د زده کړو نړیواله ورځ په داسې حال نمانځل کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې او د یوه نامعلوم راتلونکي په انتظار کې ژوند کوي.
نن د جنوري ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې طالبانو په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې کړې دي.
یو شمېر دا نجونې وايي چې ناهیلیو یې پر ژوند سیوری غوړولی دی.
د یوولسم ټولګې زده کوونکې قدریې رضايي ازادي راډيو ته وویل، د نجونو د زده کړو په برخه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنې بې پایلې وې او اوس له خپلو خلکو غواړي چې یو لاس شي او د نجونو د راتلونکي د ژغورولو لپاره یو کار وکړي.
هغې وویل: "د راتلونکې لپاره هېڅ انګېزه نه لرو، د ژوند دوام لپاره انګېزه نه لرو. مونږ نه یې زمونږ مسلم حق اخیستی. تر کله مونږ صبر وکړو. مونږ په وار وار له ملګرو ملتونو او نور اړوندو بنسټونو وغوښتل، خو له بده مرغه دوی هېڅ اقدام ونه کړ. دا ځل د افغانستان له خلکو غواړم، مه پرېږدئ، چې په لوڼو مو له دې زیات ظلم وشي، لاسونه سره ورکړئ او دوی ته راتلونکې جوړه کړئ او له تدریجي مرګ یې وژغورئ."
طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په نیمايي کې پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو راوګرځولې چې دې پرېکړې په کور دننه او بهر ډېر غبرګونونه را وپارول، خو دوی تر دې دمه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.
د ملګرو ملتونو سازمان او د دې سازمان د امنیت شورا، د اسلامي همکاریو سازمان او بېلابېلو نورو سازمانونو له طالبانو وغوښتل چې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.
د طالبانو حکومت ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په لیدنه کې چې په کابل کې وشوه، وویل چې دوی د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په رڼا کې د ښځو حقونو ته درناوی لري او د خبرو له لارې يې د دې ستونزې د هوارولو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو له زده کړو څخه د افغان نجونو د منع کولو د پرېکړې د بېرته اخیستلو او دې مسئلې ته د نړیوالو د راجلبولو په خاطر سږ کال دا ورځ د افغان نجونو د زده کړو لپاره ځانګړې کړې ده.
یونسکو د سې شنبې په ورځ د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت د سترې جوړېدونکې غونډې په درشل کې پر خپل ټوېټر لیکلي، ټول دې پر افغان نجونو د زده کړو د محدودیت پر وړاندې یو غږي شي او ودې غواړي، چې افغان نجونې باید د زده کړو حق ولري.
د ملګرو ملتونو د دغه تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲.۵ میلیونه نجونې، د هغو نجونو ۸۰ سلنه جوړوي، چې د زده کړې په عمر کې دي او د طالبانو له خوا له تعلیم بې برخې شوې دي.
یونسکو د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان د تېرو شلو کلونو پرمختیایي لاسته راوړنې د منځه وړلو لپاره یو ګواښ بللی دی.
په کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې سمیرا ساقي ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د یونسکو په غونډه کې له طالبانو څخه د ښځو پر زده کړو د بندیز اصلي لامل وپوښتي.
هغه وايي: "له نړیوالې ټوانې غواړو کومه مذاکره چې په پام کې یې نیولې، د حکومت له مشرانو وپوښتي، چې ولې مو د نجونو ښوونځي تړلي، ولې یې له کار کولو منع کړي، ځکه نجونې خو مخکې هم په ښوونځيو کې با حجابه وې او که دوی غواړي ښوونځي پرانېزي، ودې وايي چې یونېفورم یې څه ډول دی."
د یادونې ده چې د طالبانو په لومړي ځل واکمنۍ کې، یعنې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې، هېڅ یوې نجلې او ښځې ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه درلوده.
یونسکو وايي، د افغانستان په لوړو زده کړو کې د ښځو ونډه چې اوس صفر ته رسېدلې، په تېرو شلو کلونو کې کابو شل برابره زیاته شوې وه او د ښځینه محصلانو شمېر له ۵۰۰۰ څخه یو لکو ته رسېدلی و.
وحیده ساغري، چې د هرات پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصله وه وايي، هيله يې دا وه چې خبرياله شي، خو اوس يې له نيمګړو هيلو سره يوې نامعلومې راتلونکې سره مخ ده.
ساغري وویل: "زه له زده کړو نه پاتې محصلې په توګه د خپلې راتلونکې په اړه ډېره نا هیلې یم، فکر کوم وخت مې خوشې تېرېږي او هغه څه ته نه شم رسېدلای چې په اړه مې فکر کاوه. دا واقعاً ماته د اندېښنې وړ ده او دا چې د زده کړو امکانات نه شته زه واقعاً په خپګان اخته شوې یم."
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په ټولو پوهنتونو کې د نجونو لوړې زده کړې منع کړې.
د طالبان د دې پرېکړې او دغه شان په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار تر بندیز لګولو وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد په مشرۍ د دغه سازمان یو لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړ چې په دې اړه له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.
دغه پلاوي له یو شمېر طالب چارواکو سره خبرې هم وکړې، خو داسې ښکاري چې ښځو ته د زده کړو او کار د اجازې ورکولو په اړه یې له دوی کومه ښکاره ژمنه تر لاسه نه کړه.
اغلې محمد له افغانستان تر ستنېدنې ورسته پر خپل ټوېټر پاڼه ولیکل، قوي باور لري چې په ټينګ عزم او افغان نجونو او ښځو سره په پیوستون، کولای شي د زده کړې او کار په برخه کې د دوی حقونه بیا ترلاسه کړي.
په دې اړه نور: امینه محمد: په ګډ هوډ د افغان ښځو د زده کړو او کار حقونه بېرته ترلاسه کووخو د ښوونیزو چارو فعاله او د سرک په نوم بنسټ مشره پرستو حکیم، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې اته کورني ښوونځي جوړ او افغان نجونو ته یې په حضوري او انلاین توګه د زده کړو زمینه برابره کړې ده، ازادي راډیو ته یې وویل: "له نړیوالې ټولنې او ټولو هغو کسانو چي کولای شي وروستۍ خبره وکړي غواړو چې یوازې شعار ورکول، ډیالوګ ویل او علامیې ورکول ګټه نه لري، مونږ عمل ته اړتیا لرو. زمونږ نجونې تعلیم ته اړتیا لري، نړۍ باید په دې برخه کې کار وکړي څو نجونو ته بېرته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي."
د ښوونیزو چارو یو بل پوه او د قلم لارې بنسټ مشر مطیع الله ویسا هم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت زمونږ اعلان همدا دی چې په همدغه ورځ باندې باید افغانان خپله تصمیم ونیسي او د خپلو خویندو او د خپلو ورونو د ښوونځیو او پوهنتونونو لپاره چوپ پاتې نه شي او خپل حق واخلي، د هغې لپاره احتجاجونه وکړي، که لاریون کېږي، که منظمې غونډې کېږي، د طالبانو امارت له رهبرۍ سره خبرې کېږي، له هرې سوله ییزې لارې چې دوی کولای شي باید خپل حق واخلي."
خو د ښځو د حقونو فعال خان ولي عادل په دې باور دی چې طالبانو سره په خبرو دا ستونزه نه هوارېږي.
هغه وویل: "نن په افغانستان کې یو فضا ایجاده شوې چې د دغې ډلې په وړاندې له جدي مبارزې پرته بله لاره نه شته او نه هم اغېز لري. زه د نړۍ له هېوادونو هیله لرم چې د دغې ډلې (طالبانو ) په وړاندې جدي پاڅون وکړي.
په تر ټولو ورستي مورد کې اروپايي ټولنه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو ښوونځي پرانېزي او ټینګار یې کړی چې له زده کړو د نجونو منع کول د افغان نجونو لباره په شاتګ دی.
خو ولیدل شي چې ایا د طالبانو حکومت تر دې وروسته، د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز د لرې کولو په برخه کې د افغانستان د خلکو او نړۍ پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب وايي که نه؟