د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

غني: طالبان دې لپاره جنګیږي چې افغانستان د نورو هېوادونو لاسونو ته وغورځوي


ارشیف، یو شمېر وسله وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله وال طالبان

افغان ولسمشر محمداشرف غني وايي، د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې د افغانستان په تېرتاریخ کې ساری نه لري او اوس هم په سوله ټینګار کوي.

ده په افغانستان کې د روانې جګړې پړه پر طالبانو واچوله او ويې ویل چې هغوی د افغانستان لپاره نه، بلکې دې لپاره جنګېږي چې افغانستان د نورو هېوادونو لاسونو ته واچوي.

افغان ولسمشر یادې څرګندونې د شنبې (د چنګاښ ۱۹مه) په ورځ په خوست کې د قومي مشرانو، مدني فعالانو، ښځو او ځوانانو یوې غونډې ته وکړې.

ولسمشر غني په دې ورځ د یو شمېر نورو دولتي چارواکو سره د خوست د نوي هوايي ډګر د پرانیستې لپاره دې ولایت ته تللی وو.

ولسمشر غني غونډې ته په خبرو کې زیاته کړه، په لومړي ځل اوربند افغان دولت ټینګ کړ چې هغه د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او د یو بل د منلو ورځې شوې او دلته اختر په یو ملي جشن بدل شو او ټولې نړۍ ته ثابته شوه چې دا یو موټی ملت دی.

افغان ولسمشر طالبان د ټولګټو تاسیساتو، پلونو، سړکونو او تاسیساتو په ویجاړولو هم تورن کړل
افغان ولسمشر طالبان د ټولګټو تاسیساتو، پلونو، سړکونو او تاسیساتو په ویجاړولو هم تورن کړل

افغان ولسمشر که څه هم په خپلو خبرو کې د هېواد وروستیو امنیتي پېښو په اړه څه ونه ویل، خو یادونه يې وکړه اوس افغانان په دې کې شک نه لري چې وسله وال له کوم ځایه راځي او مرکزونه يې چېرې دي؟

افغان ولسمشر طالبان د ټولګټو تاسیساتو، پلونو، سړکونو او تاسیساتو په ویجاړولو هم تورن کړل او ويې وویل، دوی په دې وروستیو کې ارغنداب کې ۳ پلونه چې تر ۵۰ میلیونه ډالرو پورې ورباندې لګښت شوی وو، والوځول.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د ښاغلي غني د دغو څرګندونو په اړه د طالبانو غبرګون هم را واخلي، خو د بیا-بیا هڅو سره-سره ونه توانېده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خوست ته په سفر کې د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح، د چارو د ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس، یو شمېر سلاکار وزیرانو او په ملي شورا کې د خوست د خلکو استازو ملتیا کوله.

د خوست په هوايي ډګر کې له دُبۍ نه راغلو افغان مسافرو ته د ولسمشرغني هرکلی
د خوست په هوايي ډګر کې له دُبۍ نه راغلو افغان مسافرو ته د ولسمشرغني هرکلی

په غونډه کې د خوست قومي مخورو په خپلو خبرو کې وویل چې افغانانو د نه نظام بدبختی لیدلی او بیا يې تکرار نه غواړي.

قومي مشر توریالي منګل وویل، د خوست ولسونه د نظام ملاتړ کوي او په دې لاره کې هر ډول قربانۍ ته حاضر دي: "که نظام نه وي، د دغو بدبختیو لمن به ګوټ ګوټ ته څه چې د هر افغان کورته ورسېږي، نو په دې اساس نظام نه ملاتړ کوو، کړی مو دی او انشاالله بیا هم په دې لاره کې قربانۍ ته حاضر یو. "

خوستیو نجونو او مېرمنو بیا د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټينګاره لاره.

مدني فعالې نورین په خپلو خبرو کې وویل، افغان ښځې نه غواړي چې یو ځل بیا دې له ښوونځیو منع او د جهالت په تیارو کې دې وساتل شي: "موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې یو ځل بیا دې نجونې له ښوونځیو څخه منع شي او د جهالت په تیارو کې دې وساتل شي او موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې یو ځل بیا مو د ارام ژوند او پرمختګ پر وړاندې خنډ شي. "

د خوست هوايي ډګر چې ودانیزې چارې يې شااوخو لس کاله وړاندې پیل شوې وې، په رسمي ډول ورته نړیوال پروازونه هم پیل شول او په دې ورځ د دُبۍ مساپرین په کې خوست ته راغلل چې د ولسمشر غني له خوا ورته ستړی مه شئ وویل شو.

XS
SM
MD
LG