له نن څخه ۲۱ کاله مخکې، د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر یوولسمه، د امریکا متحد ایالتونه د څو خونړیو حملو په صحنه بدل شو.
دوې حملې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر دوو دنګو ودانیو وشوې، چې دوې الوتکې ورسره وجنګول شوې.
درېیمه الوتکه د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون پر ودانۍ ولګېده او حمله کوونکو څلورمه الوتکه ظاهراً د پنسلوانیا ایالت پر یوه کرونده سقوط کړه.
پر امریکا په دغو حملو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول، خو دا له امریکا ۱۱زره ۹۲۵ کیلومتره لیرې له افغانستان سره تړلې حملې وبلل شوې.
هغه وخت طالبان پر افغانستان واکمنان وو، چې د القاعده شبکې مشر، اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه. په سعودي عربستان کې زېږېدلی هغه څوک چې د دغو حملو اصلي طراح وبلل شو.
امریکا یې د ورسپارلو غوښتنه وکړه، خو د طالبانو د هغه وخت مشر ملا محمد عمر یې له ورسپارلو ډډه وکړه.
بالاخره د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه، د امریکا د متحدو ایالتونو د هغه وخت ولسمشر، جورج ډبلیو بوش پر افغانستان د پوځي عملیاتو امر وکړ.
نوموړي وويل: "دا حمله په دقت او هدفمند ډول د دې لپاره پلان شوې، چې افغانستان نور د تروریستانو لپاره د عملیاتو مرکز نه وي او د طالبانو پوځي ځواک ختم کړای شي. په دغو عملیاتو کې زموږ پیاوړې ملګرې برېتانیا زموږ ملتیا کوي. نورو نږدې دوستانو له دې جملې کاناډا، جرمني او فرانسې هم د ځواکونو د لېږلو ژمنه کړې ده."
دغه عملیات د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ د ړنګېدو سبب شول، خو اسامه بن لادن چې امریکا په پسې وه، لا هم له سترګو پناه و. دې موضوع شا و خوا یوه لسیزه دوام وکړ.
اسامه بن لادن بالاخره د ۲۰۱۱م کال د مې میاشتې پر دویمه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد سیمه کې د امریکا په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو او د القاعده شبکې مشري د دې ډلې دویمه درجه مشر ایمن الظواهري ته پاتې شوه.
تر دې پېښې څه کم یوولس کاله وروسته، د امریکا متحدو ایالتونو د اسامه بن لادن د ځایناستي ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر د پاکستان په ګاونډ افغانستان کې ورکړ.
د امریکا د متحدو ایالتونو اوسني ولسمشر جو بایډن، د اګست میاشتې پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې ایمن الظواهري د جولای میاشتې پر ۳۱مه د کابل په یوه کور کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
دا پېښه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو د کال پوره کېدو په درشل کې وشوه.
که څه هم د الظواهري د وژل کېدو څو اوونۍ پوره شوې، خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د هغه وژل کېدل نه دي تأیید کړي او د دې پېښې په اړه یې د هر اړخیزې څېړنې خبره کړې ده.
د دوحې په موافقه کې له تروریستي ډلو له دې جملې القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو پرې کېدو خبره هم شوې ده.
په امریکا کې د ډیموکراسیو د دفاع بنسټ مخکښ همکار، بیل روجیو وايي، په افغانستان کې د الظواهري وژل کېدو د طالبانو او القاعده شبکې اړیکې ثابتې کړې.
نوموړی وايي: " القاعده شبکه د طالبانو مېلمنه ده. په وروستیو کې د الظواهري وژل کېدو دا موضوع ثابته کړه. هغه ته په کابل کې د سراج الدین حقاني تر نظارت لاندې پناه ورکړل شوې وه. د القاعده شبکې نور مشران هم په افغانستان کې دي."
"دا مهال افغانستان د القاعده لپاره په خوندي پناهځای بدل شوی."
د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد په دې باور دی، چې القاعده شبکه نن سبا بېرته د طالبانو په یوه مټ بدل شوې ده.
ښاغلی ازاد وايي: "که چېرې د القاعده او طالبانو پخوانیو ژورو اړیکو ته وګورو، بیا د ارګ په ۳۰۰ مترۍ کې په یوه مجلل کور کې د الظواهري وژل کېدو ته وګورو. تر دې پېښې شا و خوا درې میاشتې مخکې داسې راپورونه خپرېدل چې د القاعدې د پخواني مشر د زوی ملاقات د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني سره شوی. تر هغه مخکې هغه راپورونه خپرېدل چې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې د القاعدې ځینې تخنیکي کسان له دوی سره په ځینو تخنیکي چارو کې مرسته کوي. په دې کې هېڅ شک نه پاتې کېږي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې القاعده او طالبان د یوه بل مټ او وزر ګرځېدلي دي."
د سیاسي مسایلو شنونکی ثنا الله مخلص وايي، د القاعده په ګډون چې له طالبانو سره اړیکې لري، زیاتې افراطي ډلې د استخباراتي سازمانونو د ځینو پټو او ښکاره اهدافو د عملي کولو لپاره رامنځته کېږي.
نوموړی وايي: "طالبان او القاعده ډېرې نږدې اړیکې سره لري، چې د دوی تمویل، تجهیز او سرچینه هم سره نږدې دي. یوازې یې لارې او طریقې بېلې دي. دا ټولې ابزاري ډلې دي، چې استخبارات استفاده ځنې کوي او د استخباراتي اهدافو لپاره په نړیواله سطحه رامنځته شوي دي. لا هم پرمخ روان دي."
"طالبان او القاعده ډېرې نږدې اړیکې سره لري، چې د دوی تمویل، تجهیز او سرچینه هم سره نږدې دي"
د واشنګټن ډي سي د وېلسن په تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د برخې مرستیال، مایکل کوګلمن ازادۍ راډیو ته وویل، داسې نښې نهشته چې طالبان دې له القاعده شبکې خپله لار جلا کړي.
نوموړی وايي: "طالبان له القاعده شبکې نه جلا کېږي. که پر الظواهري حملې ته کتنه وکړو، په څرګنده معلومېږي چې د طالبانو په لیکو کې هغه که حقاني شبکه وه یا بل څوک له الظواهري سره بشپړې اړیکې موجودې وې او په کابل کې یې د هغه استوګنې ته اسانتیا برابره کړې وه، ځکه څرګنده ده، چې ممکنه نهده د طالبانو په لیکو کې دې د چا له خبرېدو او له الظواهري سره له مرستې پرته دې دی هلته حضور پیدا کړي."
په دې اړه نور: امريکايي چارواکي: له افغانستان د امريکا پر وړاندې ترهګريزو ګواښونو ته متوجې يو
که څه هم پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو یو کال پوره شوی، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا د روان میلادي کال د اپرېل پر څوارلسمه په یوه راپور کې وویل، د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۳۰مه له افغانستانه د امریکا د ټولو ځواکونو تر وتلو وروسته، د امریکا متحد ایالتونه له هغه تروریستي ګواښ سره مقابله کوي، چې تازه یې سر اوچت کړی دی.
د شورا په راپور کې د امریکا د یوه اټکل په حواله القاعده او د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګه د پیاوړي کېدو په حال کې ښوول شوي او راپور وايي، چې دغه ډلې له افغانستانه هاخوا هم د پام وړ ګواښ رامنځته کولی شي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې ارزونې ته اشاره شوې چې پهکې راغلي، تروریستي ډلې تر بل هر وخت په افغانستان کې په ازاد مټ فعالیت کوي.
په تېر حکومت کې د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل بیا د القاعده تر څنګ داعش ډله هم د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي.
ښاغلی مياخېل وايي: "کابل کې وروستي تحولات او د ظواهري وژل کېدو، هغه افراطي ډلې چې په افغانستان کې د بېلابېلو نورو اهدافو لپاره موجودې وې، که هغه ETIM دی، که هغه IMU ده، لښکرطیبه یا نورې ډلې چې پاکستان یې په مستقیم ډول ملاتړ کوي، د دوی لپاره پناهځای یوڅه ستونزمن شوی دی. له دوی سره وېره ده چې د طالبانو په منځ کې حقاني شبکه یا نورې ډلې معلومات امریکایانو سره شریکوي، ځکه نو د دوی کسان په نښه کېږي."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي څه موده مخکې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې یوه سیمهییز کنفرانس ته چې د ټروریزم په وړاندې پر مبارزه متمرکز و وویل، د طالبانو حکومت پر خپله هغه ژمنه عمل کړی چې له افغانستانه د مرکز په توګه د ټروریستي ډلو د نه کارول کېدو په اړه وه.
په دې اړه نور: طالب پلاوي په تاشکند غونډه کې بیا له نړۍ سره د ښه تعامل غوښتنه وکړهخو د امریکا د سولې انستیتیوت په یوه مطلب کې لیکلي، چې په کابل کې د الظواهري حضور د متقي له خبرو او د طالبانو له هغې ژمنې سره په ټکر کې دی، چې د القاعده په څېر افراطي ډلو سره د اړیکو پرې کېدو په باب وه.
طالبانو په وار وار ټینګار کړی، چې له نړیوالو تروریستي ډلو سره کوم ارتباط نه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل: "اوس القاعده شبکه دلته شتون نهلري، که د افرادو په شکل که څوک په پټه دلته وي، هغوی تنظیمي اړخ او صبغه نهلري. د داعش په وړاندې مو مبارزه روانه ده، هغوی دومری لوی تهدید نهدی، چې له افغانستانه چا ته تهدید متوجه کړي."
خو په امریکا کې د ډیموکراسیو د دفاع بنسټ مخکښ همکار، بیل روجیو وايي، طالبانو دا ډول ژمنې د سپټمبر د یوولسمې تر حملو مخکې هم کړې وې.
د بهرنیو اړیکو شورا د راپور له مخې، احتمال شته چې د امریکا د ګټو په وړاندې د القاعده شبکې ګواښونه لا پسې پراخ شي.
د راپور له مخې، په داسې حال کې چې القاعده ښايي په افغانستان کې نور روزنیز کمپونه جوړ کړي، خو بیا به هم د امریکا پر خاوره په مستقیم ډول د حملو په کولو بریالۍ نهشي، ځکه د راپور له مخې، په امریکا کې دننه استخباراتي همکاري او تدابیر بهتره شوي دي.
راپور زیاتوي، ممکن د القاعده شبکې غړي په افریقا، اروپا، منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې د امریکا د متحدو ایالتونو او غرب پر اهدافو یا خپله حملې وکړي یا د الهام بخښلو رول ادا کړي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د یوه کمزوري حکومت ترکیب او د زوال په حال کې اقتصاد تروریستي ډلو ته فرصت ورکوي، چې خپل فعالیتونه تنظیم او په بالقوه ډول ځان ته جنګیالي جلب کړي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان له خاورې به هېڅ ګاونډي هېواد ته کوم ګواښ نه پېښېږي.
ښاغلي مجاهد په چنګاښ/سرطان میاشت کې په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې په داعش پورې تړلي درې کسان ووژل شول او پنځه تنه نور یې ونیول شول.
په دې اړه نور: کندوز کې چاودنه؛ څلور کسان وژل شوي او ۱۹ ژوبل ديد ده په وینا دغو کسانو په وروستیو کې د تاجکستان او ازبکستان پر خاورو راکټي حملې کړې وې.
په لندن کې د نړیوال ټروریزم د چارو متخصص عارف سحر وايي، په سیمه او نړۍ کې ځینې سیاسي بدلونونه کولی شي له افغانستانه نویو خطرونو ته زمینه برابره کړي.
نوموړی وايي: "پاکستان، ایران، د مرکزي اسیا هېوادونه د روسیې او اوکراین جګړه، دغه ټول مناسبتونه د افغانستان پر اوضاع ژور یا هم برعکس اغېز کوي. پر دې بنسټ، په راتلونکي کې په طالبانو کې هېڅ ځواک او اراده نه لیدل کېږي چې له افغانستانه د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو د دغو تروریستي تحرکاتو او ویجاړوونکو فعالیتونو مخه ونیسي."
"طالبان به د اسلامي دولت ډلې په وړاندې وجنګېږي"
خو بل روجیو وايي، چې دا مهال د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې پر تله واقعي ګواښ القاعده شبکه ده.
هغه ويلي: "طالبان به د اسلامي دولت ډلې په وړاندې وجنګېږي. دوی دا مهال جنګېږي هم. د اسلامي دولت ډلې د ګاونډیو هېوادونو په وړاندې ځینې حملې کړي. دوی د تاجکستان او ازبکستان په وړاندې ځینې راکټي حملې کړې دي. خو القاعده شبکه په افغانستان کې خوندي پناهځای لري، طالبان د دې شبکې د ځپلو لپاره کوم کار نه کوي، ځکه القاعده شبکه د افغانستان مېلمنه ده. زما په اند دا واقعي ګواښ دی، چې له افغانستانه سرچینه اخلي."
اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د جنرال فرانک مکنزي په حواله چې هغه وخت د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان و، راپور ورکړ چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د القاعده شبکې د غړو شمېر زیات شوی دی، خو د دقیق شمېر په باب یې څه نه وو ویلي.
د بهرنیو اړیکو شورا د راپور له مخې، وروسته له هغې چې له بګرام هوايي اډې او پلچرخي له زندان څخه په زرګونو بندیان خوشې شول، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د غړو شمېر له ۲۰۰۰ څخه نږدې ۴۰۰۰ ته زیات شو.
په دوام راغلي، چې په افغانستان کې نورې ډلې هم فعالې دي، لکه د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا TTP، د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ، د اسلامي جهاد او د ازبکستان اسلامي غورځنګ.
د تېر حکومت، چارواکو تور لګاوه، چې طالبانو په افغانستان کې څه باندې ۲۰ تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
د ملګرو ملتونو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار بارنت روبین وايي، په افغانستان کې القاعده ته د پناه ورکولو له کبله د طالبانو په وړاندې کوم نړیوال اقدام ممکن نه برېښي.
په دې اړه نور: امريکايي جنرالان: د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته افغانستان خوندي نهدینوموړی وايي: "داسې احتمال نهشته چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې کوم جدي اقدام وکړي، ځکه سخت اقدامات له وړاندې شوي دي، چې په ډیپلوماتیک لحاظ د دوی د حکومت په رسمیت نهپېژندل، د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کېدل، د طالبانو پر حکومت او غړو بېلابېل بندیزونه دي. خو د طالبانو عمده ډیپلوماتیک هدف اوس د شتمنیو ازادېدل، د بندیزونو لیرې کېدل او په ډیپلوماتیک ډګر کې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل دي. که دوی د القاعده شبکې مشرتابه ته پناه ورکړي، دغه یو هدف به هم ترلاسه نه کړي."