د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او وسله‌والو طالبانو ته د سکاټ مېلر خبرداری


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر

په افغانستان کې د جګړې په میدانونو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او طالبانو ته د امریکايي او ناټو ځواکونو د قوماندان خبرداری.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، که طالبان غواړي پر دوی هوايي بریدونه ونه‌شي، په خبره‌یې خپل عملیات باید ودروي.

ښاغلي مېلر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۸» په کابل کې په یوه غونډه کې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، لا هم دی له افغان ځواکونو د دفاع واک لري.

ښاغلی مېلر وايي: "د امریکا-طالبانو تړون له مخې ائتلافي ځواکونه یا د امریکا هوايي ځواکونه د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او کله‌یې چې اړتیا وي او افغان پوځیان تر بریدونو لاندې وي د هغوی دفاع کوي. تر ټولو ښه لار چې دا (هوايي بریدونه) بند شي، ما طالبانو ته هم ویلي چې تهاجمي/یرغلیز بریدونه بند کړي."

ارشیف، د طالبانو پر ځایونو د افغان هوايي ځواکونو حمله
ارشیف، د طالبانو پر ځایونو د افغان هوايي ځواکونو حمله

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت دغه قوماندان کابل کې خبریالانو ته وویل، که چېرې وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، کېدای شي یو کورنی جنګ تصور شي، خو د نوموړي په خبره له هر څه وړاندې باید ټول اړخونه په یو سیاسي حل‌لاره توافق وکړي او تاوتریخوالی راکم شي.

جنرال مېلر اوسنی وضعیت او د لسوالیو له لاس وتل د اندېښنې وړ وباله او وايي چې یو بل پسې د ولسوالیو لاس په لاس کېدل هم نظامي او هم رواني اړخ لري، نوموړی زیاتوي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبري هڅه کوي چې اوسنی وضعیت مدیریت کړي.

دی زیاتوي: "لیدل کېږي پوځي اړخ ته زیاته علاقه‌مندي شته، خو زه باور نه‌کوم چې د نظامي پرېکړې تحمیل به افغانانو، د افغانستان هېواد او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته په ګټه وي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ یوه میاشت کې طالبانو پراخ تهاجمي عملیات وکړل چې ځینې ولسوالۍ یې لاندې کړې، خو افغان ځواکونه د ولسوالیو پرېښودل تاکتیکي شاتګ بللی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جنرال سکاټ مېلر د څرګندونو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې د مې له میاشتې وروسته امریکا حق نه‌لري چې په افغانستان کې هوايي بریدونه وکړي، که عملیات‌یې وکړل، ناوړه پایلو سره به مخ شي او د جګړې د پیل مسؤل به هم وي.

د مجاهد په خبره که بریدونه پيل شي، د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.

افغانستان کې د طالبانو ضد یو شمېر ولسي پاڅون کوونکي
افغانستان کې د طالبانو ضد یو شمېر ولسي پاڅون کوونکي

په ورته وخت کې جنرال مېلر د طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅونونو ته په اشارې سره وايي، افغان حکومت باید د دغه ځواکونو په استفاده کې محتاط واوسي.

جنرال سکاټ مېلر وايي، نوموړی به ډېر ژر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له بشپړېدو وړاندې خپل مسؤلیت په افغانستان کې یو بل قوماندان ته انتقال کړي، خو د انتقال د دقیق وخت په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

جنرال سکاټ مېلر دا مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسؤلیت په غاړه لري.

ټاکل شوې وه چې د روان میلادي کال مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو او امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه بشپړه شي، خو د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د پرېکړې له مخې دغه بهیر د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې وځنډول شو چې ورسره په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شو، دغه تاوتریخوالي د افغانستان د راتلونکي لپاره زیاتې اندېښنې راپورته کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG