د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

بایډن: اقتصادي او سیاسي برخو کې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو


ولسمشر جوبایډن له خپل افغان سیایل اشرف غني سره په سپینه ماڼه کې. 25 جون 2021
ولسمشر جوبایډن له خپل افغان سیایل اشرف غني سره په سپینه ماڼه کې. 25 جون 2021

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل افغان سیال اشرف غني سره په کتنه کې له افغانستان سره د دوامدار مشارکت ژمنه وکړه او ویې ویل، امریکا به د خپلو سرتېرو له اېستلو سره-سره له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

ښاغلی بایډن پرون د افغان ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په ګډون د افغان حکومت د جګپوړو مشرانو کوربه و.

بایډن د خبرو له پیل مخکې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ:"د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالاتونو ترمنځ مشارکت پای ته نه رسېږي. بلکې دوام به وکړي. زموږ سرتېري له افغانستانه وځي خو زموږ ملاتړ پای ته نه رسېږي. موږ له افغان ځواکونو سره او همدا راز په اقتصادي او سیاسي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو."

بایډن د خبرو له پیل مخکې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ
بایډن د خبرو له پیل مخکې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې افغان ملي دفاعي ځواکونو پرون جمعه، د هېواد په جنوب او شمال کې شپږ ولسوالۍ بېرته نیولې دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له لیدنې څو ساعته مخکې د امریکا پوځ د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر سنګرونو دوه هوايي حملې وکړې.

د پنټاګون یوه چارواکي فاکس نیوز چینل ته وویل چې دا حملې په بغلان ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي هم پرون په خپله اوونیزه خبري غونډه کې له افغان ځواکونو سره د امریکا د پوځ د ملاتړ یادونه وکړه.

د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي

له مېرمن ساکي څخه پوښتنه وشوه چې که طالبان د زور له لارې د واک د نیولو هڅه وکړي، نو د متحدوایالاتونو اقدام به څه وي، دې په ځواب کې وویل، د امریکا پوځ د داسې یوه حالت د مخنیوي لپاره کافي امکانات لري: "زه نه غواړم له وخته مخکې څه ووایم یا وړاندوینه وکړم خو موږ له بهره د امکاناتو په ګډون د ظرفیتونو یوه مجموعه لرو چې په وخت سره به کار ترې واخېستل شي. ولسمشر بایډن دا یادونه د خپل اعلان په پیل کې کړې وه."

له افغان مشرانو سره د بایډن له غونډې وروسته ولسمشر اشرف غني په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکړې او د هغو مرستو یادونه یې وکړه چې ولسمشر بایډن او د دفاع وزیر لویډ اسټن یې ژمنه ورسره کړې ده.

ښاغلي غني وویل چې ولسمشر بایډن له افغانستان سره د ۳،۳ میلیارد ډالرو مرستې وړاندیز کانګرس ته استولی دی او زیاته یې کړه چې د کانګرس غړو هم ده ته د دې مرستو د تصویب ډاډ ورکړی.

ولسمشر غني د افغان ځواکونو د تجهیز او تمویل په برخه کې د پنټاګون د مشر ژمنې هم یادې کړې او واشنګټن ته یې خپل سفر بریالی وباله.

ولسمشر محمد اشرف غني په واشنګټن کې د یوه خبري غونډې پر مهال
ولسمشر محمد اشرف غني په واشنګټن کې د یوه خبري غونډې پر مهال

ښاغلي غني زیاته کړه: "اصلي خبره ساده ده. ایا امریکا افغانستان خوشې کوي او که د یو نوي فصل په برخه کې دوست، ملاتړ او هم پیمانه اوسي؟ د دې پوښتنې ځواب په قطعي ډول مثبت دی او زه باور لرم چې دا سفر یو بریالی سفر و."

له بایډن سره تر کتنې مخکې افغان مشرانو د دفاع له وزیر لوېډ اسټن او له هغه مخکې د استازو جرګې له مشرې نانسي پلوسي او همدا راز د جرګې له جمهوریپالو غړو سره وکتل.

ښاغلي غني د امریکا په سنا کې د اقلیت له مشر مېچ مککونل سره هم وکتل.

XS
SM
MD
LG