د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

پولیټېکو: امریکا هغه تخنیکي قراردادیان ستنوي چې خرابې هليکوپټرې یې جوړولې


ارشیف، د افغانستان یو شمېر هلیکوپټرې
ارشیف، د افغانستان یو شمېر هلیکوپټرې
  • مېل انلاین خپرونه

مېل انلاین خپرونې په وروستۍ ګڼه کې له یو شمېر هغو افغان سرتیرو سره خبرې کړي چې څه موده وړاندې یې خپل ټپي ملګري تاجکستان ته لېږدولي دي.

د خپرونې په لیکنه، دا سرتیري وروسته تر دې تېښتې ته اړ شول چې سرحدي سیمه کې پرې طالبانو حمله وکړه.

له تاجکستان سره په سرحدي سیمه کې د افغانستان د یو شمېر نور ولایتونو په څېر وروسته تردې جګړو زور واخېست چې امریکایي او ناټو ځواکونو له افغانستانه د خپلو ټولو سرتیرو ایستل اعلان کړ.

خپرونه لیکي:

تمه دا وه چې افغان دولت او طالبان یوه جوړجاړي ته سره ورسېږي، خو د مطلب لیکوال وایي، دوحه کې بین الافغاني خبرې له خنډ سره مخامخ شوې او اوس طالبان له پوځي لارې د بریا فکر کوي.

په مطلب کې راغلي، تاجکستان ته اوښتي سرتیري بېرته افغانستان ته راغلي او اوس په کابل کې یوې اډې کې اوسېږي او دندې ته د بېرته ورتګ شیبې شماري.

دې سرتېرو مېل انلاین ته ویلي، دوی نه غوښتل تاجکستان ته واوړي، خو په خبره یې کله یې چې قوماندانانو میدان پرېښود، دوی هم دې کار ته اړ شول.

  • پولیټېکو خپرونه

پولیټېکو خپرونې بیا لیکلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو د امریکا د ولسمشر جو بایډن ټولې سترګې افغان هوایي ځواکونو ته دي.

خپرونه لیکلي، امریکا نه یوازې خپل پوځیان باسي، بلکې زرګونه هغه تخنیکي قراردادیان هم بېرته ستنوي چې خرابې شوې هليکوپټرې یې جوړولې.

د خپرونې په لیکنه، اوس به دغه تخنیکي متخصصان له لېرې واټنه د انټرنېټ په وسیله د خرابو هليکوپټرو د جوړولو چارې افغان متخصصانو ته ورښيي چې دا یوه ستونزمنه چاره ده.

مطلب کې راغلي، د ۲۵۰۰ امریکایي سرتیرو پرتله د دغو قراردادیانو وتل پر هوایي ځواک ناوړه اغېز کوي، ځکه که دوی نه وي او خرابې هليکوپټرې جوړې نه کړي، هوایي ځواک به د تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ شي.

د مطلب په یوه برخه کې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو هغو خبرو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، افغان هوایي ځواک دا وړتیا لري چې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.

خو له دې سره-سره پر دې اندېښنه ښودل شوې چې که افغان ځواکونه د هليکوپټرو جوړولو ته په کور دننه انجینران ونه لري، چارې یې سختیدای شي.

XS
SM
MD
LG