د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د افغان ماشومانو ستونزې؛ سېف د چلډرن: وروستیو سېلابونو ۴۰زره ماشومان بې کوره کړي


په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور. دغو سېلابونو ماشومان هم زیانمن کړي دي.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور. دغو سېلابونو ماشومان هم زیانمن کړي دي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا "سېف د چلډرن" وايي، دا مهال افغان ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي.

"سېف د چلډرن" په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ته په پام ویلي چې دا مهال افغان ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي.

یاد سازمان دا خبره تازه په خپل ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر په یوه بیان کې کړې ده.

دغه سازمان زیاته کړې چې له تېرو نږدې درېیو کلونو راهیسي چې په افغانستان کې طالبانو بیاځلي واک ترلاسه کړی، حالات نور هم خراب شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د "سېف د چلډرن" د دغه ادعا په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌‎کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د ماشومانو د ژغورنې صندوق وړاندې دا هم ویلي چې وروستیو سېلابونو ۴۰زره ماشومان بې‌‎کوره کړي او لږ تر لږه ۲۰۰ کسان ‎یې مړه کړي.

خو له دې مخکې یو شمېر سازمانونو په افغانستان کې وروستیو سېلابونو کې د مړو شویو شمېر لوړ ښودلی دی.

د روانې مې میاشتې په ۲۵مه د د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف ویلي وو چې د مې مياشتې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۷مې پورې د بغلان په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ۴۴۹ تنه مړه کړي او ۱۷۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

"سېف د چلډرن" په خپله ایکس‌پاڼه په افغانستان کې د دې صندوق د اړیکو د مسوولې ام‌حبیبه یو وېډیویي پیغام هم خپور کړی چې په وروستیو کې یې له بغلانه لیدنه کړې ده.

په دې وېډیو کې اغلې حبیبه د سېلابونو د اغېزو په اړه خبرې کوي او وايي: "په یو دوه ساعتونو کې سېلابونو ټول کلی له منځه وړی دی، د دې کلي ۲۵۰ کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي، د ۳۵ کسانو ژوند یې اخیستی چې په دې کې ۱۹ یې ماشومان وو او په خواشینۍ سره چې پنځه یې یوازې د یوې کورنۍ وو."

په همدې حال کې د بغلان یو شمېر سیلاب ځپلې کورنۍ وايي، سېلابونو په دې ولایت کې ډېر ماشومان هم مړه کړي دي.

د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ دوه اوسېدونکو سیف‌الرحمان او نورحبیب ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د بغلان اوسېدونکی سیف الرحمان وايي: هر څه مو له لاسه ورکړي دي. ټول کلي کې د هر کور نه سېلابونو ماشومان مړه کړل. سېلابونو ډېر زیانونه اړولي دي.

سیف الرحمان وویل: "په سېلابونو کې زما دوه وریرونه چې عمرونه یې ۱۳ او اته کاله وو شهیدان شول. د ماشومانو مړینه انسان سخت دردودي، دا زموږ لپاره ډېره سخته ده. هر څه مو له لاسه ورکړي دي. ټول کلي کې د هر کور نه سېلابونو ماشومان مړه کړل. سېلابونو ډېر زیانونه اړولي دي."

نورحبیب وايي: "زموږ کورونه ویجاړ شول، یوازې زموږ د ټولې کورنۍ نهه ماشومان د سېلابونو له امله مړه شول. موږ سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې. په بیدیا په خیمو کې ژوند کوو. هر څه مو له لاسه ورکړي دي. باید موږ سره د کورونو د جوړولو په برخه کې مرسته وشي."

دوی له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته غواړي چې په بېلابېلو برخو کې ورسره مرستې وکړي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان کې د روانې میلادي مې میاشتې په لومړیو کې سختو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه واړول.

د روغتیا نړیوال سازمان هم مخکې ویلي وو چې په دغو سېلابونو کې ښځې او ماشومان ډېر زیانمن شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG