د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

پنټاګون: افغانستان یو مجهز دفاعي ځواک لري چې تر طالبانو ډېر ځواکمن دي


افغان امنیتي‌ ځواکونه
افغان امنیتي‌ ځواکونه

‎په داسې حال کې چې امریکا افغان ځواکونه د تېر پرتله ځواکمن او پیاوړي بولي، خو طالبان بیا د ګڼ شمېر ولسوالیو د نیولو ادعاوې کوي.

‎د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د افغانستان پر وخت تېره شپه ناوخته په امریکا کې د یوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل: "په تېرو شلو کلونو کې موږ او زموږ متحدینو د ملي امنیت ځواکونو کې د ظرفیت لوړولو برخه کې مرسته کړې چې د پام وړ ده. دوی هوایي ځواک لري - یو وړ هوای ځواک- طالبان هېڅ نه لري. موږ اټکل کوو چې دوی د جنګ په ډګر کې د طالب جنګياليو په نسبت ډېر ځواکونه لري او دوی عصري وسله هم لري."

‎د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي
‎د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي

‎ښاغلي کربي ویلي، هیله مند دی چې د سیمې او ګاونډي هېوادونه د افغانستان د ثبات لپاره سره ګډې هڅې وکړي.

‎پنټاګون داسې مهال داسې څرګندونې کوي چې تازه د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر به د اګسټ میاشتې تر ۳۱مه نېټې پای ته ورسوي.

‎بل خوا د افغانستان په ډیریو ولایتونو او ولسوالیو کې هم له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.

‎طالبان ادعا کوي چې اوس مهال د افغانستان۸۷ سلنه خاوره د دوی په ولکه کې ده.

‎مسکو ته د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د تللي پلاوي یوه غړي سهیل شاهین د یوې خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې د ګڼو ولسوالیو د سقوط ادعا وکړه، هغه څه چې حکومت يې تکتيکي شاتګ بولي.

شاهین زیاته کړه: "موږ مخکې له دې چې دلته دې خبري ناستې ته راتلو، هغه نوملړ مو ولیده چې هغه ولسوالۍ چې د تېرو ۷ اوونیو په ترڅ کې زموږ لاسته لوېدلي شمېر یې ۱۷۴ ته رسېږي، دا شوني نه ده چې په دې مختصر وخت کې د جګړو له لارې دا ولسوالۍ ونیول شي، خو افغان ځواکونه ټول په ‌‌‌‌‌‌ډېره خوشحالۍ او دواطلبانه توګه راځي او له اسلامي امارت سره یو ځای کېږي."

سهیل شاهین په افغانستان کې د ګڼو ولسوالیو د سقوط ادعا وکړه
سهیل شاهین په افغانستان کې د ګڼو ولسوالیو د سقوط ادعا وکړه

‎افغان حکومت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ټینګار کړی و چې په تېرو څو اوونیو کې یې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولي او لا هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هڅه کوي چې ټولې له لاسه وتلې ولسوالۍ بېرته ونیسي.

‎په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت ویلي، کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر د امنیت په اړه یې له ترکي چارواکو سره خبرې کړي.

‎د امریکا د دفاع وزارت نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د ترکیې له دفاع وزیر هولوسي اکار ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوي او د حامد کرزي نړیوال ‌‌‌‌‌‌‌ډګر کې یې د ترکي ځواکونو د مېشتېدو او تنظیماتو په اړه ورسره موافقه کړې ده.

پنټاګون کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر د امنیت په اړه یې له ترکي چارواکو سره خبرې کړي.
پنټاګون کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر د امنیت په اړه یې له ترکي چارواکو سره خبرې کړي.

‎ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په دې اړه د افغان حکومت نظر هم ولري، خو حکومتي ویاندویانو يې اړیکې ځواب نه کړې.

‎وړاندې امریکا ویلي و چې د دوی د ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به ترکي ځواکونه د کابل د حامد کرزي په نوم د نړیوال هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر امنیت نیسي.

‎د امریکایي چارواکو د خبرو پر اساس د مې میاشتې له پیله تر دې دمه ۹۰ سلنه امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG