د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۱

د افغانستان کنګل شوې شتمني؛ امریکا: د محکمې له پرېکړې وروسته عملي اقدام کېږي

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي

د افغانستان د کنګل شوې شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې وروسته سپینه ماڼۍ وايي، تر کومه چې محکمې حکم نه وي کړی دا شتمني نه انتقالېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د سې شنبې په ورځ په دې اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "لکه څنګه چې پوهېږئ د سېپټمبر د ۱۱مې د ډېری قربانیانو کورنیو چې دې پېښه کې یې د کورني غړي وژل شوي، د طالبانو پر وړاندې ادعاګانې کړي دي، نو په دې اړه د فدرال محکمه څېړنې کوي، نو بناً د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالر به په متحدو ایالاتونو کې پاتې شي، په دې اړه به د محکمې حکم او رایه پرېکړه وکړي."

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د روانې فبرورۍ په ۱۱مه د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو سره د افغانستان اقتصادي‌ او بشري کړکېچ ته د رسېدنې په هدف د افغانستان بانک د یوه اندازه کنګل شوېو پیسو 'اووه میلیارډه ډالره' د ازادېدو پرېکړه وکړه، خو ويې ویل د دغه پیسو سمه نیمه برخه به د سېپټمبر د ۱۱مې نېتې د قربانیانو کورنیو ته ورکول شي.

د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د یوې برخې د انتقال په اړه د ښاغلي بایډن پرېکړه، په افغانستان کې دننه او بهر له تُند غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې بایډن د افغانستان د شتمنیو د ترلاسه کېدو هڅه کوي.

عام افغانان هم د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه سمه نه ګني: "زما نوم دوست محمد دی د مرکز اسعد اباد اوسېدونکی یم، زموږ چې کومه پانګه په امریکايي بانکونو کې پرته ده دوی یې یوازې د ساتلو مسولیت لري، د امریکا ولسمشر بایډن د دې پیسو د تقسیم یا په دې کې د لاسوهنې حق نه لري، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې باید د امریکا د دغه پرېکړې مخه ونیسي.

-زما نوم خاطره نوري ده د کابل اوسېدونکې یم، دا یوه غلته او ظالمه پرېکړه ده، نه خو د سېپټمبر د ۱۱مې په پېښه کې افغانانو لاس درلود او نه یې په کې برخه اخیستې وه، کومې پیسې چې هلته دي دا د افغان ملت پیسې دي دا کومې ډلې یا د کوم حکومت پیسې نه دي چې امریکا یې په خپل سر او په خپله خوښه مصرفوي."

په دې اړه تړاو د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونوو کې لارینونه او اعتراضیه غونډې هم شوې دي.

کونړ کې د بایډن د پرېکړې پر خلاف مظاهره شوې
کونړ کې د بایډن د پرېکړې پر خلاف مظاهره شوې

د سېپټمبر د ۱۱مې حملې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې وشوې.

هغه مهال امریکا د طالبانو له حکومته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو د دې غوښتنې د نه منلو په پایله کې امریکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو واکمني یې وپرځوله.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا یو ځل بیا غوښتي چې د افغانانو شتمني بې قید او شرطه خوشې کړي.

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی که امریکا په دې اړه خپل درېځ بدل نه کړي نو طالبان به د هغه هېواد په اړه په خپلې کړنلارې له سره غور وکړي.

طالبانو هم په خپله اعلامیه کې دغه شان د سپټمبر د یولسمې په پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي دي چې دغه پېښې په افغانانو پورې هیڅ تړاو نه درلود.

This item is part of
XS
SM
MD
LG