د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د دوحې په هوکړهلیک کې چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره کې له طالبانو سره لاسلیک شوی، د طالبانو لهخوا د بشري حقونو د رعایت موضوع نه ده یاده شوې.
نوموړي دغه څرګندونې پرون چهارشنبه ناوخته پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر یوه تفصیلي بیان کې کړې ده.
خلیلزاد دغه څرګندونې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکې کمېټې د مشر مایکل مککال د پرېکړهلیک په ځواب کې کړي، د هغه پرېکړهلیک په یوه برخه کې راغلي چې ګواکې خلیلزاد ادعا کړې چې طالبان به خپلو ژمنو او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکې کمېټې مشر مایکل مککال
خلیلزاد زیاته کړې، هیڅکله یې داسې یوه ادعا نه ده کړې او په وینا یې په دې اړه د مایکل مککال څرګندونې له حقیقته لرې دي.
خلیلزاد لیکلي، د دوحې هوکړه د ده په همکارۍ د ۲۰۲۰م کال په فبروري کې لاسلیک شوه چې یوازې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو شرایطو، پر هغو د نه حملو او له افغانستانه د ترهګریزو ډلو د ګواښونو مخنیوي ته په کې اشاره شوې ده.
د خلیلزاد په خبره، طالبانو هغه مهال هوکړه کړې وه چې د یوه نوي حکومت د جوړېدو او د هغه حکومت د بشري حقونو پر تګلارو به د دوی، پخواني جمهوري حکومت او نورو افغانانو ترمنځ جلا خبرې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال یوځل بیا د جوبایډن اداره تورنه کړې چې ګواکې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډۍ عامل وه.
بل لور ته مککال په یوه پرېکړهلیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کانګرس ته په سپکاوي تورنوي، ځکه هغه د سه شنبې په ورځ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه د دغې کمېټې پلان شوې غونډې ته نه دی ورغلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
بلېنکن بیا ویلي، دی ځکه د استازو جرګې دغې کمېټې ته ورنغی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې بوخت و.
په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې جمهوري غوښتونکو یوځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او پر مهال یې د ګډوډیو موضوع راپورته کړې او د بایډن پر ادارې او چارواکو پرلهپسې نیوکې کوي.
د بایډن اداره بیا وایي، له افغانستانه د ځواکونو وتل د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر مهال مطرح شول چې دوی بیا هغه ژمنه لږ په ځنډ عملي کړه.