د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

ایران: طالبان نه اوس ټول 'افغانستان' دی او نه به راتلونکی کې ټول دوی وي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده

د افغانستان ګاونډ ایران چې څو واره یې د طالبانو مشران مېلمانه کړي تازه ویلي، "نننی افغانستان ټول طالبان نه دي".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۷مه) په یوه کنفرانس کې د افغانستان په روان وضعیت باندې غږېدلی.

هغه د طالبانو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه وویل: "طالبان د افغانستان برخه دي، دا که نننی افغانستان دی یا د افغانستان راتلونکی، خو طالبان نه اوس ټول افغانستان دی او نه به هم د افغانستان ټول راتلونکی دولت دوی وي. ښکاره خبره ده چې تاوتریخوالی ډېر شوی او اندېښنې یې پارولي. ځینې مذهبي او قومي لږکۍ تر فشار لاندې راغلي."

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال؛ خطیب زاده وویل، ایران د افغانستان وضعیت په خورا دقت څاري
ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال؛ خطیب زاده وویل، ایران د افغانستان وضعیت په خورا دقت څاري

خطیب زاده وویل، ایران د افغانستان وضعیت په خورا دقت څاري او د کابل د احتمالي سقوط یا دې ته ورته مسالو باندې د تبصرې لپاره بېړه نه لري، بلکې د ده په خبره د افغانستان امنیت او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب ورته مهمه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت داسې وخت د طالبانو په اړه دا څرګندونې کړي چې دا هېواد د طالبانو په تېره بیا سیاسي مشرتابه سره کلکې اړېکې پالي او وخت ناوخته یې تهران ته ور غواړي چې وروستی سفر یې سږ جنورۍ په وروستیو کې وو.

افغان حکومت تر اوسه پورې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي چې د سیمې له هېوادونو سره د سولې په تړاو اجماع رامنځته کوي او د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې د سولې له ټینګښت سره مرسته کوي.

هاخوا د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله چې د خپل کار لومړیتوبونه د سولې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اجماع رامنځته کول بللي، په طالبانو انتقاد کړی چې د سولې د خبرو خنډ ګرځيدلي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په طالبانو انتقاد کړی چې د سولې د خبرو خنډ ګرځيدلي.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په طالبانو انتقاد کړی چې د سولې د خبرو خنډ ګرځيدلي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه: "متاسفانه د مذاکرې په میز کې هغه پرمختګ چې باید شوی وای حاصل نه شو. ډېره واضح ده چې دلیل یې د طالبانو سرټمبګي ده. وخت تېرول، په فرعي مسالو باندې بحث کول او اصلي مسالو ته نه واردېدل دا په مذاکره کې د پرمختګ د نه حاصلېدو اصلي دلایل دي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبرا لاینز تېره اوونۍ امنیت شورا ته وویل چې د سولې د خبرو تر مېزه د جګړو ډګر ډېر تود ساتل شوی او طالبانو له مې میاشتې راهیسې شااوخوا پنځوس ولسوالۍ نیولي دي.

محمد نعیم ویلي طالبان د خبرو له لارې د جګړو هواري ته متعهده دي.
محمد نعیم ویلي طالبان د خبرو له لارې د جګړو هواري ته متعهده دي.

هغې ګواښ کړی و چې که د سولې لپاره افغان مشران سره متحد نه شي او هڅې ګړندۍ نه شي وضعیت به لاپسې کړکېچن شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د جګړو په اوج کې د سولې د خبرو لپاره لا هم کوم چانس پاتې که څنګه؟ وویل چې طالبان د خبرو له لارې د جګړو هواري ته متعهده دي.

نعیم د سولې د خبرو د خنډ او ځنډ ملامتیا په افغان حکومت باندې واچوله.

XS
SM
MD
LG