د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

واشنګټن ټایمز: متحده ایالاتو په افغانستان کې خپله ماتې منلې ده


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په منځني ختیځ کې د جګپوړي امریکایي قوماندان خبرې رااخیستې دي چې د سې شنبې په ورځ‌یې وویل، د متحده ایالاتو لپاره به ډېره سخته وي چې د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي د القاعده په څېر ترهګر په دغه هېواد کې وڅاري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مسؤل جنرال فرانک مک‌کنزي لومړی جګپوړی پوځي چارواکی دی چې له افغانستانه‌یې د ولسمشر جو بایډن د سرتېرو د ایستلو تر پرېکړې وروسته خپل پراخ نظر څرګند کړی دی.

نیویارک ټایمز بیا لیکي، ولسمشر بایډن د دفاع وزارت او نورو جګپوړو پوځیانو دا نظر ونه‌مانه چې په لږ شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

جنرال مک‌کنزي وایي، کله چې امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي د نورو ګواښونو ترڅنګ یو تهدید دا دی چې څرنګه به په قوت وسله‌والې ډلې څارو او برید به پرې کوو په تېره بیا چې د دې هېواد شاوخوا نور هېوادونه دي او په یوه کې یې هم د امریکایانو اډه نه‌شته.

ورځپاڼې د جنرال مک‌کنزي دا خبره هم رااخیستې ده چې وایي، امریکا له دغو نورو هېوادونو سره په خبرو ده چې پوځیانو ته‌یې هلته ځای ورکړي څو افغانستان د ترهګرو له پناهځای څخه وساتي.

نیویارک ټایمز د ډیپلوماتانو او پوځي چارواکو په وینا لیکي، دا امکان شته چې د تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان په ګډون هېوادونه په سیمه کې امریکایي پوځیانو ته ځای ورکړي، خو دا هېوادونه تر ډېره په یو نه یو ډول د روسیې تر واک لاندې دي او کوم بندیزونه چې واشنګټن تېره اوونۍ پر روسیې ولګول دا ډول بحثونه نور هم پېچلي کوي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي چې د امریکا استخباراتي ادارې په دې باور دي چې القاعده شبکه او نورې ترهګرې ډلې له افغانستانه متحده ایالاتو ته سمدستي خطر نه‌دي او دې ارزونې د جو بایډن ادارې ته فرصت برابر کړ چې د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړي.

  • واشنګټن ټایمز

بلې ورځپاڼې واشنګټن ټایمز بیا لیکلي دي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې خپله ماتې منلې ده.

د ورځپاڼې په باور، د طالبانو ډله به سږکال د سپټمبر ۱۱مه له دوه پلوه تجلیل کړي. یو خو ۲۰ کاله مخکې القاعده د طالبانو متحدې ډلې پر امریکا برید وکړ او دوهمه بریا به‌یې په جګړه کې پر امریکا بریا وي.

واشنګتن ټایمز د جورج ډبلیو بوش د ادارې د وخت د بهرنیو چارو د وزیر کولن پاول خبرې رااخیستې دي چې له افغانستان څخه‌یې د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې دفاع کړې ده.

په مقاله کې وړاندې راغلي چې متحده ایالاتو د شکست له منلو سره دا تأیید کړه چې افراطي مسلمانان به د نړۍ په هر ګوټ کې خپلې هڅې دوه برابره کړي.

د واشنګټن ټایمز په وینا، د امریکا له دې پرېکړې سره چې له افغانستانه ځواکونه باسي، د امریکا دښمنان هڅول کېږي او با جراته کېږي.

XS
SM
MD
LG