د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

افغانستان کې اقتصادي ستونزې؛ د ښکلا کلینیکونو مسوولان: د مراجعینو شمېر او کار مو کم شوی


ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان د ښکلا کلینیکونو یو شمېر مسولان وایي، د تېر په په پرتله یې کار ډېر کم شوی دی.

د کابل ښار اوسېدونکی او د ښکلا او جلدي درملنې د یو خصوصي کلینیک مسوول ډاکتر منصور هیکل وایي، په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول په تېرو درېیو کلونو کې یې د مراجعینو شمېر او کار کم شوی دی.

ده ازادي راډیو ته وویل: "په تېر جمهوري نظام کې د اوس په پرتله د خلکو اقتصاد نسبتاً ښه و، خلکو به په خپلې ښکلا او جلد مصرف کاوه او ځان ته یې رسېدنه کولای شوه، خو اوس داسې نه ده، ځکه د اقتصادي ستونزو تر څنګ د خلکو ذهن او فکر هم ارام نه دی، هغه ډول چې زموږ کار پخوا جوړ و او تقاضا مو وه اوس نه خلک په هغو شرایطو کې دي او نه د هېواد اقتصادي وضعت هغسې ده."

په کابل کې د ښکلا او جلدي درملنې د یو بل خصوصي کلینیک مسوول چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې درې کاله وړاندې په لوړه بیه او پانګونې کلنینک جوړ کړ چې په خبره مجرب ډاکتران په کې وو، خو وایي، اوس له سقوط سره مخ او ډاکتران یې ترې بهر تللي دي.

د یوه خصوصي کلینیک مسوول وايي: د جلدي برخه مو له منځه ولاړه او اوس د غاښو څانګه هم له رکود سره مخ ده، د جلدي برخې ډاکتران مو له افغانستانه ولاړل اوس یوازې د غاښو برخه کې یوه دوه درې کسه پاتې دي.

هغه وايي: "فعلاً شرایط ډېر خراب دي هېڅ کاروبار نه‌شته، اوس مو نورې څانګې غیر فعاله شوي. مخکې موږ په جلدي او د غاښونو برخه کې فعالیت کاوه، د جلدي برخه مو له منځه ولاړه او اوس د غاښو څانګه هم له رکود سره مخ ده، د جلدي برخې ډاکتران مو له افغانستانه ولاړل اوس یوازې د غاښو برخه کې یوه دوه درې کسه پاتې دي."

دغه ډاکتران او د کلینیکونو مسوولان د جلدي ستونزو د حل او ښکلا عملیاتونو بیې هم لوړې بولي، ځکه په خبره یې، کاروونکي ماشینونه ګران او د موادو بیې هم لوړې دي.

په دې کلینیکونو کې اکثراً د جلدي ستونزو درملنې او ښکلا چې په کې د ویښتانو کرل، د بڼو اوږد مهاله ایښودل، په مخ او بدن کې د ژېل تزریق، د وروځو ټټو کول، د غاښونو جوړولو او سپینول، د بېلابېلو لیزونو کارونه، د اوږد مهالو نوکانو کرل او ایښودل دغه شان د پزو او شونډو غټولو او کوچني کولو عملیاتونه شامل دي، ترسره کېږي.

د یادونې ده چې که دا کلینیکونه پرمختللي وسایل ولري، آن د انسانانو د وزن کمول هم په کې ممکن دي.

دا کلینیکونه له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په افغانستان په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې زیات فعال شوي وو چې نارینه او ښځینه مراجعین یې درلودل، خو ښځې ډېرې ورتللې.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو مېرمنو نفیسې او مژګان، ازادي راډیو ته وویل چې دوی به مخکې دغو کلینیکونو ته په دوامداره توګه د ځان ښکلي کولو په موخه ورتلل، خو په خبره یې، اوس دغه اقتصادي وس نه لري.

نفیسه وايي: "مخکې له دې چې د طالبانو حکومت راشي، ډېریو خلکو هم نارینه‌وو او هم ښځینه‌وو به د ښکلا بېلابېل عملیاتونه کول، ویښتان به یې کرل، ښځو به وروځې جوړولې او د ښکلا خني نور عملونه به یې کول، اوس داسې خلک ډېر کم په سترګو لیدل کېږي، هغسې ډېر نه دي چې لکه د پخوا په څېر، ځکه اوس د ټولو اقتصاد ډېر خراب شوی دی."

مژګان وویل: "ډاکتران او کلینیکونه شته، مګر اوس خو خلک آن د ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي څنګه دا کارونه وکړای شي، ژمی هم په راتلو دی، سوند توکي لوړ شوي، خلک آن د خوړو او د دې توکو د پېرلو او سبا بېګا ته یې حیران دي ، دا (د ښکلا) په اړه به لا څنګه خرچه او فکر وکړي."

ارشیف: د ښکلا کلینیک یو انځور. په دې کلینیک کې د یوې مېرمنې ویښتان پرې کوي او ډیزاینوي یې.
ارشیف: د ښکلا کلینیک یو انځور. په دې کلینیک کې د یوې مېرمنې ویښتان پرې کوي او ډیزاینوي یې.

دا مېرمنې وایي، د طالبانو حکومت له‌خوا پرې د لګېدلو محدودیتونو له امله هم هغه پخوانی زړه او ښکلا او خپل جلد ته د رسېدنې لېوالتیا نه ده ورپاتې.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د راپورونو له مخې هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد له سم نیمایي زیاتو وګړو اقتصاد کمزوری او د درې وختونو پوره خواړه نه لري.

د یادونې ده چې له دې مخکې د ښځو د ښکلا اړوند ځینې کارونه به په سینګارتونونو کې هم کېدل، خو وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې د ښځو پر سینګارتونونو د فعالیت بندیز ولګاوه، ډېری سینګارګرې چې نورو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو کې یې په یاده برخه کې مسلکي زده‌کړې کړې وې یا په کور کېناستې او یا هم له هېواده ووتې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG