د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

ناټو: د نړیوالو ځواکونو وتل افغانستان سره د مشارکت د پای په معنی نه دی


آرشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري
آرشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

داسې حال کې چې له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ د دې هېواد د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړي، د ناټو یو لوړپوړي چارواکي یو ځل بیا د افغانستان سره د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی.

افغانستان کې د ناټو لوړپوړي ملکي استازي سټیفانو پونټي کوروو، تیر ماښام پر خپل ټویټر خپاره کړي ویډیويي پیغام کې وویل:" داسې حال کې چې ناټو له افغانستان څخه د پوځي ځواکونو وتل بشپړوي، غواړم له دې فرصت څخه په ګټې یو ځل بیا خپلو افغان شریکانو او ملګرو ته زموږ د مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکړم. دا زموږ د مشارکت پای نه ده. موږ یو ځای د خپلو اړیکو نوی پړاو ته ځو. پوځیان ممکن ووځي، خو د ناټو ملکي دفتر او زه خپله پاتې کیږم. موږ د تمویل او روزنې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې ته ژمن یوو. "

د مې له لومړۍ نېټې راهیسې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي او ناټو سرتیرو د وتلو لړۍ پیل شوې، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او لسګونه ولسوالۍ یې نېولي دي.

له دې سره دا اندېښنې زیاتې شوي چې د ټولو نړیوالو ځواکونو په وتلو به د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ جګړې نورې هم پراخې شي او ښايي یو خونړي کورني اخ و ډب ته لاره پرانیزي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان هم د جون په ۲۹مه نېټه وویل، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه دی، خو جنرال سکاټ مېلر د طالبانو له خوا د لا ډېرو سیمو د لاندې کولو د هڅو په صورت کې پر دې ډلې د نورو هوايي بریدونو ترسره کول هم رد نه کړل.

افغانستان کې د ناټو لوړپوړي ملکي استازي سټیفانو پونټي کوروو
افغانستان کې د ناټو لوړپوړي ملکي استازي سټیفانو پونټي کوروو

د ناټو لوړپوړي ملکي استازي هم په خپل وروستي پیغام کې ټینګار کړی چې پرې به نه ږدي افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي.

سټیفانو پونټي کوروو وايي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت په راتلونکو میاشتو کې له ډېرو ننګونو سره مخ دی. مخکې هم له ډېرو سختو سره مخ شوی دی. په تېرو څو کلونو کې ترلاسه شوې بریاوې، هغه بریاوې چې افغان ټولنې خپلې کړي، د ډېرو وینو په بدل کې ترلاسه شوي. موږ تردې ځایه رسېدو کې ډېرې قربانۍ ورکړي او نیت نه لرو چې دا بریاوې یا د افغانستان خلک پرېږدو. موږ د ډیموکراټیک، یو موټي او داسې هېواد لپاره چې د ترهګرو پټنځای نه وي، هر کار چې په توان کې مو وي ترسره کوو."

مېلر: که طالبان غواړي پرې بریدونه ونه شي، عملیات دې ودروي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

په عین حال کې اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په یو راپور کې ویلي، د څو هېوادونو له اعلانه څرګندیږي چې ډېری اروپايي سرتیري له افغانستانه وتلي او په دې هېواد کې د لویدیځ ماموریت پای ته نژدې دی.

د جرمني، ایټالیا، چک جمهوریت او شمالي مقدونیا چارواکو تازه تایید کړې چې سرتیري یې په بشپړه ډول له افغانستانه وتلي.

که څه هم له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه د سېپټمبر ۱۱مه ټاکل شوې، خو له راپورونو څرګندیږي چې ښايي امریکايي ځواکونه له دې نېټې مخکې له افغانستانه په بشپړه توګه ووځي.

رویټرز خبري اژانس د امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې شااوخوا۶۵۰ تنه امریکايي سرتیري به لا هم افغانستان کې پاتې وي.

آرشیف، ویل کیږي ۶۵۰ امریکايي سرتیري افغانستان کې پاتیږي.
آرشیف، ویل کیږي ۶۵۰ امریکايي سرتیري افغانستان کې پاتیږي.

د دې راپور پر بنسټ دا سرتیري به د کابل د هوايي ډګر او د امریکا په سفارت کې د ډیپلوماټانو د ساتنې لپاره پاتې کېږي.

په عین حال کې د پاکستان صدراعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۹مه) د خپل هېواد پارلمان ته ویلي چې هېواد به یې په افغانستان کې د امریکا په عملیاتو کې ګډون ونه کړي.

جرمني خبري اژانس په یو راپور کې د عمران خان له خولې زیاته کړې چې پاکستان امریکا ته په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د هوايي بریدونو د ترسره کولو لپاره د خپلو هوايي ډګرونو د ورکولو هر ډول وړاندیز رد کړی دی.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG