په افغانستان کې د هغو کورنیو په اړه د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) اندېښنه چې له ناچارۍ خپل ماشومان د کار کولو لپاره له کوره بهر استوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه یو ویډیويي راپور خپور کړ چې د یوې افغانې ښځې کیسه یې په کې تصویر کړې چې له خپل مېړه سره کار یا ښوونځي ته د ماشوم په لېږلو یې جنجال کړی.
دغه مېرمن چې د پنځو ماشومانو مور او د بادغیس ولایت اوسېدونکې ده، په دې راپور کې وايي، چې اوس د WFP د حرفوي زده کړو په یوه پروګرام کې د ګډون له لارې یې ماشوم ښوونځي ته ځي او خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
WFP وايي، د ښځو عاید له کورنیو سره مرسته کوي چې مناسب خواړه ولري او خپل ماشومان ښوونځیو او هغو ځایونو ته چې په دوی پوره اړه لري، ولېږي.
د ځینو کورونو ښځینه سرپرستې هم وايي، د اقتصادي ستونزو له امله کار ته د ماشومانو له لېږلو پرته بله چاره نه لري.
د هرات ولايت اوسېدونکې فروزان وايي، مېړه يې مړ شوى او د کور او ماشومانو د لګښت پوره کولو په خاطر مجبوره شوې چې خپل ماشومان هم کار ته ولېږي.
فروزان زیاتوي:
"له مجبورۍ مې خپل ماشومان کار ته ولېږل، مشر زوی مې ژاولې پلوري او کشر زوی مې د خیاطۍ په یوه دوکان کې شاګرد دی، خپله هم د خلکو په کورونو کې کالي مینځم."
د کابل اوسېدونکې مريم وايي، پخوا يې سینګارتون درلود خو اوس اوزګاره ده او له مجبورۍ یې ماشومان له کوره بهر کار کوي چې د کور لګښتونه پوره کړي.
مریم ازادي راډیو ته وویل:
"له هغه وخته چې دوی زما سینګارتون بند کړ، اوس مې زوی په بازار کې د سړک پر غاړه توکي خرڅوي، ډېره ګټه هم نه کوي، زموږ وضعېت ډېر خراب دی، مېړه مې مړ شوی او څوک نه لرم چې مرسته راسره وکړي."
ماشومه شیوا چې د کابل ښار د کمپنۍ په سیمه کې د کډوالو په یوه کمپ کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي وايي، د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره پر سړکونو کار کوي.
شیوا وایي:
"زه بهر قلمونه خرڅوم، بوتلونه راټولوم، مور او پلار مې زاړه دي، له همدې لارې خپل ژوند مخکې وړو، د درس ویلو شوق لرم خو وخت یې نشته."
دا وايي، د ورځې له ٥٠ څخه تر ١٠٠ افغانيو پورې ګټي او د خپلې کورنۍ لپاره پرې وچه ډوډۍ اخلي.
د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو په تېره بیا د ښځو په کار له محدودېتونو وروسته په دغه هېواد کې د بېکارۍ او بې وزلۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.
دغې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې له ۱۷.۳ میلیونه وګړو سره د مرستې په خاطر ۳.۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.