د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

عبدالله: ‎حکومت لاهم د سولې خبرو دوام ته لېواله دی او تېرې تېروتنې به تکرار نه‌شي


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

‎د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر وایي، افغان حکومت لا هم د سولې خبرو اترو د دوام لپاره لېواله دی او تېرې تېروتنې به تکرار نه‌شي.

‎د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۷» په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، که څه هم روښانه نه‌کړه چې کومې تېرې تېروتنې، خو یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې افغان حکومت لا هم د سولې خبرو اترو د دوام لپاره لېوال او هڅاند دی.

‎عبدالله عبدالله دا څرګندونې له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره مل د امریکا له سفره تر راستنېدو، یوه ورځ وروسته کوي وايي، طالبان باید پوه شي چې د جګړو دوام د هېواد د اوسني وضعیت د حل‌لاره نه‌ده او د اوسني وضعیت لپاره د سیاسي لارې ټاکل غوره دي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "تر خلکو باید دا ورسوم چې په داسې حال کې چې زموږ اراده د خبرو اترو د تعقیب، د سیاسي او غیر نظامي حل‌لارې د موندلو، د داسې ټول‌شموله حل‌لارې چې پایله‌یې دا وي چې په افغانستان کې ټول په سوله کې ژوند وکړو، دا هڅې به دوام مومي، زه پر دې باوري یم چې که یو اړخ وغواړي پوځي لار غوره کړي دې هدف ته به ونه‌رسېږي."

د امریکا ولسمشر جو بایډن سره د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله لیدنه
د امریکا ولسمشر جو بایډن سره د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله لیدنه

‎ښاغلي عبدالله په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په اړه هم خبرې وکړې او د والسوالیو د سقوط په اړه‌یې هغه ګونګسې رد کړې چې ګواکي دا سقوطونه د حکومت او امریکا ګډ پلان دی.

‎نوموړي دا ‌‌‌‌‌‌ډول اوازې خپرول شایعات وبلل او زیاته‌یې کړه چې په دې وروستیو کې په ولایتونو کې د جګړو شدت او د ځینو ولسوالیو د سقوط لاملونه له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل او مخکېنۍ ستونزې دي.

‎ښاغلي عبدالله داسې مهال د سولې خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې جګړې شدیدې شوي او ان په ساعتونو کې ولسوالۍ د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

هغه څه چې طالبان‌یې سقوط او د افغانستان دفاع وزارت‌یې تاکتیکي شاتګ بولي.

‎که څه هم څه موده وړاندې افغان حکومت یو ځل بیا د سولې مرکچي پلاوي ځیني غړي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بیا پیل په هدف دوحې ته واستول، خو دغه خبرې لا هم نه‌دي پیل شوي.

‎یوې حکومتي سرچینې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د دوی مرکچي پلاوی په دوحه کې دی، خو تر اوسه له طالبانو سره هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول خبرې نه‌دي شوي.

‎دغې سرچینې د موضوغ د حساسیت له امله د نوم نه‌ښودلو په شرط وویل چې طالبان د مذاکراتو بیا پیل ته نه‌حاضرېږي.

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

‎خو طالبان وایي چې دوی هم د سولې خبرو ته لېواله دي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د ښاغلي عبدالله د څرګندنو په اړه وویل، دوی هم د جګړې د دوام پر ځای د سولې خبرو اترو دوام ته لومړیتوب ورکوي او مرکچي پلاوی یې هم دا ‌‌‌‌‌‌ډول خبرو ته چمتووالی لري.

د افغان حکومت په ګډون ‌‌‌‌‌‌ډېری خلک او کارپوهان په دې باور دي چې د وروستیو جګړو د شدت اصلي لامل له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي او ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې بشپړ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG