د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

د ټرمپ او هريس مناظره؛ له طالبانو سره د دوحې هوکړه د تاريخ بدترينه معامله او شرموونکې شېبه وبلل شوه


د امريکا د ولسمشر مرستيال او د ډيموکرات ګوند کانديده کامالا هريس، پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ
د امريکا د ولسمشر مرستيال او د ډيموکرات ګوند کانديده کامالا هريس، پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو نوماندانو د خپلې مناظرې پر مهال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او له طالبانو سره د دوحې تړون د تاریخ "بدترینه معامله" او "شرموونکې شېبه" وبلله.

د امریکا د متحده‌ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو دوه نوماندانو کامالاهريس او ډونالډ ټرمپ په خپله لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره کې پر یو بل توندې نیوکې وکړې.

"ډونالد ټرمپ چې ولسمشر و، یوه تر ټولو کمزورې هوکړه چې تاسو یې تصور کولای شئ، مذاکره یې وکړه او ځان یې یو معامله‌ګر معرفي کړ،
کامالا هريس

په‌دې۹۰دقیقه‌‌یې مناظره کې چې پرون د سټمبر په ۱۰مه د اې‌بي‌سي ټلوېزیون جوړه کړې وه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او له طالبانو سره د دوحې تړون د لاسلیک کېدو ترڅنګ د منځني ختیځ د شخړو، د کډوالۍ کړکېچ، د جنین سقط (ضایع کولو) پر حق او بېلابېلو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو مسایلو بحث او خبرې وشوې.

د ډیموکرات ګوند نوماندې کامالاهریس پر خپل سیال ډونالډټرمپ نیوکه وکړه، چې له طالبانو سره یې "بدترین تړون" لاسلیک کړ.

هغې وويل: "ډونالد ټرمپ چې ولسمشر و، یوه تر ټولو کمزورې هوکړه چې تاسو یې تصور کولای شئ، مذاکره یې وکړه او ځان یې یو معامله‌ګر معرفي کړ، ان د ده د ملي امنیت سلاکار وویل چې دا هوکړه کمزورې او وحشتناکه وه او دا وشول، ده د افغانستان دولت ته شا کړه او په مستقیمه توګه یې د طالبانو په نوم له یوې ترهګرې ډلې سره مذاکرات وکړل، په‌دې مذاکراتو کې طالبان بریالي شول چې خپل ۵۰۰۰ ترهګر له زندانونو وباسي."

خو جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالد ټرمپ له طالبانو سره له شوې هوکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې طالبانو د دوی سرتېري وژل او په خبره یې له هغه وروسته په اتلس میاشتو کې د دوی هېڅ سرتېري ته زیان ونه رسېده.

نوموړي وویل چې له طالبانو سره شوې هوکړه یې مشروطه وه او د دغه هوکړې له مخې باید امریکايي ځواکونه له افغانستانه په مرحله یې توګه وتلی وی.

ټرمپ دا هوکړه "ډېره ښه" بولي او زیاتوي، که دا بهیر مرحله‌یي ترسره شوی وای په افغانستان کې به یې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات طالبانو ته نه پاتې کېدل او امریکايي سرتیري به نه وژل کېدل.

نوموړی وايي: "هغوی (بایډن) دا هوکړه خرابه کړه، تړون کې راغلي وو، چې موږ باید دا دا او دا کارونه کړي وای، خو هغوی دا ونه‌کړل، موږ هوکړه له‌منځه یووړه، ځکه دوی په خپلو ژمنو عمل ونه‌کړ، زه غواړم په بلې موضوع خبرې وکړم، زما په اند دغو کسانو تر ټولو بد خروج ترسره کړ او دا زما په اند زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه وه."

د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکايي او طالب استازي زلمي خلیلزاد او ملابرادر ترمنځ لاسلیک شو.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکايي او طالب استازي زلمي خلیلزاد او ملابرادر ترمنځ لاسلیک شو.

خو کامالاهريس له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د جوبايډن له پرېکړې يو ځل بيا ملاتړ وکړ او و ویل چې، په‌دې اړه د نوموړي له پرېکړې سره همغږې وه.

ټرمپ د جوبایډن اداره وننګوله چې له افغانستانه یې د ځواکونو د وتلو په بهیر کې ښکېل کسان له دندو لرې نه‌کړل او زیاته یې کړه چې: "که زه څوک وګورم چې خپل کار سم نه ترسره کوي، لرې کوم یې."

دا په‌داسې حال کې ده چې په د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

له‌‌دې وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه په افغانستان کې تېر جمهوري حکومت سقوط وکړ او د همدې د میاشتې په پای کې د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال امریکايي پوځيان له افغانستانه ووتل.

د جمهوري غوښتونکو نوماد ډونالد ټرمپ له طالبانو سره له شوې هوکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې، طالبانو د دوی سرتيري وژل او په خبره یې له هغه وروسته په اتلس میاشتو کې د دوی هیڅ سرتېري ته زیان ونه رسېده.
د جمهوري غوښتونکو نوماد ډونالد ټرمپ له طالبانو سره له شوې هوکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې، طالبانو د دوی سرتيري وژل او په خبره یې له هغه وروسته په اتلس میاشتو کې د دوی هیڅ سرتېري ته زیان ونه رسېده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو درې کلونو کې د امریکايي چارواکو له لوري په وار ورا د دوحې له هوکړې نه په سرغړونه تورن شوی، خو طالب چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واک ترلاسه کولو وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، د زده‌کړو او کار په ګډون یې په بېلابېلو فعالیتونو کې د دوی ګډون منع کړی دی.

دغه راز د طالبانو حکومت تر اوسه د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG