د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

افغان ځواکونو ته د بګرام هوایي اډې سپارلو د نړیوالو رسنیو پام ور اړولی


ارشیف، د بګرام هوايي اډه
ارشیف، د بګرام هوايي اډه

افغان ملي اردو ته د امریکايي ځواکونو له خوا د باګرام هوايي اډې سپارلو د نړۍ د ډیرو رسنیو پام ور اړولی دی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو له بشپړ وتلو د وخت په رانژدې کېدو لویه پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

د ورځپاڼې په وینا په دې پوځي اډې کې د امریکايي ځواکونو له شل کلن حضور وروسته دا اډه پرته له کوم شور ماشور او څرګندو مراسمو افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده.

نیویارک ټایمز د افغان او امریکايي چارواکو له قوله ویلي، د امریکايي ځواکونو وروستۍ ډله د پنجشنبې په شپه له دې پوځي اډې ووتله.

په لیکنه کې وړاندې باګرام هوايي اډه له ۲۰۰۱ میلادي میلادي کال راهېسې په افغانستان کې د امریکا د ډېر لښګتو عملیاتو څخه ګڼل شوې ده.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره هم مهاله امریکايي ځواکونه له بګرام هوايي اډې وتلي دي.

امریکايي چارواکو ورځپاڼې ته ویلي، د دې هېواد پوځیان له وسلو مهماتو، پوځي اډو او تجهیزاتو سره په افغانستان کې له لوی پوځي مرکزه وتلي او اوس د امریکايي ځواکونو پوځي مرکز کابل ته لېږدیدلی دی.

وال سټریټ ژورنال زیاته کړې چې له اوس وروسته به په افغانستان کې هوايي ملاتړ له قطر یا په منځني ختیځ کې د امریکا د نورو متحدانو له پوځي اډو او یا هم په سیمه کې د امریکا د الوتک لېږدونکیو بیړیو څخه برابریږي.

وړاندې ویل شوي، اوس ښايي د امریکا د هوايي عملیاتو موثریت کم شي، ځکه نورې سرچینې له افغانستانه لېرې دي او دې هېواد پورې رسیدل یې ساعتونه وخت نیسي.

  • انډیپنډنټ

له بریتانیا خپریدونکې انډیپنډنټ ورځپاڼې افغان ځواکونو ته د بګرام هوايي اډې سپارل یو تاریخي اقدام بللی دی.

دې ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي، هغه پوځي اډه چې په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې د بهرني پوځي ماموریتونو مرکز بلل کېده اوس ترې په بشپړه توګه بهرني سرتیري وتلي دي.

طالبانو له بګرام هوايي ډګره د بهرنیو سرتیرو د وتلو هرکلی کړی دی او هغه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یو ګام بللی.

د بګرام هوايي اډه په ۱۹۵۰ لسیزه کې د پخواني شوروي په مرسته جوړه شوې وه.

وروسته په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال پرمهال د سرو لښکرو مهه پوځي اډه هم وه.

XS
SM
MD
LG