د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

د طالبانو واک لاندې ژوند؛ ځینې خلک: ټلوېزیون به نه ګورو او ځینې نور محدودیتونه


ارشیف، د ارزګان طالبان
ارشیف، د ارزګان طالبان

د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند، هغه څه چې یو شمېر خلک یې له ستونزو ډک بولي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د طالبانو له لوري جګړه تېزه او یو شمېر ولسوالۍ د دغه ډلې لاس ته ورغلې.

که څه هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې تاکتیکي شاتګ بولي.

خو پوښتنه دا ده چې په هغه ولسوالیو کې چې د طالبانو لاس ته ورغلي د ولسي وګړو ژوند څنګه دی؟

د دغه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې طالبانو پر خلکو داسې بندیزونه لګولي لکه شل کال وړاندې د دغه ډلې د حاکمیت پرمهال.

دوی د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي او وایي، ژوند یې تریخ شوی دی.

ارزګان کې یو شمېر طالب وسله وال، طالبانو د بېلابېلو کلیو پر اوسېدونکو درې وخته ډوډۍ حواله کړې
ارزګان کې یو شمېر طالب وسله وال، طالبانو د بېلابېلو کلیو پر اوسېدونکو درې وخته ډوډۍ حواله کړې

د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکی کریم الله وایي، په سیمه کې یې طالبان واکمن دي او په خلکو یې سخت قوانین وضع کړي دي: "زموږ خلک ډېر اندېښمن دي، طالبانو داسې محدودیتونه وضع کړي چې خلک باید ټلوېزیون ونه ګوي، ښځې د محرم پرته دباندې د وتلو حق نه لري، دا شان طالبان د خلکو په هر څه کې کار لري او ورته وایي چې دا کار د اسلام خلاف دی، د عرف خلاف دی یا هم د دوی نه دی خوښ، دغلته ښځو او نجونو ته ژوند ډېر سخت دی، ځکه طالبان یې زده کړو ته نه پرېږدي."

دی وایي، طالبانو دغه شان د بېلابېلو کلیو پر اوسېدونکو درې وخته ډوډۍ حواله کړې او ورته یې ویلي که دا کار نه شي کولای باید لګښت یې ورکړي.

خو د کندز د امام صیب ولسوالۍ اوسېدونکی احمد الله بیا وایي، لا وختي دی چې په خپله سیمه کې د طالبانو پر کړنو قضاوت وکړي.

دی وایي، د طالبانو کړه وړه له تېر سره توپیر لري او چا سره یې کار نشته: "همدا اوس ما خپله ږیره ماشین کړې ده، لوڅ سر ګرځم، ان کله خو له کوره په دریشۍ کې وځم، طالبان مې ګوري دوی په خپلو موټرو او موټر سایکلونو ګرځي ما هم ګوري خبرې هم راسره کوي کله یې هم له مانه پوښتنه نه ده کړې چې سر او ږیره دې ولې داسې ده؟"

احمد الله بیا وایي، لا وختي دی چې په خپله سیمه کې د طالبانو پر کړنو قضاوت وکړي.
احمد الله بیا وایي، لا وختي دی چې په خپله سیمه کې د طالبانو پر کړنو قضاوت وکړي.

دی وایي، په ډېری کلیو کې د موسیقۍ د اورېدو او له کورونو د مېرمنو د وتلو په برخه کې خلکو خپله ځانونه سانسور کړي او فکر کوي چې په دې کار ښایي د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شي.

د بلخ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي چې د طالبانو تر واک لاندې ځانونه خوندي نه بولي او له دې امله سخت اندېښمن دي.

د دې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د دوی په سیمه کې طالبان د خلکو له کورونو د پټنځای په توګه کار اخلي.

هغه وايي، که څه هم طالبان له خلکو سره کار نه لري، خو خلک په وېره کې دي او مېرمنې له کورونو د باندې نه شي راوتلی: "خلک په اندېښنه کې دي چې حالات به څنګه شي او مېرمنې له اوسني حالته ويريدلی دي او د تېر په څېر پرته له چادري او محرم له کوره بیرون نه وځي، طالبان سره له دې چې ملکي خلکو سره ډېر کار نه لري، خو په کوڅو کې تګ راتګ ډېر لري."

د نوموړي په خبره د بلخ ولسوالۍ ډېرو اوسیدونکو له اوسنيو حالاتو نه د ویرې په خاطر خپلې لوڼي مزار شريف ښار ته استولي.

خو وسله والو طالبانو له سیمه ییزو خلکو سره د ناسم چلند او د بندیزونو لګولو خبرې د دوی د بدنامۍ دسیسه بولي.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اوس مهال جګړه ییز حالت دی او د دوی د کسانو له خوا هېڅ ډول بندیزونه نه دي لګول شوي: "اوس حالات جګړه ییز دی او هرڅه په خپل حال پاتې دي کله چې قوانين جوړ شو بیا به خلک د قانون سره سم چلند کوي."

له دې ور هاخوا طالبان د یو شمېر خلکو او حکومتي مسولينو له خوا د عامه ځایونو، پلونو او پلچکونو او لویو لارو په الوزولو هم تورن دی.

دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ تر نیول کېدو وروسته د یادې ولسوالۍ د ودانۍ د الوزولو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

حکومت او یو شمېر خلکو ويلي، دغه کار د طالبانو له خوا ترسره شوی، خو طالبانو هغه محال په دې‌ اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه وو ورکړی.

خو د طالبان ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی تر خپل واک لاندې سیمو کې هر ډول بشري مرستو رسوونکو ته اجازه ورکړې او تر خوا یې هېڅ ډول اقتصادي بنسټونو ته زیان نه دی رسولی.

د هغه ولسوالیو اوسیدونکي چې تازه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي تور پورې کوي چې طالب جنګیالي عامه ځایونو ته زیان رسوي.

وروستی ځل د اورلګېدنې په پایله کې د اندخوې بازار د ځينو برخو سوځېدل هم په دغه ډلې پورې وتړل شوه او له سختو غبرګونونو سره مخ شوه.

وروستی ځل د اورلګېدنې په پایله کې د اندخوې بازار د ځينو برخو سوځېدل
وروستی ځل د اورلګېدنې په پایله کې د اندخوې بازار د ځينو برخو سوځېدل

په افغانستان کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن د یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې دغه کار د اساساتو له منځه وړل او د بشر حقونو ته سپکاوی وګاڼه.

په همدې‌ حال کې په افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له وسله والو طالبانو غواړي چې تر خپل حاکمیت لاندې‌ سیمو کې د بشر حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د دغه کمېسیون کمېشنر شکرالله مشکور ازادي راډیو ته وویل: " په هغه سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډله باید د خلکو ځان مال او عزت خوندي وساتي، عامه تاسیساتو ته باید پاملرنه وکړي او په ټوله کې دې د خلکو بشري حقوق او د بشر پاله نړیوال حقوقو ارزښتونو ته پام وکړي."

د بشرحقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنر شکرالله مشکور
د بشرحقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنر شکرالله مشکور

وسله والو طالبانو د خپل حکومت په ۶ کلنه موده کې په ټولنیزو فعالیتونو ډېر بندیزونه لګولي وو.

له محرم او چادري پرته له کوره د مېرمنو وتل، د موسیقۍ پر اورېدلو او د ټلوېزیون پر لیدو، د ږیرې پر کلولو، په دفترونو کې د مېرمنو پر کار کولو سخت بندیز، له زده کړو د مېرمنو او نجونو محروميت او د بیان او د رسنیو پر ازادۍ بندیزونه هغه څه وه چې د طالبانو له خوا عملي کېدل او پر خلکو لګیدلي وو.

د کارپوهانو په وینا د طالبانو دغه چلند افراطي وو او همدا د دې لامل شو چې نړیواله ټولنه د دې ډلې مخالفت وکړي او د دوی نظام سقوط وکړي.

خو د طالبانو یو شمېر چارواکو ويلي چې د دوی فکرونه بدل شوي او دا ځل به د تېر په څېر افراطي چلند ونه کړي.

خو یو شمېر سیاسي شننونکي په دې باور دي‌ چې په طالبانو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی او د دې ویره شته چې واک ته د دې ډلې په رسیدو سره به یو وار بیا دغه ډله سخت ټولنیز بنديزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG