د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د امریکا دفاع وزارت: له افغانستانه وتل له سیمې د وتلو معنی نه‌لري


ارشیف، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل
ارشیف، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل

په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري، متحده ایالات ټینګار کوي چې له دې هېواده د ځواکونو له ایستلو سره به له سیمې ونه‌وځي او په منځني ختیځ کې به په قوت حضور ولري.

د پنتاګون ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په سیمه کې به خپلو متحدانو ته د امریکا په ژمنو کې بدلون رانه‌شي.

ښاغلی کربي وايي: "دا چې موږ له افغانستانه ځواکونه باسو او په دې هېواد کې پوځي مأموریت پای ته رسوو، دا معنی نه‌لري چې له سیمې وځو. په منځني ختیځ او د مرکزي قوماندانۍ د مسؤلیت په ساحه کې د امریکا حضور به غښتلی وي."

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي

د افغانستان په شمول د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې امریکايي پوځیان د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سېنټکام تر څارنې لاندې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپرېل په ۱۴مه د سپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ. د سږ کال د سپټمبر ۱۱مه په نیویارک او واشنګټن کې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱مې د ترورېستي بریدونو ۲۰مه کالیزه پوره کېږي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر لوید استین د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د راپورونو له مخې، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د دواړو خواوو د خبرو یوه موضوع وه.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د ښاغلیو استین او باجوه د خبرو نور جزئیات څرګند نه‌کړل، خو ویې‌ویل چې دواړو په سیمه کې پر ګډو ګټو او خپلو هدفونو خبرې وکړې.

د امریکا دفاع وزیر لوید استین
د امریکا دفاع وزیر لوید استین

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي و چې له سیمې څخه ورپېښېدونکي احتمالي ګواښونه څېړي او افغانستان به پرېنږدي چې یو وار بیا د ترورېستانو پر ځالې بدل شي.

د پنټاګون ویاند دا هم وویل چې امریکا نه‌غواړي چې له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته واشنګټن او متحدانو ته‌یې زیان پېښ شي.

ښاغلی کربي زیاتوي: "د ځواکونو د کمولو او وتلو بهیر دوام لري، دې ته په کتو چې په افغانستان کې حضور په دوامدار ډول کمېږي، زه او تاسو تمه لرئ چې معلومات څنګه راټول کړو چې په نتیجه کې یې ډاډ ترلاسه شي چې هېڅوک له خطر سره تر اوس زیات نه‌مخامخ کېږي."

امریکا پر افغانستان سربېره په عراق او سوریه کې هم لږ شمېر پوځیان ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG