د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

واشنګټن پوسټ: بايډن امریکايي سرتېري له یوې پېچلې جګړې باسي، خو جګړه نه‌کموي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د چمتووالي پر مهال جګړه د افغانانو لپاره په یوه نوي پړاو کې ده. جمهور رئیس بايډن امریکايي سرتېري له یوې پېچلې جګړې باسي، خو جګړه نه‌کموي.

واشنګټن پوسټ وروسته لیکلي، طالبان هڅه کوي هغسې امارت رامنځته کړي چې په افغانستان کې يې په امریکا کې د سپټمبر په ۱۱مه تر ترورېستي حملو مخکې درلود او داسې لیدل کېږي چې له افغان حکومت سره خبرو ته لېوالتیا نه‌لري.

له بلې خوا افغان حکومت چې د مقالې د لیکوال په نظر په کورنیو اختلافاتو او اداري فساد سره لاس او ګرېوان دی، نه‌شي کولای چې په مذاکراتو کې پر طالبانو سیاسي فشار راوړي.

لیکوال وروسته یوه پوښتنه مطرح کړې چې د بین‌الافغاني خبرو بې‌نتیجې پاته کېدو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به څه کېږي؟

ورځپاڼه لیکي چې امریکايي سرتېري د وتلو پر مهال له تهدید سره مخامخ دي، خو طالبان به احتیاط وکړي.

د جمهور رئیس جو بایډن پرېکړه چې د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل پیلوي، په قطر کې د تېر کال له موافقې سرغړونه ګڼل کېږي.

په دې موافقه کې منل شوې وه چې ټول امریکايي سرتېري به له افغانستانه تر مې میاشتې وځي.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې امریکايي مذاکره کوونکي ونه‌توانېدل د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې د تمدید لپاره د طالبانو توافق ترلاسه کړي، طالبانو تهدید کړی دی چې د مې تر لومړۍ نېټې وروسته به پر امریکايي پوځيانو حملې وکړي.

امریکا په غبرګون کې په سیمه کې الوتکې وړونکې يوه بېړۍ خوځولې ده چې د وتلو پر وخت د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي. ورځپاڼه پوښتي چې ایا طالبان به د مې تر لومړۍ نېټې وروسته پر امریکايي ځواکونو حملې پيل کړي؟

لیکوال په مقاله کې لیکلي چې په دې وروستیو کې د طالبانو چلند ښيي چې تر دې تهدید وروسته به امریکايي ځواکونو ته هر ډول زیان له سخت غبرګون سره مخامخ شي او امکان شته چې د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش بدل کړي.

  • روسي خپرونه

خو په یوه بشپړه بېل نظر سره د روسي (RUSI)، په نوم په لندن کې د شاهي خدماتو انسټټیوټ خپرونې لیکلي چې طالبان غواړي د مذاکراتو له لارې واک ته ورسېږي. مقاله پوښتنه کوي چې ایا دا کار امکان لري؟

د خپرونې په لیکنه، نن سبا دا پوښتنه ډېره مطرح کېږي چې ایا د طالبانو نظر او مفکوره په دې وروستیو ۲۰ کلونو کې بدله شوې ده کنه.

خپرونه زیاتوي، کافي دلایل شته چې طالبانو هم تغییر کړی دی او هم‌یې نه‌دی کړی.

په مقاله کې راغلي چې د ۱۹۹۰م کلونو پر مهال، د طالبانو یوه مشر ملا عمر واک په لاس کې درلود او اداره او پرېکړې يې کولې، خو طالبانو په وروستیو کلونو کې د مشرتابه شورا رامنځته کړه چې په‌کې پرېکړې په ګډه رایه کېږي.
روسي خپرونه دا د طالبانو په فکر کې یو تغییر ګڼي.

په مقاله کې راغلي چې د طالبانو مشرتابه غواړي چې د مذاکراتو له لارې واک ته ورسېږي چې په هېواد کې د پراخې جګړې مخه ونیول شي، خو دوی د افغانانو لپاره هېڅ ډول ازادي نه‌غواړي.

XS
SM
MD
LG