اوکراین ترمنځ د غونډې هرکلی شوی دی.
په اعلامیه کې چې د کاناډا په کیوبیک ښار کې د جې اوه د ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې خپره شوې، همدارنګه ویل شوي"موږ د سمدستي اوربند لپاره د اوکراین ژمنه چې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم د یوې جامع، عادلانه او تلپاتې سولې په لور یو اړین ګام دی ستایو."
په اعلامیه کې همدارنګه له روسیې غوښتل شوي چې د انډول شرایطو پر بنسټ له اوربند سره موافقه وکړي او په بشپړ ډول د پلي کولو په برخه کې یې متقابل عمل وکړي. دغه راز خبرداری ورکړل شوی چې که روسیه پریوه اوربند موافقه ونه کړي، نو نور بندیزونه به پرې ولګول شي.
د متحدوایالتونو رول او د روسیې اندېښنې
د اوو پرمختللو هیوادونو یوشمیرغړي د اوکراین د ملاتړ په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پر ملاتړ وروسته له هغې یو څه بې باوره شوي وو، چې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په کتنه کې خبرو ناندریزه بڼه غوره کړه.
وروسته له هغې چې امریکایي چارواکو په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره په اوکراین کې د وړاندیزشوي لنډه مهاله اوربند په اړه خبرې وکړې، ولسمشرټرمپ د جمعې په ورځ د مارچ په ۱۴ وویل چې دی د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې یو ښه امکان ویني. تردې یوه ورځ مخکې کریملین د اوربند د وړاندیز په اړه محتاطانه خوشبیني ښودلې وه.
د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین ویلي چې په اوکراین کې د یوه اوږدمهاله اوربند هرډول موافقه باید هغو مسایلو ته ځواب ووایي چې د دغې جګړې د پیلیدو سبب شوي دي.