د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د افغانستان امنیت شورا: له بګرام پوځي اډې به د ځانګړو عملیاتو لپاره کار واخیستل شي

ارشیف، د بګرام هوايي ډګر
ارشیف، د بګرام هوايي ډګر

په افغانستان کې د ۲۰ کلن مأموریت پای او د دې مأموریت له پای سره د بګرام ستره پوځي اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه.

افغان پوځ له دې پوځي اډې د ځانګړو عملیاتو لپاره کار اخلي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵» په خپله یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې د بګرام پوځي اډې ترڅنګ به د یو شمېر نورو هغو اډو مسؤلیت هم واخلي چې له دې وړاندې د بهرنیو ځواکونو له‌خوا یې مشري کېده.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان پوځ د بګرام اډې ټول مسؤلیت اخیستی.

ښاغلی امان زیاتوي: "د بګرام هوايي اډه په بشپړ ډول دفاع وزارت ته وسپارل شوه، افغان دفاعي ځواکونه هلته ځای پر ځای شوي دي او د اډې کنټرول یې په لاس کې اخیستی، د افغانستان دفاع وزارت غواړي له دې اډې په منظم ډول د اوپراتیفي او پوځي عملیاتو لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې کار واخلي."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

له بلې خوا د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د معلوماتو له مخې، امریکايي ځواکونو د جمعې په شپه پرته له دې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته خبر ورکړي دا اډه‌یې پرېښودله.

بګرام په افغانستان کې د امریکایانو تر ټولو لویه پوځي اډه وه او دلته د شمېرو له مخې له پخوا راهیسې شاوخوا ۱۰۰ زره امریکایان مېشت و.

اوس هیله‌مندي دا ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د دې اډې سپارل کولای شي د دوی مبارزه د ترهګرۍ پر وړاندې ګړندۍ کړي.

د افغانستان د هوايي ځواک پخوانی قوماندان عبدالوهاب وردګ د دې اډې د ارزښت په اړه وايي: "د بګرام هوايي اډه په افغانستان کې یو له مهمو هوايي اډو څخه وه او ده، دغه هوايي ډګر د ظاهر شاه، داوود خان او د خلق ډیموکراتیک حزب، مجاهدین او طالبانو لپاره ډېر مهم میدان و."

دغه هوايي ډګر په کال ۱۹۵۰ کې د روسانو له‌خوا جوړه او له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکایانو لوی پوځي مرکز و.

د بګرم هوايي اډه د افغانستان د پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب‌الله او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د امریکا په راتګ سره بیا ورغول شوه او له همغه نېټې دا اډه په افغانستان کې د امریکایانو د عملیاتو د رهبرۍ ستر مرکز او د طالبانو او القاعده جنګیالیو په زندان مشهور شو.

اوس دغه هوايي اډه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ستر پوځي مرکز بدل شوی، خو پوښتنه دا ده چې افغان پوځ د جګړې د کابو کولو لپاره له دې اډې څه ډول کار اخلي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند
د افغانستان کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي: "بګرام د افغانستان تر ټولو لوی هوايي ډګر دی، دا هوايي ډګر په ټول نظامي او بنسټیزو معیارونو جوړ دی، دا هوايي ډګر، ټول نړیوال سټندرټونه، فابریکي، د نظامي وسایطو ورکشاپونه، د پروازونو مدیریت او کنټرول او دې ته ورته نورو امکاناتو باندې پوښل شوی دی."

افغانانو ته د بګرام هوايي ډګر سپارل ښیي چې امریکایان له افغانستانه د وتلو چاره تر ډېره بشپړه کړې.

امریکا به له افغانستانه د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه ووځي.

XS
SM
MD
LG