د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د بګرام زندان مسؤلیت د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې ته سپارل کېږي


د بګرام زندان
د بګرام زندان

افغان چارواکي وايي يو مشترک پلاوی له دفاع وزارت څخه د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې ته د بګرام زندان د سپارلو مسئله ارزوي او دغه اداره به‌یې مسؤلیت په خپله غاړه واخلي.

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې ته د بګرام زندان د سپارلو مسئله وروسته له هغې راپورته کېږي چې بګرام نظامي اډه دا مهال په بشپړه توګه د افغان ملي اردو په کنټرول کې ده او ټول بهرني سرتېري ترې وتلي دي.

د بګرام په پوځي اډه کې د دې زندان مسؤلیت لا په ۲۰۱۳ م کال کې په بشپړه توګه د افغانستان دفاع وزارت ته سپارل شوی و.

بګرام زندان کې له زندانیانو سره په ځینو مواردو کې د ناسم چلند ادعاوې هم پر دې زندان هم د امریکا د پوځ او هم د افغان ملي اردو د کنټرول پر مهال راپورته شوې دي.

د بګرام زندان
د بګرام زندان

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې وياند صفي‌الله جلالزي ازادي راډیو ته وویل: "په همدې خاطر د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې يو هيئت د دفاع وزارت هيئت سره يوځای د زندانيانو د اړتياوو د معلومولو لپاره او د زندانيانو د وضعيت د کتلو لپاره بګرام ته تللی څو ستونزې او ننګونې وپېژني او د رفع کولو لپاره‌يې مسؤلينو ته لازمې مشورې ورکړي."

د بګرام پوځي اډه چې د کابل شمال ته په ۲۵ کیلومترۍ کې پرته ده، په ۱۹۵۰ م لسیزه کې د پخواني شوروي په مرسته جوړه شوه. پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال د شوروي ځواکونو د مهمو پوځي اډو څخه وه.

په ۲۰۰۱ م کال کې چې کله امریکايي ځواکونو د طالبان رژیم ړنګ کړ او د یو نړیوال ائتلاف په مشرۍ یې سرتېري افغانستان ته ورغلل، بګرام د امریکايي ځواکونو پر لوی مرکز بدل شو. امریکايي پوځیانو دغلته یو زندان هم جوړ کړ چې په جګړه کې نیول شوي وسله‌وال طالبان، د بهرنیو شبکو لکه القاعده او داعش غړي یې به ساتل.

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم د ادارې ویاند وايي، دا مهال په بګرام زندان کې ۴،۵۵۱ تنه بندیان ساتل کېږي.

یو شمېر طالب زندانیان چې له بګرام زندان خوشې شوي دي. April 8, 2020
یو شمېر طالب زندانیان چې له بګرام زندان خوشې شوي دي. April 8, 2020

اوس چې امریکايي ځواکونه په بشپړه توګه له بګرام وتلي، په بګرام کې د زندانیانو د ساتلو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.

طالبانو په یو بیان کې په بګرام کې د زندانیانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده او وايي دغلته بندیان په وروستیو کې له برېښنا او اوبو هم بې‌برخي دي، هغه څه چې افغان چارواکو رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG