د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

بریتانیا: د دولت د سقوط خطر شته خو طالبان پر افغانستان ولکه نه شي ټینګولی


د بریتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال نېک کارټر
د بریتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال نېک کارټر

د بریتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال نېک کارټر وايي، دې ته په پام چې د افغانستان نیمایي لېرې پرتې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې، د دولت د سقوط خطر شته خو دی ګومان نه کوي چې طالبان دې وکولای شي پر ټول هېواد ولکه ټینګه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د پارلمان یوې کمېټې ته په غونډه کې چې د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن او د دې هېواد دفاع وزیر بین والیس هم ګډون کړی وو، وکړې.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن هم د افغانستان روان وضعیت خطرناک وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت او طالبان یوه جوړ جاړي ته ورسېږي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن

ښاغلي جانس زیاته کړه: "زه اندېښمن یم. زما په اند وضعیت له خطرونو ډک دی او موږ هیله من یو چې په کابل کې اړخونه به وکولای شي چې یوه توافق ته سره ورسېږي او په یو ډول باید هیله مند واوسو چې بالاخره به له طالبانو سره یوه لاره پیدا شي."

ښاغلي جانسن زیاته کړه چې اکثره بریتانوي ځواکونه چې په افغانستان کې یې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوله له افغانستانه وتلي او پاتې نور به یې په دې نژدې ورځو کې ووځي.

د بریتانیا دفاع وزیر بین والس وویل، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د بریتانیا لپاره ډېره ګرانه وه چې هلته خپل ماموریت مخ ته یوسي.

د بریتانیا دفاع وزیر بین والس وايي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته ورته ګرانه وه چې هلته خپل ماموریت مخ ته یوسي.
د بریتانیا دفاع وزیر بین والس وايي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته ورته ګرانه وه چې هلته خپل ماموریت مخ ته یوسي.

د بریتانیا صدراعظم دغه راز وویل چې د افغانستان له دولت سره به سږکال د پراختیایي چارو په برخه کې څه باندې سل میلیونه پونډه او افغان امنیتي ځواکونو سره به ۵۸ میلیونه پونډه مرسته وکړي.

له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د بریتانیا په پوځي ماموریت کې د دې هېواد شاوخوا ۱۵۰ زره پوځیانو برخه اخیستې او ۴۵۷ یې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG