د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

ناټو له افغانستان څخه بهر د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پلان لري


ارشیف، کابل کې د هغو افغان ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د ناټو ځواکونو ګډون چې له درې میاشتنۍ روزنې یې پای ته رسولې دي.
ارشیف، کابل کې د هغو افغان ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د ناټو ځواکونو ګډون چې له درې میاشتنۍ روزنې یې پای ته رسولې دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا له افغانستان سره د دې پوځي تړون د ملاتړ ټینګار وکړ.

ښاغلی سټولټنبرګ وايي، دا پوځي تړون پلان لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته له دې هېواد څخه بهر روزنه ورکړي.

ینس سټولټنبرګ د جمعې په ورځ په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د حضور په پای ته رسېدو یو نوی فصل پرانیستل کېږي.

هغه زیاته کړه‎: "د ناټو راتلونکی ملاتړ به پر درې اصلي محورونو راڅرخي. لومړی موږ پلان لرو چې د سلا مشورو ورکولو او وړتیاوو رامنځته کولو په برخو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو او همدارنګه د دې هېواد له امنیتي ځواکونو دوامداره مالي ملاتړ چمتو کړو. دوهم نیت لرو چې پر ځانګړو ځواکونو پر تمرکز د افغانستان څخه بهر دوی ته پوځي روزنه ورکړو او درېیم دا چې موږ د کابل د هوايي ډګر د فعالیت په شمول د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودجې په برابرولو د پلان جوړولو په حال کې یوو."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

تر دې مخکې د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي د مې میاشتې په شپږمه نېټه ویلي وو، په نورو هېوادونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په اړه غور کوي. ناټو په ۲۰۱۴ م کال کې افغانستان خپل جګړه‌ییزه مأموریت پای ته ورساوه او د غوڅ ملاتړ ملاتړ مأموریت‌یې پیل کړ چې په ترڅ کې یې افغان ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکولې.

په اپرېل میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن له اعلان سره هم مهاله د ناټو پوځي تړون هم اعلان وکړ چې سرتېري به‌یې د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې له افغانستان څخه ووځي.

له افغانستان څخه د ناټو تر مشرۍ لاندې د ټولو سرتېرو د وتلو بهیر د مې په لومړۍ نېټه پیل شوی دی.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر

ناټو په خپل وېب‌پاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې سټولټنبرګ او مکرون د ناټو د راتلونکې سرمشریزې، په افغانستان او عراق کې له ترهګرۍ سره په مبارزې او ځینو نورو مسئلو هم خپلو کې خبرې کړې دي.

ټاکل شوې ده د ناټو د مشرانو غونډه د جون په ۱۴مه نېټه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG