د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د افغانستان سترو سوداګریزو بندرونو ته امنیتي ګواښونه او ورته اندېښنې


د اقینې بندر
د اقینې بندر

‎د ولسوالیو او ځینو ولایتونو د امنیتي قرارګاوو له سقوط ورهاخوا چې د افغانستان دفاع وزارت یې تاکتیکي شاتګ بولي د هېواد د مهمو او سترو سوداګریزو بندرونو ته امنیتي ګواښونه او په دې اړه اندېښنې شته.

‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ټولو مهمو سوداګریزو بندرونه امنیت یې خوندي کړی، خو یوازې د کندز ولایت شېرخان بندر د طالبانو تر ګواښ لاندې دی.

‎د دغه وزارت ویاند طارق ارین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "یوازې شېرخان بندر تر ګواښ لاندې وه، زموږ امنیتي ځواکونه په ټولو سیمو کې حضور لري، طالبانو په ځینو بندرونو کې ګواښونه رامنځته کړي، خو دا ثابت نه دي او امنیتي او دفاعي ځواکونه هلته موجود دي او هر ګواښ چې رامنځته کېږي ورته ځواب وایي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ټولو مهمو سوداګریزو بندرونه امنیت یې خوندي کړی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ټولو مهمو سوداګریزو بندرونه امنیت یې خوندي کړی

‎په افغانستان کې د ګڼو نورو بندرونو ترڅنګ د تخار ای خانم، د کندز شېرخان بندر، د هرات اسلام قلعه، اقینه او تورغونډۍ بندرونه هغه مهم بندرونه دي چې د دغه هېواد ‌‌‌‌‌‌ډېری عواید له همدې بندرونو راټولېږي.

‎طالبان ادعا کوي چې‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډېری دغه مهم بندرونه یې نیولي دي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۹مه) ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیوته وویل چې د تخار ای خانم، ‌د کندز شېرخان بندر، د فاریاب ابو نصر فراهي، د هرات تورغونډۍ او اسلام قلعه بندرونه او د پکتیا پټان بندر یې نیولي دي.

‎هغه څه چې د کورنیو چارو وزارت یې ردوي.

د غلام خان بندر، د مالیې وزارت وایي، پر هغو بندرونو چې تراوسه طالبانو بریدونه کړي د عوایدو او ارزښت له اړخه په دوهمه کټګورۍ کې راځي
د غلام خان بندر، د مالیې وزارت وایي، پر هغو بندرونو چې تراوسه طالبانو بریدونه کړي د عوایدو او ارزښت له اړخه په دوهمه کټګورۍ کې راځي

‎د چارو شنوتکي او خلک په دې باور دي چې دا وضعیت د دغه هېواد پر اقتصادي وضعیت منفي اغیز کولای شي او شوني ده چې طالبان له همدې لارې خپل مالي امکانات برابر کړي.

‎خو د افغانستان د مالیې وزارت وایي، پر هغو بندرونو چې تراوسه طالبانو بریدونه کړي د عوایدو او ارزښت له اړخه په دوهمه کټګورۍ کې راځي او د هېواد پر ملي عوایدو منفي اغیز نه شي کولای.

‎د مالیې وزارت د عامه اړیکو مشر او ویاند رفیع تابع وايي: "په خواشینۍ سره د هېواد دښمانو تراوسه پر څلورو بندرونو بریدونه کړي چې هغه ډنډ پټان، ای خانم، اقینې او شېرخان بندرونه دي، خو د درجه بندۍ له اړخه دغه څلور ګمرکونه په دوهمه او درېیمه کټګورۍ کې راځي چې د هېواد پر عوایدو ‌‌‌‌‌‌ډېر منفي اغیز نه لري، په دې وروستیو کې طالبانو د هرات پر اسلام قلعه بندر هم برید کړی چې هلته یې د افغانستان خلکو او حکومت ته ‌‌‌‌‌‌ډېر زیانونه اړولي دي."

د مالیې وزارت د عامه اړیکو مشر او ویاند رفیع تابع
د مالیې وزارت د عامه اړیکو مشر او ویاند رفیع تابع

‎ښاغلی تابع وایي، اوس افغان ځواکونو د هرات اسلام قلعه بندر بېرته له طالبانو نیولی ‌‌‌‌‌‌او ډېر ژر به یې همکاران خپلو دندو ته ستانه شي.

‎د افغانستان د دغو سوداګریزو بندرونو د سقوط په اړه داسې مهال ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد په اکثرو سیمو او ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.

‎په دې اړه د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په خپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د جګړو شدت غندلی او ویلي یې دي چې د جګړو په دې کچه شدت د خلکو د بې برخلیک کېدو، خوراکي او نورو لومړنیو توکو ته د نه لاسرسي، د ملکیانو د وژل او ټپي کېدو او دغه شان د خلکو د بې وزله کېدو او د کرونا ویروس د لا خپرېدو لامل ګرځیدلی دی.

‎دغه کمېسیون له حکومت او په ځانګړي ډول له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره جګړه ودروي او خبرو ته کښیني.

XS
SM
MD
LG