د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو د افغان حکومت اندېښنه


ارشیف، د ننګرهار اچین ولسوالۍ چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې له طالبانو پاکه شوې ده.
ارشیف، د ننګرهار اچین ولسوالۍ چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې له طالبانو پاکه شوې ده.

د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر او د جمهور رئیس غني سلاکار ورځ تر بلې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښيي.

وحید عمر وايي، پر افغانانو تپل شوې جګړه په داسې ډول مخ ته وړل کېږي چې هېڅ ډول اصول او نړیوال قوانین په‌کې نه‌مراعت کېږي.

افغانستان کې جګړې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال زور اخیستی دی. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې ډګر تود دی او دواړه خواوې ادعا کوي چې د هېواد ډېرې برخې یې په لاس کې دي.

ښاغلي عمر چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱» د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې رسنیو ته خبرې کولې که څه هم د تپل شوې جګړې په اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو طالبان‌یې تورن کړل چې په افغانستان کې د ورانۍ داسې کارونه کوي چې په نړۍ کې یې ساری نه‌لیدل کېږي.

ښاغلی عمر زیاتوي: "هره ورځ بدبختانه ښوونځي سوځول کېږي، هره ورځ عامه تأسیساتو ته اور اچول کېږي، هره ورځ هغه سیمو کې چې د دښمن په ولکه کې دي او د ګواښ وس‌یې رسېږي، پر خلکو محدویتونه زیاتېږي."

څه موده وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن هم ویلي و چې په فاریاب کې طالبانو هر ډول ورانکاریو ته لاس اچولی دی.

هغه ویلي د فاریاب د اندخوی په اړه‌یې ټکان ورکوونکي/شاک کوونکي رپوټونه کتلي.

وېلسن د روان کال د چنګاښ په شپږمه، په دې تړاو یوه ټویټ کې زیاته کړې وه چې د طالبانو له‌خوا د دکانونو او دولتي ودانیو سوځول، د خلکو نیول او د تأسیساتو او مخابراتي پایو ورانول د دې ډلې افراطیت او د افغانانو بشري حقونو ته نه‌درناوی په ډاګه کوي.

دغه‌راز د جمهور ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر که څه هم مني چې طالبانو په یو شمېر برخو کې تاکتیکي پرمختک کړی، خو زیاتوي دې ډلې په ستراتېژیک ډول ماتې خوړلې.

طالبانو بیا د ښاغلي عمر د نویو څرګندونو په اړه تبصره نه‌ده کړې، خو تېره اوونۍ یې یوې اعلامیه کې پر ملکيانو او عامه شتمنیو بریدونه وغندل.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې مخکې له دې د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي و چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دوی او متحدینو یې، د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړونې په برخه کې مرسته کړې، افغان ځواکونه هوايي ځواک لري، خو طالبان هېڅ هم نه‌لري او د جګړې په ډګر کې هم د طالبانو په پرتله ډېر ځواکونه لري.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي

د امریکا جمهور رئیس جو بایډڼ هم افغان ځواکونه پیاوړي بللي دي.

افغان حکومت وايي، ډېر ژر به له طالبانو هغه سیمې بېرته ونیسي چې دې ډلې وروستیو کې تر کنټرول لاندې راوستی.

خو د جګړې په دې سخت وضعیت کې د سولې لپاره هم هڅې روانې دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحه کې دی او تمه ده چې د دواړو لورو له مرکچي پلاویو سره وګوري.

هاغاړې بیا طالبان وايي، د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یې یو پلاوی د ترکمنستان پلازمېنې عشق‌اباد ته رسېدلی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي: "دې پلاوي نن د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره کتلي او په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو سره غږېدلي دي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

دا سفر وروسته له هغې کېږي چې د ترکمنستان یو امنیتي چارواکي د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، د افغانستان پولې ته نږدې په ماري ښار کې د پوله‌ساتو ځواکونو ملاتړ ته د پوځ له یوې اډې ځواکونه ور روان دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وايي، دا اقدام ښيي چې منځنۍ اسیا د افغانستان د جګړې په اړه ډېره اندېښنه لري.

ترکمنستان له افغانستان سره ۸۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري.

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې لسګونه ولسوالۍ نیولي، خو د افغانستان دفاع وزارت‌یې تاکتیکي شاتګ بولي.

د سولې دا هڅې او د جګړې خبرې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو له بهیر سره یوځای روانې دي.

تازه استرالیا اعلان کړی چې افغانستان کې یې خپل ۲۰ کلن مأموریت پای ته رسولی دی.

خو د دې هېواد د دفاع وزیر پیټر داټن دا هم ویلي، که چېرې اړتیا شوه، بیا ځلي به افغانستان ته خپل سرتېري واستوي.

استرالیا افغانستان کې ۱،۵۰۰ عسکر لرل چې وروستیو کې یې شمېر ۸۰ تنه راکم شوی و.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د روان زېږدیز کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی چې د سپټمبر په ۱۱مه نېټه به بشپړ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG