د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

امریکا ته د غني او عبدالله سفر؛ د همکاریو پر دوام او د اړیکو پر پراختیا بحث کېږي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

امریکا ته د افغانستان د جمهور رئیس او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر د سفر په درشل کې افغان حکومت وايي په دې سفر کې به د همکاریو په دوام او د دواړو خواو د اړیکو په پراختیا بحثونه شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله به داسې مهال په یو رسمي سفر امریکا ته ولاړ شي چې په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې سختېږي او د سولې په خبرو کې هم ښکاره پرمختګ نه‌ښکاري.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله به د راتلونکې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له جمهو رئیس سره وګوري.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیري وايي: "ټاکل شوې چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو پلاوي په مشرۍ امریکا ته سفر وکړي او د امریکا له جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري، په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا او د مرستو پر دوام خبرې او بحثونه وشي."

په همدې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل چې دې سفر کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د سولې په پروسه هم بحثونه او خبرې وشي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

افغان حکومت د دې سفر په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو سپینې ماڼي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغان لوړپوړو چارواکو دا سفر په ډاګه کوي چې امریکا او افغانستان دوامدار مشارکت لري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا د افغانانو ترڅنګ ده ترڅو افغانستان یو وار بیا د ترهګرو په پټنځایونو بدل نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر تېره ورځ د ترکیې په انتالیا نړیواله ناسته کې ویلي، له افغانستانه د امریکا او ناټو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو خطر موجود دی.

ښاغلي اتمر پر خپل ټویټر لیکلي چې د نړیوالو ترهګرو ډلو او طالبانو ترمنځ نږدې اړیکو ان د افغانستان د سولې په پروسې هم ناوړه اغېز کړی دی.

خو وسله‌والو طالبانو له نړیوالو ترورېستي ډلو په ځانګړي ډول القاعده شبکې سره خپلې اړیکې رد کړې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې غړی میر حیدر افضلي وايي، باید له افغانستان سره د امریکا د مرستو دوام او د سولې په خبرو کې د پرمختګ نه لیدل کېدل د افغان او امریکايي مشرانو د خبرو اصلي ټکی وي.

ښاغلی افضلي زیاتوي: "موږ په کلني ډول د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره له امریکا ۵ میلیارده ډالر ترلاسه کوو، نو د افغانستان د راتلونکي لپاره د مرستو دوام ډېر مهم دی، په ورته وخت کې د سولې پروسه ډېره سلو شوې ده، نو افغان چارواکي کولای شي په دې برخو کې ډېره استفاده وکړي."

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی بیا وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته داخلېږي.

ښاغلي ستانکزي ټینګار وکړ چې امریکا ته د افغان چارواکو دا سفر ستراتېژیک اهمیت لري، خو له دې سفره ګټه اخیستنه د افغان چارواکو په هڅو پورې اړه لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی

ښاغلی ستانکزی وايي: "زه فکر کوم په داسې وخت کې چې امریکا له افغانستانه د وتلو په حال کې ده، دې ته په کتو چې د امریکا او افغانستان اړیکې یو نوي پړاو ته داخلېږي، امریکا دې سفر ته د یو ستراتېژیک سفر په توګه ګوري، خو دا اوس زموږ په چارواکو پورې اړه لري چې له دې فرصته د افغانستان لپاره څومره ګټه اخلي."

جمهور رئیس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په داسې حال کې امریکا ته د دې هېواد د جمهو رئیس جو بایډن په غوښتنه سفر کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو به پیل سره جګړې او تاوتریخوالی پراخ شوي دي.

دغه‌شان په قطر کې د سولې په بین‌الافغاني خبرو کې هم ښکاره پرمختګ نه لیدل کېږي او د یو شمېر ولسوالیو د سقوط او لاس په لاس کېدو خبرونو په دې هېواد کې د خلکو جدي اندېښنې راپارولې دي.

XS
SM
MD
LG