د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

سیګار: د امریکايي قراردادیانو له ملاتړ پرته به د افغان هوايي ځواکونو وړتیا ولوېږي


ارشیف، افغان هوايي ځواکونه
ارشیف، افغان هوايي ځواکونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکې ځانګړې اداره (سیګار) اټکل کړی چې د امریکايي قراردادیانو له ملاتړ پرته به د افغان هوايي ځواکونو وړتیا ولوېږي. سیګار په یوه رپوټ کې چې کانګرس ته وړاندې شوی ویلي چې ښایي افغان هوایي ځواک په یوازې سر ورو ورو اوسنی اغېز تر ډېره وبایلي.

د دغه رپوټ له مخې سملاسي نږدې ۱۷ زره قراردادي ماهران چې درېیمه برخه‌یې امریکاییان او پاتې یې افغانان او نور بهرنیان دي له افغان هوایي ځواک سره مرسته کوي.

کانګرس ته په دې درې میاشتني رپوټ کې ویل شوي چې دوی نه‌پوهېږي د قراردادیانو د کار له پای ته رسېدو وروسته به د افغانستان پر هوایي ځواک څه راشي او کارونه به‌یې څوک سمبالوي.

په رپوټ کې سپارښتنه شوې چې د قراردادیانو له تلو وروسته دې له افغان هوایي ځواک سره د زده‌کړو او مشورو مرسته جاري وساتل شي. د ولسمشر جو بایډن له لارښوونې سره سم د امریکا پوځیان باید د سږني کال د وږې تر ۲۰مې یا د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

ارشیف، امریکايي ځواکونه د افغان هوايي ځواکونو د روزنې پر مهال
ارشیف، امریکايي ځواکونه د افغان هوايي ځواکونو د روزنې پر مهال

په کابل کې دفاع وزارت اما، پر خپلو ځواکونو او په دې ډله کې د هوايي ځواک ډاډ ښودلی چې په بېړه له اوښتو شرایطو سره ځان سموي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي: "په ملي دفاع وزارت کې کمېټې رامنځته شوي، هره کمېټه مؤظفه شوې چې هره یوه خپله خاصه برخه کې له امریکايي ځواکونو نه مسؤلیت د افغانستان دفاع وزارت ته ولېږدوي. اوس‌مهال موږ له ظرفیتي، مسلکي او همدا شان د هوايي او ځمکنیو ځواکونو د کمیت له پلوه په داسې موقعیت کې یوو چې کولای شو په خپلواکه توګه مسؤلیت ومنو او پلی کړو."

خو ښاغلي امان ومنله چې لا به هم د امریکا مالي مرستو او تخنیکي برخو کې مشورو او همکاریو ته اړتیا وي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

ځینې پخواني پوځیان د ځواکونو د خپلواک مسؤلیت په اړه د امریکاییانو اندېښنې تأییدوي چې وایي افغانانو ترې ټول مهارتونه پوره نه‌دي زده کړي.

د هوایي ځواک یو پخوانی قوماندان جنرال عتیق‌الله امرخېل تر دې یو ګام وړاندې ځي او پړه پر امریکاییانو اچوي چې افغانانو ته‌یې تخنیکي مهارتونه سم او ژر ونه‌لېږدول. ورسره جوخت افغانان هم پړه بولي چې پر امریکاییانو تکیې سره‌یې د پوره زده‌کړو فرصت وبایله.

ښاغلی امرخېل وايي: "په ښوونه او روزنه کې کمزوری عمل وشو، ټوله تکیه په امریکاییانو وشوه، چا فکر ونه‌کړ چې له خپلې پوهې او وړتیاوو کار واخلي."

افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

سیګار دغه‌شان په راپور کې یادونه کړې چې د سږني میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ خپلمنځي بریدونه د تېر کال د همدې مودې پرتله ۸۲ سلنه زیات شوي.

په راپور کې یادونه شوې چې په همدومره موده کې د افغان ځواکونو تلفات هم دوه چنده شوي دي، خو دا هم وایي چې د حکومت مخالفانو هم خپل بریدونه نږدې ۴۰ سلنه تاوده کړي دي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکې ځانګړې اداره (سیګار) له دې یادونې هم په څنګ نه‌ده تېره شوې چې افغان ځواکونو د کلونو په اوږدو کې ورو ورو د جګړو پېټی خپلو اوږدو ته اړولی دی.

سیګار وایي په تېرو درېیو میاشتو کې دا وړتیا داسې ځای ته ورسېده چې اوس تر ۹۰ سلنې پورته عملیات په خپله همدوی کوي. دا وړتیا یوازې یوه کال کې د سیګار په وینا، نیم په نیمه لوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG