د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

سپینه ماڼۍ: د اګسټ تر پایه له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو وتل بشپړیږي


ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري

سپینه ماڼۍ وايي، تمه لري چې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر پایه بشپړ شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره وروسته له هغې وکړه چې د امریکا او ناټو پوځي ځواکونه له بګرام هوايي اډې په بشپړ ډول ووتل او اډه یې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارله.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي وايي، د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري
د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي وايي، د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري

مېرمن ساکي زیاته کړه چې متحد ایالاتونه به افغانستان ته په راتلونکو میاشتو کې بشري مرستو او د امنیتي سیستمونو چمتو کولو ته دوام ورکړي.

ولسمشر جو بایډن پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې امریکا به له افغانستان سره پوځي مرستو ته دوام ورکړي، خو هغه زیاته کړه چې د هېواد د دفاع چارې باید خپله افغانان سمبال کړي.

ښاغلي بایډن زیاته کړه: "موږ په هغه ځای کې پر یوه ظرفیت کار وکړ او کولای شو څه نور هم پرې ور زیات کړو، خو باید افغانان وتوانېږي چې دا کار (خپله دفاع) د هغه هوايي ځواک په مرسته چې لري یې، په خپله وکړي."

امریکايي چارواکو ویلي چې ښايي شپږ نیم سوه امریکايي سرتېري په کابل کې د ډیپلوماتانو او د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت لپاره وساتي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG