د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ایم‌ایس‌ایف: هلمند کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی


ارشیف: په خوارځواکۍ یو اخته افغان ماشوم
ارشیف: په خوارځواکۍ یو اخته افغان ماشوم

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې بې پولې ډاکتران په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د بې‌سارې ډېرېدو خبر ورکوي.

د هلمند په بُست روغتون کې له يوې خوارځواکې بستري ماشومې سره راغلې مېرمن وايي: "د څلورو میاشتو ده، دا یې یوولسمه شپه ده چې دلته بستر ده، لوږې دې حال ته رسولې، اوس ډاکتران وایي چې په خوارځواکۍ اخته ده ."

نوموړې وايي، ماشومه د نامناسبې تغذیې له وجې په خوارځواکۍ اخته شوې.

دا مېرمن چې د خوارځواکې ماشومې خپلوانه ده وایي، د دې نجلۍ کورنۍ ته یې ویلي وو چې لور یې د خوارځواکۍ په خوا روانه ده، خو د کمزوري اقتصاد او تر یوه حده د پلار د بې‌غورۍ له امله یې ماشومه تر بستره راورسېده.

نوموړې وايي: "د مور شیدې یې نه وې وږې وه، د لوږې له وجې داسې شوه. کوم پلار جان چې خپل اولاد ته پام نه کوي، هغه دغه حالت ته رسېږي. دا مې ورته ویلي و چې کوچنۍ وږی ده، چاره یې وکړئ، دوی ویل چې د وچو شیدو د اخیستلو وس نه‌لرو، هغه یو زمینداره سړی دی، په دې خبره یې سر ونه خوږاوه، کوچنۍ دې حالت ته لاړه."

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې ډاکترانو سازمان هم ویلي چې په لرو پرتو سيمو کې روغتیایي مرکزونو ته نه لاسرسی او کمزوری اقتصاد د دې لامل شوی چې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شي.

ډاکتر فضل عادي زیارمل چې په هلمند او کندهار کې د بې پولې ډاکترانو له سازمان سره کار کوي، ازادي راډیو ته وويل، د لومړنیو خوراکي توکو نشتون او د ناروغۍ پر مهال د بې‌وزلۍ له وجې روغتیایي مرکزونو ته نه تلل په ماشومانو کې د خوارځواکۍ لوی لامل دی.

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم

ډاکتر زیارمل په نړیوالو موسسو غږ کوي چې د افغانستان د لرو پرتو سېمو ماشومانو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه په خبره یې خوارځواکي ماشوم د مرګ تر بريده رسوي.

نوموړی وايي: "د دې لپاره چې د خوارځواکۍ له بحران سره مقابله وشي او کنترول شي نړیوال موسسات باید لرو پروتو سيمو ته په ټولو ولایتونو کې په کافي اندازه پام وکړي، ترڅو میندې او ماشومان په خوارځواکۍ باندې اخته نه‌شي."

د ډاکتر زیارمل په خبره په خوارځواکۍ باندې مور او ماشوم د نامناسبې تغذیې له امله اخته کېږي.

په ورته وخت کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې بې پولې ډاکتران په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د بې‌سارې ډېرېدو خبر ورکوي.

ایم‌ایس‌ایف یا د بې پولې ډاکترانو سازمان پرون ناوخته په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې په هلمند کې د ۱۰۶۱ په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه کړې ده، چې دا شمېر د تېرو دوو کلونو په پرتله ۳۲ اعشاریه ۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG