د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د طالبانو حکومت: پاکستان د افغانستان او چین د اړیکو د خرابوالي هڅه کوي


د طالبانو او چین بیرغونه
د طالبانو او چین بیرغونه

د طالبانو حکومت پر پاکستان تور لګولی چې د کابل او پېکېنګ ترمنځ د اړیکو د خرابولو لپاره هڅه کوي.

پرون داسې مهال چې د پاکستان د حکومت یو امنیتي پلاوی په کابل کې و، او د پاکستاني چارواکو په وینا په خیبرپښتونخوا کې پر چینايي وګړو د څو میاشتو مخکې خونړۍ حملې په اړه یې معلومات غوښتل د طالبانو د حکومت ویاند تور پورې کړ چې اسلام آباد د افغانستان او چین د اړیکو د خرابولو هڅه کوي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د مارچ د ۲۶مې حمله د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي‌پي‌پي TTP وسله‌والو کړې وه، خو په عین حال کې ټینګار کوي چې د دې حملې پلان په افغانستان کې جوړ شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له طلوع نیوز تلوېزیون ته وویل چې د اسلام‌آباد دا تورونه منطقي بنسټ نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي: "په پاکستان کې پر چینايي وګړو حمله د پاکستان خپله کورنۍ مسئله ده او په افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري. هغه راپور چې پاکستانیانو خپور کړی دی، د دې لپاره یوه هڅه ده چې د چین او افغانستان ترمنځ بې اعتمادي جوړه کړي. موږ دا په وار وار رد کړې او دا خبره کوم منطق هم نه لري."

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له چین، روسیې او ایران سره چې د سیمې مهم لوبغاړي دي ډېر نژدې اړیکي جوړ کړل، خو له چین سره د طالبانو د حکومت اړیکې ځکه ځانګړي دي چې اساس یې اقتصادي همکاري ده.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډيپلومات زردشت شمس باور لري چې پاکستان د چینايانو د امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتلو لپاره پلمې جوړوي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډيپلومات زردشت شمس
په پاکستان کې پخوانی افغان ډيپلومات زردشت شمس

شمس وویل: "دا چې پاکستان د چیني اتباعو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی، غواړي خپلې دې ناکامۍ ته یو بهرنی بعد ورکړي، دا مسوولیت طالبانو او افغانستان ته راجع کړي او چین ته ووايي چې ستونزه په بهر کې ده او غواړي د دوی چې له چین سره په اړیکو کې د بې اعتمادۍ ستونزه پیدا شوې ده، هغه فشار پرځان کم کړي."

د جاپان این‌ایچ‌کې NHK خبري آژانس پرون د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د ویاند آخند زاده عبدالسلام جواد له قوله راپور ورکړ چې نوموړی وايي، افغانستان غواړي د یوه کمربند یوې لارې د پروژې په چوکاټ کې له چین سره اقتصادي اړیکي پراخ کړي.

د آژانس د راپور له مخې جواد ویلي، د طالبانو حکومت اوسمهال له چینایانو سره د دې پروژې په اړه خبرې کوي.

نوموړی زیاتوي چې افغانستان کولای شي له دې لارې خپل محصولات چین او نورې نړۍ ته صادر کړي.

ویاند دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت غواړي له چین سره د سوداګرۍ لپاره په شمال کې یوه نوې لاره جوړه کړي.

د چین او پاکستان اړیکي له کلونو راهیسې خورا نژدې دي خو چین چې اقتصاد یې د سیاستونو اساس جوړوي، له طالبانو سره هم خورا نژدې اړيکې پالي.

داسې مهال چې د چین په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د ‎طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی پېکېنګ د افغانستان د سفیر په توګه د طالبانو استازی منلی دی.

چین همداراز د افغانستان په کانونو او نورو سکټورونو کې خورا زیاته پانګونه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG