د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د بایډن او غني نننۍ لیدنه؛ بایډن به د افغان حکومت د مشرانو یووالی وغواړي


د امریکا متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې له رییس سناتور باب منندز او د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې له غړي سناتور جیم ریش سره د جمهور رئیس غني او مل پلاوي لیدنه.
د امریکا متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې له رییس سناتور باب منندز او د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې له غړي سناتور جیم ریش سره د جمهور رئیس غني او مل پلاوي لیدنه.

تمه ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن جمعه (د چنګاښ ۴مه) په سپینه ماڼۍ کې د خپل افغان ساري اشرف غني هرکلی وکړي.

د افغانستان روان وضعیت ته په پام سره په دې مهم سفر کې له ولسمشر غني سره د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او نور چارواکي هم ملګري دي.

رویټرز خبري اژانس د سپینۍ ماڼۍ د لوړ پوړو چارواکو په حواله خبر ورکوي چې ښاغلی بایډن به له افغان مشرتابه سره په کتنه کې د حکومت د مشرانو ترمنځ د یووالي او پیوستون پر اړتیا ټینګار وکړي.

خو دا پیغام لکه چې مخکې افغان مشرانو ته رسېدلی و چې ولسمشر غني او ښاغلی عبدالله په یوه الوتکه کې واشنګټن ته ولاړل.

د ارګ مرستیال ویاند لطیف محمود
د ارګ مرستیال ویاند لطیف محمود

د ارګ مرستیال ویاند لطیف محمود ازادي راډیو سره په خبرو کې امریکا ته د ولسمشرغني د سفر اهداف داسې خلاصه کړل: "افغان ولسمشر به له خپل امریکايي سیال سره د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د نوي پړاو د پیل، د افغان وسله والو ځواکونو د تجهیز، تمویل او ملاتړ د دوام، د اقتصادي او پرمختیايي مسایلو او ضمنا د بشري حقونو، د تېرو دوو لسیزو د لاسته راړونو او طبعاً د افغانستان د سولې او جګړې په اړه بحث وکړي."

ارګ ویلي دي چې ولسمشر غني به د دې سفر په ترڅ کې د کانګرس له غړو او نورو جګپوړو امریکايي چارواکو سره هم وګوري.

سپینې ماڼۍ واشنګټن ته د افغان مشرانو سفر د امریکا او افغانستان ترمنځ د دوامدار مشارکت نښه بللې ده او په کابل کې د امریکا سفارت پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي چې امریکا به د افغان دفاعي- امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.

د امریکا سفارت افغان وسله وال ځواکونه له ۳۰۰ زره سرتېرو جوړ، قوي او تکړه قوت بللی دی.

د پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی نجیب ازاد وايي، د غني او بایډن په کتنه کې د یوه درېیمګړي حکومت د جوړېدو په اړه د خبرو احتمال هم شته.

د پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی نجیب ازاد
د پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی نجیب ازاد

ښاغلي ازاد زیاته کړه: "ولسمشر غني به له افغان امنیتي دفاعي ځواکونو سره د امریکا د ملاتړ پر دوام، پر ټاکنو یعنې دا چې واک باید د ټاکنو له لارې انتقال شي او د پاکستان پر موضوع، یعنې باید پر پاکستان فشار راوړل شي څو رښتینی رول ولوبوي ټینګار وکړي، خو امریکا ښايي په افغانستان کې د درېیم او بې طرفه حکومت پر جوړېدو چې د یوې نړیوالې ناستې په ترڅ کې رامنځ ته شي ټینګار وکړي."

امریکايي څارونکي هم واشنګټن ته د ولسمشر غني د سفر په اړه په لږ توپیر تقریباً ورته نظر لري.

د وودرا ولسن په تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي آسیا د چارو شنونکي مایکل کوګلمن ازادي راډیو ته وویل: "هغه څه چې ولسمشر غني یې له امریکايي چارواکو په تېره له ولسمشر بایډنه غواړي، یو ځل بیا دا ډاډ دی چې امریکا به د خپلو پوځیانو له اېستلو سره سره افغانستان یوازې نه پرېږدي. ولسمشر غني هیله لري چې د افغان پوځ د تمویل او نورو مرستو د دوام ډاډ ترلاسه کړي. همدا راز غواړي چې امریکا یې په پرمختیايي برخه او د سولې په خبرو کې ډيپلوماتیک ملاتړ ته دوام ورکړي."

د وودرا ولسن په تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي آسیا د چارو شنونکي مایکل کوګلمن
د وودرا ولسن په تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي آسیا د چارو شنونکي مایکل کوګلمن

افغان ولسمشر داسې مهال واشنګټن ته رسېدلی چې په افغانستان کې جګړو نور زور اخیستی او یوځل بیا د یو شمېر ولسوالیو د لاس په لاس کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک مېلي د امریکا کانګرس ته ویلي چې امریکايي ځواکونه د طالبانو له پرمختګونو وروسته د افغانستان وضعیت له نژدې څاري.

ښاغلي مېلي ویلي دي چې د افغانستان د ټولو ۴۱۹ ولسوالیو څخه اوس ۸۱ د طالبانو په ولکه کې دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG