د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

ملټري ټایمز: د امریکا پوځ له افغانستانه د خپلو تجهیزاتو پر ایستلو پیل کړی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ملټري ټایمز

د امریکا ملټري ټایمز ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې لیکلي چې د متحده ایالاتو پوځ له افغانستانه د وتلو لپاره د تیاري په لړ کې له دې هېواده د تجهیزاتو پر ایستلو پیل کړی دی.

د ورځپاڼې پر اساس، د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل، پوځ نه‌یوازې د خپلو وسلو او وسایلو په ایستلو د مې تر لومړۍ وړاندې پیل کړی، بلکې له سیمه‌ییزو قراردادیانو سره‌یې قرادادونه زیات کړي چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.

مخکې امریکايي چارواکو ویلي و چې د مې له لومړۍ څخه به له افغانستانه د ځواکونو او تجهیزاتو ایستل پیل کړي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له وروستۍ پرېکړې سره سم، ټول امریکايي پوځیان او وسایل به‌یې د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ولېږدول شي.

حاضر دمه په افغانستان کې ۹،۵۰۰ بهرني پوځیان مېشت دي چې ۲،۵۰۰ یې امریکایان او ۷،۰۰۰ نور د ناټو د نورو غړو هېوادونو پوځیان دي.

ملټري ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا پوځ د تېر کال په فبرورۍ کې له افغانستانه د ځواکونو ایستل پیل کړل او خپلې کوچنۍ اډې یې بندې کړې.

ورځپاڼې د پنټاګون د یوه چارواکي په قول چې نوم‌یې نه‌دی یاد کړی، همداراز لیکلي، له هماغه وخته د امریکا پوځ خپل تجهیزات لېږدوي، خو سره له دې چې د ځواکونو ایستلو ته تیاري روانه ده، ښايي تر څو اوونیو پورې د ځواکونو د وتلو بهیر پیل نه‌شي.

دغه چارواکي دا هم ویلي، تر هغو به د ځواکونو وتل پیل نه‌شي چې پاتې اډې تړل شوې نه‌وي.

ملټري ټایمز وايي، داسې نښې لیدل کېږي چې ټول امریکايي پوځیان به د سپټمبر تر ۱۱مې پورې ووځي.

د سپټمبر ۱۱مه په نیویارک او واشنګټن کې د القاعده شبکې له لوري د ترورېستي حملو له ۲۰مې کالیزې سره برابره ده.

د چهارشنبې په ورځ د جرمني دفاع وزیرې ویلي و چې په کابل کې د ناټو له غوڅ ملاتړ مأموریت سره د پوځي پلان جوړوونکو خبرې روانې دي چې ټول نړیوال ځواکونه د جولای تر څلورمې پورې له افغانستانه وایستل شي.

  • نیویارک ټایمز

'د افغانستان پرېښودل تاریخي تېروتنه ده'، دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی چې بریټ سټېفنس لیکلې ده.

لیکوال وايي، یو ځل له دوبۍ څخه کابل ته تلم، په الوتکه کې د افغانستان د فوټبال لوبغاړي او څو نجونې هم کابل ته روانې وې. دوی خبرې کولې او خندل یې. کله چې ولسمشر بایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو نېټه اعلان کړه، هماغه کسان را په زړه شول. هیله لرم چې هغوی به مخکې تر دې چې طالبان بیا واک ته رسېږي، له افغانستانه ووځي.

لیکوال وايي، سره له دې چې امریکا افغانستان ته د دې لپاره ځواکونه ونه‌لېږل چې د افغان ښځو وضعیت ښه شي، خو عملاً ملیونونو نجونو ته د ښوونځیو دروازې برانیستل شوې، ګڼ شمېر نجونو په دې موده کې لوړې زده‌کړې وکړې، ډاکترانې شوې او په دولتي پوسټونو کې کار کوي.

خو دغو ښځو ته اوس شا اړول کېږي همداراز هغو نورو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو او خلکو ته د ښه ژوند د برابرولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

XS
SM
MD
LG