د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

ګارډین: افغانستان کې راتلونکی روښانه نه دی او خلک په خپل برخلیک نه پوهېږي  


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه
  • ګارډین

بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو، د جګړې زیاتېدو او عادي خلکو د وضعیت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

لیکوال په دې باور دی چې ډېری امریکايانو په افغانستان کې په چټکۍ سره جګړې ته د پای ټکی ايښودو هرکلی کړی دی، خو ده ویلي چې په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

په دې مقاله کې راغلي چې تراوسه د سولې، اوربند او قدرت د مشارکت په اړه توافق نه لیدل کېږي.

د مقالې لیکوال په دې باور دی چې راتلونکی روښانه نه دی او عادي خلک د خپل برخلیک په اړه نه پوهېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د دې هېواد د نظامي پرسونل ۲۵۰۰ سرتیري به د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي، خو نیویارک ټایمز څو اوونۍ مخکې د نظامي چارواکو له قوله راپور ورکړی وو چې امکان لري ټول امریکايي ځواکونه د جولای میاشتې له لومړیو تر نیمايي له افغانستانه ووځي.

په دې وروستیو کې د ناټو مشرانو ژمنه وکړه چې د تمویل او روزنې له لحاظه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او دا چې د افغانستان ترڅنګ به دریږي، خو د ګارډین لیکوال دا څرګندونې له یو ډول پر شاتګ سره تشبیه کړي دي.

  • نیويارک ټایمز

نیويارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته له بلې زاویې کتلي دي.مقاله کې راغلي چې یوازې امریکايي ځواکونه له افغانستانه نه وځي، بلکې زرګونو قراردادیان هم ځي، هغه کسان چې له افغان هوايي ځواک سره یې مرسته کوله.

نیويارک ټایمز ویلي، د امریکايي قراردادیانو له وتلو سره به د افغانستان پوځ له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

په دې مقاله کې د یوه افغان پیلوټ له قوله راغلي چې افغان ځواکونه امریکايي ملاتړ ته اړتیا لري.

نیويارک ټایمز ویلي چې د امریکا د دفاع وزارت یوې برخې په جنورۍ میاشت کې ویلي و چې د قراردادیانو له ملاتړ پرته د افغان ځواکونو هېڅ الوتکه نه شي کولای، څو نورې میاشتې د نظامي اغېزمنتوب له پلوه فعاله واوسي.

په مقاله کې راغلي چې دا مساله اوس د بایډن په اداره کې له تودو بحثونو یوه ده.

په مقاله کې راغلي چې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، یوه حل لاره دا ده چې هغه قراردادیان چې له خصوصي شرکتونو سره دي او اوس مهال یې امریکا تمویلوي، افغان حکومت ته وسپارل شي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG