سیګار: په افغانستان کې د تاریاکو زېرمو له نشه‌يي موادو سره د طالبانو مبارزه بې اغېزې کړې

ارشیف: په کندهار کې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کروندو اړولو کمپاین څخه یو انځور

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار اداره یا سیګار وايي چې په دې هېواد کې د تاریاکو د زېرمو موجودیت د نشه‌يي موادو پر وړاندې د طالبانو د حکومت مبارزه بې اغېزې کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار د خپلې تازه څېړنې په راپور کې ويلي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر فرمان چې په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې د کوکنارو د کښت، تاریاکو د تولید او قاچاقو منع کولو په اړه څومره اغېز درلود، د دې ډلي د اوسني مشر ملا هبت الله فرمان په هغه اندازه اغېز نه لري.

سیګار د طالبانو د مشر د فرمان نه عملي کېدو دلیل دا بولي چې د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې يې بزګرو ته د کوکنارو د حاصلاتو ټولولو اجازه ورکړه، ځکه چې په دې کال کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه ډېر شو او لسګونه زره ټنه تاریاک تولید شول، دا لاس ته راغلي تاریاک زېرمه شول او دا دی اوس په لوړه بیه خرڅېږي.

سیګار وايي چې د تاریاکو دا زېرمې د لویو ځمکه والو او طالبانو د ځينو ځايي قوماندانانو په واک کې دي، له همدې امله د یوه کيلوګرامو تاریاکو بیه له ۴۱۷ څخه و ۸۰۲ امريکايي ډالرو ته پورته شوه او دې خلکو څو ميلیونه ډالر وګټل.

په دې راپور کې د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د طالبانو پر وړاندې د بزګرو مخالفتونو ته هم اشاره شوې او ويل شوي چې د دې مخالفتونو دلیل د طالبانو د حکومت له خوا بزګرو ته د بديل کښت نه ورکول دي او امکان لري چې د طالبانو حکومت دې مبارزې ته په بريالیتوب سره دوام ور نه کړای شي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین ډاکټر محمد ظفر که څه هم په تېرو دوو کالو کې له نشه يي موادو سره د طالبانو د حکومت مبارزه بریالۍ بولي، خو دا خبره هم ورسره زیاتوي چې له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرستې نه کول هم د طالبانو حکومت او هم نړۍ ته زیان رسوي.

ظفر وویل: "طالبان خپل کوښښ کوي او چا ته د کوکنارو د کښت اجازه نه ورکوي، خو دومره امکانات نه لري چې له بزګرو یا خلکو سره مرسته وکړي. که خلکو ته کار پيدا نه شي او خلک ماړه نه شي، که څه هم زه د راتلونکي په اړه څه نه شم ولای، خو دا امکان لري چې خلک جنجال وکړي."

سيګار د سټلایټ یا سپوږمکۍ په وسيله چمتو شویو عکسونو له مخې راپور ورکړی چې د هلمند ولایت ډېرې زراعتي ځمکې چې پخوا به کوکنار په کې کرل کېدل، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې غنم په کې کرل شوي وه، خو دا چې له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته ډېر غنم او اوړه راوړل شوي، د افغانستان خپل غنم ارزانه شوي دي، نو له همدې امله غنم د کوکنارو ښه بديل نه شي کېدای.

خو د زراعت وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین ادعا کوي چې سږکال یوځل بیا په افغانستان کې ډېر غنم کرل شوي او حاصلات يې هم ښه دي.

هغه وویل: "سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات تر پروسږکال دیارلس سلنه ډېر شوي دي. په ۱۴۰۳ کال کې د هېواد په کچه شاوخوا په دوه اعشاریه څوارلس ميلیونو هيکټاره ځمکو کې غنم کرل شوي چې له دې فصل څخه به تر پنځو ميلیونو ميټریک ټنو ډېر حاصلات راټول شي."

سیګار پخوا افغانستان ته خپل کارکوونکي استول او له نژدې څخه به يې د وضعیت څارنه کوله، خو له تېرو درېیو کالو راهيسې د رسنیو او هغو تحقیقاتي ادارو د اسنادو له مخې خپل راپورونه چمتو کوي چې له افغانستان څخه دباندې دفترونه لري.

د دې ادارې په درې میاشتني راپور کې راغلي چې په تېرو شلو کالو کې د افغانستان د پخواني حکومت او امریکا متحده ایالتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې پروګرامونه چې ۹ ميلیارد ډالره لګښت يې درلود بریالي نه وه او دلیل يې ناامني او د طالبانو له خوا د کوکنارو کښت ته زمینه برابرول ښودل شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د سیګار راپور

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا