د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

د سينګارتوکو ځيني هټيوال: کاروبار مو پيکه شوی او اړ يو دکانونه وتړو


کابل کې سيمساري پلورونکي
کابل کې سيمساري پلورونکي

په افغانستان کې د ښځو د سینګار وسایلو یا سیمساري پلورنکي وایي، که یې بازارونه همداسې ساړه وي، مجبوره دي چې خپلې دوکانونه وتړي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سینګار یا سیمساري توکو ځینې پلورنکي او دکانداران د خپلو بازارونو د سړېدو خبره کوي.

"موږ ارایشي توکي له ایرانه راواردوو، مخکې موږ د اویا میلیاردو تومانو په ارزښت واردات درلودل، چې اوس اته میلیونه تومانو ته راټیټ شوي دي
يو سيمساري پلورونکی

دوی ازادي راډیو ته وویل، ډېری پېردونکي یې ښځې دي او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په تېر دوو کلونو کې، له کار او سوداګرۍ د ښځو راګرځولو د دوی پر کاروبار هم منفي اغېز کړی.

د دوی په خبره، د دې وضعیت د دوام په صورت کې به د خپلو دکانونو د تړلو او کار پرېښودو ته اړ شي.

په کابل ښار کې یو سیمساري پلورونکي چې نه‌یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل، په تېرو درې کلونو کې یې د خرڅلاو کچه شاوخوا ۷۰ سلنه راښکته شوې ده.

هغه وويل: "موږ ارایشي توکي له ایرانه راواردوو، مخکې موږ د اویا میلیاردو تومانو په ارزښت واردات درلودل، چې اوس اته میلیونه تومانو ته راټیټ شوي دي او خرڅلاو هم تر ۷۰ سلنې راکم شوی، ځکه چې ښځې نور دندې نه‌لري، مخکې زموږ پېردونکي هغه ښځې وې چې په دولت یا نظام کې یې دندې درلودې، خو اوس بې‌کاره دي نو دا طبعاً زموږ پر کار منفي اغېزې لري، که همداسې دوام ومومي، موږ څه چې ښایي بل هيڅوک هم په‌دې برخه کې پانګونه ونه‌کړي."

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د چادريو او حجاب بازار ګرم شوی.
د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د چادريو او حجاب بازار ګرم شوی.

یو بل سیمساري پلورونکی هم د نوم د نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د پخوانیو پېردونکو له ډلې تقریباً اتیا سلنه یې نور ارایشي توکې نه پېري، یا یې هم د پېر توان نه‌لري، ځکه چې طالبانو له یوې خوا پر ښځو کار بند کړی او له بلې خوا یې دوی ته ویلي چې د محرم درلودل جبري دي، موږ د سیمسارۍ دکانداران ان د دوکان د کرایې وسه نه‌لرو، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي زه خپله حاضر یم چې خپل دوکان په نیمایي بیه لیلام کړم او ویې تړم، په‌دې ځوانۍ کې چې ۲۵ کلن یم دوه لارې لرم، یا به په کور کېنم یا به کډوالۍ ته مخه کوم."

"طبعاً یوه ښځه هر څه ته اړتیا لري، جامو، ارایشي او روغتیایي توکو ته، خو زه دې اړتیاوو ته رسېدنه نه‌شم کولای، یا دا چې دا ښځینه وسایل واخلم
د کابل اوسېدونکې زينب

طالبانو پر افغانستان په ۲۰۲۲ کال اګسټ میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو د راګرځولو تر څنګ، په يوشمېر دولتي او ځينو نادولتي ادارو کې له کار هم منع کړي دي.

له‌دې سره یوشمېر افغان ښځې چې دندې یې له لاسه ورکړي وایي، د عاید نه لرلو له امله د سینګار توکو پېر ورته سخت شوی دی.

د کابل ښار اوسېدونکې او د یو ښوونځي ښوونکې زینب وایي، ۱۲ زره افغانۍ یې تنخوا وه او په هغه یې کولای شول د ځان او خپلې کورنۍ ټولې اړتیاوې پوره کړي، خو په خبره یې له اوزګارېدو وروسته اوس دا وس نه‌لري.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "طبعاً یوه ښځه هر څه ته اړتیا لري، جامو، ارایشي او روغتیایي توکو ته، خو زه دې اړتیاوو ته رسېدنه نه‌شم کولای، یا دا چې دا ښځینه وسایل واخلم، ښځو چې دندې درلودې په ځان بسیا وې، خاوند، پلار یا ورور ته محتاجې نه وې، موږ هم خپلو کورنیو سره مرسته کوله او هم مو خپلې شخصي اړتیاوې پوره کولې."

د کابل ښار يوه څنډه چې د نورو دکانونو ترڅنګ په‌کې د ښځينه سينګار هټۍ هم شته.
د کابل ښار يوه څنډه چې د نورو دکانونو ترڅنګ په‌کې د ښځينه سينګار هټۍ هم شته.

د بامیانو ولایت اوسېدونکې منصوره چې مخکې یې سینګارتون درلود او په یوه غیردولتي مؤسسه کې یې کار کاوه، اوس د طالبانو د حکومت له‌خوا د بندیزونو له امله اوزګاره شوې ده.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "مخکې موږ ښځو چې دندې مو درلودې د ارایشي او روغتیایي توکو پېر راته اسانه وو، لکه رنګ ناخون، لبسرین، مېکاپ، ځینې کریمونه، روغتیایي توکي او همداسې نور، خو اوس وضعیت داسې دی چې موږ څه ته اړتیا لرو هغه نه‌شو پېرلی."

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت پر ښځو د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ له تېر یو کال راهیسې په ټول افغانستان کې د ښځینه سینګارتونو پر فعالیت هم بندیز لګولی دی.

طالبان سره له‌دې چې ادعاوې کوي، په افغانستان کې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو د زده‌کړو د حق تر څنګ یې په ټولنه کې د ازاد تګ راتګ او ګرځېدو د حق اخیستو تر څنګ ان د امربالمعروف په نوم نوي قانون کې د دوی غږ او صورت عورت بللی، چې نړیوالو دا د ښځو او بشري حقونو نه سرغړونه بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG