د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

بایډن: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر څو ورځو کې نه بشپړېږي


ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر سم پر مخ ځي، خو دغه بهیر به په راتلونکو څو کمو ورځو کې بشپړ نه شي.

بایډن دغه څرګندونې پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه) په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او په دې توګه یې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د ځواکونو د وتلو رسمي بهیر به له ټاکلي نېټې مخکې په څو ورځو کې بشپړ شي.

د نوموړي د اعلان له مخې له افغانستانه ټول امریکایي ځواکونه به د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې وځي.

یو شمېر چارواکي بیا هم هڅه کوي چې د سولې بهیر له دې زیات ځنډنی کړي .

یو شمېر رسنیو په دې وروستیو کې د امریکایي چارواکو له قوله بل سبا د جولای ۴ مه نېټه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر د بشپړېدو نېټه ښودلې وه، خو بایدن په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه د یوې خبريالي دغه پوښتنه چې ایا دغه بهیر به راتلونکو څو کمو ورځو کې بشپړ شي، داسې ځواب کړه: " نه، موږ دقیقاً په هغه ځای کې یو چې موږ یې تمه درلوده. خو ما غوښتل چې دا مساله یقیني شي چې دې ته کافي وخت وي چې تر سېپټمبر پورې دغه بهیر بشپړ شي. ټول نه شي کیدای چې په یوه وخت ووځي هلته به یو څه ځواکونه تر هغه وخته پورې وي او دا له خپلو متحدانو سره د ځواکونو د کمېدوعقلاني بهیر دی او دا کوم غیر معمولي کار نه دی."

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر سم پر مخ ځي.
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر سم پر مخ ځي.

ولسمشر بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې امریکایي او د متحدانو نور ځواکونه یې پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه) د بګرام له پوځي اډې چې د امریکایي ځواکونو یوه لویه اډه وه، ووتل.

له هغې اډې چې امریکا په دې هېواد کې د خپل نژدې شل کلن پوځي ماموریت ډېره برخه سمبالوله.

د افغانستان دفاع وزارت هم پرون تایید کړه چې امریکایي ځواکونه له دې اډې وتلې او هغه یې دوی ته سپارلې ده.

  • د افغانستان په اړه د ولسمشر بایډن اندېښنه

ولسمشر بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره د دې هېواد امنیتي وضعیت ته هم اندیښنه وښوده خو ویې ویل، دې د افغان مشرانو پر وړتیاوو ډاډه دی چې حکومت به یې دوام وکړي.

بایډن تېره اوونۍ د جمعې په ورځ افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته د سپینې ماڼۍ په کتنه کې ویلي و چې که متحده ایالات خپل پوځیان له افغانستانه باسي، خو له دې هېواد، افغان امنیتي ځواکونو او خلکو سره به یې په بېلابېلو برخو کې مرستې دوام وکړي.

بایډن په واشنګټن کې له افغان چارواکو سره ژمنه وکړه چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو په وتلو سره به بیا هم د امریکا مرستې افغانستان سره دوام ولري.
بایډن په واشنګټن کې له افغان چارواکو سره ژمنه وکړه چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو په وتلو سره به بیا هم د امریکا مرستې افغانستان سره دوام ولري.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ټویټر پاڼې له مخې په هغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان امریکایي جنرال سکاټ مېلر او ولسمشر غني ترمنځ ترسره شوه، له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالاتونو د مرستو او همکارۍ په تیره بیا له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په نوي فصل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

  • د افغانستان په اړه د روسیې اندېښنه

په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي او د جګړې په ډګر کې د وسله والو طالبانو وروستیو پرمختګونو یو هېواد چې ظاهراً یې ډېر اندېښمن کړی، روسیه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرون په مسکو کې د افغانستان امنیتي وضعیت ته د اندېښنې څرګندولو په ترڅ کې په بېړه د نړیوالو ځواکونو د وتلو ترڅنګ دغه راز د رامنځته شوي وضعیت پړه پر یو شمېر افغان چارواکو هم اچولې چې د ده په خبره غیر مسولانه اقداماتو یې دغسې یو وضعیت رامنځ ته کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت پړه پر یو شمېر افغان چارواکو اچولې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت پړه پر یو شمېر افغان چارواکو اچولې.

نوموړي تور پورې کړ چې یو شمېر چارواکي بیا هم هڅه کوي چې د سولې بهیر له دې زیات ځنډنی کړي چې دې کار سره نورو لکه د اسلامي دولت ډلې یا داعش په څېر ډلو ته د دې زمینه برابریږي چې ځان پیاوړی کړي.

نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب مسکو ته په سفر کې له یو شمېر روسي چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي.

ازادي راډیو د لاوروف د وروستیو څرګندونو په اړه هڅه وکړه چې د افغانستان د حکومت غبرګون ولري، خو په دې کار بریالۍ نه شوه.

روسیه چې له طالبانو سره اړیکې پالي او د دې ډلې مشران یې ځو ځلي مسکو ته وربللي، د افغانستان امنیتي وضعیت په تېره بیا شمالي ولایتونو ته چې ډېرې ولسوالۍ یې په دې وروستیو کې د طالبانو لاسته لوېدلي له دې پلوه ډېره اندېښمنه ده چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په څېر سخت دریځي یې له خاورې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته چې د روسیې د نفوذ ساحه بلل کېږي، ګواښ متوجه نه کړي.

XS
SM
MD
LG