د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
یوشمېر خلک د غیر‌ثبت شویو سیمکارتونو له ټلفوني مزاحمتونو څخه شکایت لري
تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۱

یوشمېر خلک د غیر‌ثبت شویو سیمکارتونو له ټلفوني مزاحمتونو څخه شکایت لري


عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي په دې هیواد کې د غیر ثبت شویو سیم کارتونو له موجودیت څخه شکایت کوي او وايي دا کار د دې سبب شوی چې مزاحمان وخت ناوخته له دوی سره ټلیفوني اړیکي ونیسي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سیم کارتونو ثبتول جبري کړي او د میلیونونو سیم کارتونو د ثبتولو خبر یې هم ورکړی یو شمېر افغانان وايي لا هم د نا ثبت شویو سیم کارتونو له لارې د مراحمتي ټلیفوني اړیکو له امله په تکلیف دي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې فریبا ازادي راډيو ته وویل"له ما سره څو ټلیفوني مزاحمانو اړیکې نیولي. اوس هم شته، کله چې دوی پوه شي چې د ښځې غږ دی بیا نمبر په خپلو منځونو کې یو بل ته ورکوي، او یو بل ته وايی چې ښځه ده، خلک لا هم په پخواني فکر دي، سیم کارتونه باید ټول راجستر شي تر څو د ټلیفوني مزاحمانو مخه ونیول شي."

خلک وايي چې د سیم کارتونو د ثبت په پروسه کې باید ستونزې حل شي.

د لیرو پرتو یو شمېر اوسېدونکو ادعا کوي چې نه شي کولای په اسانۍ خپل سیم کارتونه راجستر کړي او له دې اړخه له ستونزې سره مخ دي.

د خوست اوسېدونکې هریوا ازادي راډيو ته وویل" د سیم کارتونو د راجستر لپاره ډېره ګڼه ګوڼه ده، زه خپله د یو سیم کارت د ثبت کولو لپاره ۱۵ ورځې لاړ او راغلم او با اخره وتواندېم چې ثبت یې کم، خو یوه ورځ وروسته مې سیم کارت بیا بند شو او پیغام راغی چې تاسو خپل سیم کارت بیا ځل ثبت کړئ، دوی باید خپل کارکونکي زیات کړي او خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي."

د ننګرهار د روداتو د ولسوالۍ اوسېدونکې عبدالله هم ورته ستونزه لري "زموږ په ولسوالۍ کې له دې اړخه ستونزې زیاتې دي، کله یې استازی وي او که نه وي، بیا چې کله وي او ورشې درته وايي سیتسم خراب دی، کله چې سیم ثبت هم شي بیا درته پیغام راځي چې سیم کارت مو ثبت کړئ."

کابل، د سیم کارتونو د پلور دوکان (آرشیف)
کابل، د سیم کارتونو د پلور دوکان (آرشیف)

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې لا هم میلیونونه سیم کارتونه نه دي ثبت شوي او په دې برخه کې خلک لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

خو د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي د ستونزو د حل په هدف یې د سیم کارتونو د ثبت پروسه پیل کړې او د ۲۶ میلیونو فعال سیم کارتونو له ‌ډلې یې تر اوسه ۱۸ میلیونه په رسمي ډول ثبت شوي دي.

طالبان وايي د سیم کارتونو د ثبت بهیر پیل شوی او څارنه یې کېږي.

د دې وزارت ویاند عنابت الله الکوزي د پرون جمعه د مارچ ۱۴ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې "د سیم کارتونو د ثبت کولو پروسه عملا جریان لري او له دې پروسې څخه نظارت ترسره کیږي."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو شمېر پخواني مسولین او د چارو شنونکې باور لري چې د سیم کارتونو ثبت کول د افغانستان په امنیتي برخه هم مستقیم مثبت اغیز لري.

د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د دې وزارت د نشراتو ریس عبدالهادي هادي ازادي راډیو ته وویل "د خلکو د خوندیتوب، د ناامنۍ د پېښو او د بې ځایه اړیکو د مخنیوي لپاره د سیم کارتونو ثبتول اړین دي، که اوس هم د نا ثبت شویو سیم کارتونو پلور موجود وي نو باید په جدي ډول یې مخه ونیول شي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري حکومت او د طالبانو د حکومت د پیل پر مهال په بازارنو کې سیم کارتونه له ثبت پرته د لاسرسي وړ وو، چې ډېری خلکو او ان د تېر حکومت مخالفینو له دې سیم کارتونو څخه ګټه اخیسته او خلکو ته یې ستونزې جوړولې.

که څه هم د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیم کارتونو د ثبتولو د لړۍ په اړه د جدي چلند خبره کړې خو د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلک شکایت لري چې د مخابراتي شبکو له لوري دوی ته ښې اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

دوی له حکومت او مخابراتي شبکو غواړي چې د سیم کارتونو د ثبت ترڅنګ خلکو ته د ښو مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG