د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

امریکا: بایډن ته د افغانستان جګړه او د ځواکونو د ایستلو پرېکړه په میراث ورپاتې وه


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د راپور په ځواب کې ویلي چې ولسمشر جو بایډن ته د افغانستان جګړه او له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو پرېکړه په میراث ورپاتې وه.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د راپور له خپرېدو وروسته د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت پرون دوشنبې وویل، دا وزارت د افغانستان د پالیسۍ په تړاو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د لېوالتیا ستاینه کوي او د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې د کانګرس په خپلواک رول کلک باور لري.

دغه وزارت همداراز ویلي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې، دوی د افغانستان په اړه د اسنادو، توضحاتو، غونډو او مرکو لپاره د کانګرس غوښتنو ته په ځواب ورکولو زرګونه ساعتونه لګولي دي.

د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

شاوخوا ۲۰زره سندونه یې کانګرس ته مهیا کړي، دې کمېټې او د استازو جرګې ته یې د لوړې کچې په ۹ غونډو کې معلومات وړاندې کړي او د بهرنیو اړیکو کمېټې ته یې ۱۵ جګپوړو چارواکو مرکې ورکړي او په خپله د باندنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغانستان په اړه ۱۴ ځلې د کمېټې په استماعیه غونډو کې ګډون کړی دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې، چې جمهوریپالان په‌کې اکثریت دي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په خپل راپور له افغانستانه د وتلو پروسه له ګډوډیو ډکه بللې او د دې نیمګړتیاوو پړه یې د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر ادارې اچولې او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ رول یې کم کړی دی.

ارشیف: د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې یو انځور
ارشیف: د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې یو انځور

په راپور کې ویل شوي چې بایډن "د دې پریکړې د احتمالي پایلو په کمولو کې پاتې راغلی."

خو له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د ټرمپ د ادارې له‌خوا له طالبانو سره د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ وتلي دي.

د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی افغان ډیپلومات غوث جانباز وايي، د جمهوریپالو او دیموکراتانو ترمنځ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر سر پر یوبل د تورونو پورې کول د امریکا له کورنیو سیاسي حالاتو او انتخاباتي مبارزو سره تړاو لري، خو څه چې حقیقت دي دا دي چې د افغانستان له پخواني حکومت سره لویه جفا وشوه.

د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی افغان ډیپلومات غوث جانباز
د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی افغان ډیپلومات غوث جانباز

هغه وویل: "په دې کې خو هېڅ شک نه‌شته چې له افغانستان څخه د امریکا د پوځ ناببره وتل یو غیرمسوولانه اقدام و، یوه ډېره لویه جفا وه د افغانستان له پخواني حکومت او خلکو سره، خو اوس چې کومې خبري جمهوریپال کوي، دا تر ډېره د انتخاباتو د رانژدې کېدو په خاطر دي، هر یو هڅه کوي چې مقابل لوری کم راوړي او په انتخاباتو کې زیات پلویان ومومي."

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په ۳۵۰ مخیز راپور کې، چې له درو کلونو څېړنو وروسته یې خپور کړی، د بایډن اداره په دې تورنه ده چې د وتلو د بهیر د خوندي پرمخ وړلو لپاره یې "مناسب امنیتي تدابیر" نه و غوره کړي.

په راپور کې ادعا شوې چې د بایډن اداره په دې پوهېده او فرصت یې درلود چې د افغان حکومت د سقوط د مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي څو امریکایي کارمندان، د متحدو ایاتونو اتباع، د متحدو ایالتونو دایمي اوسېدونکي او د دوی افغان متحدان په خوندي ډول انتقال کړي.

د امریکا د استازو جرګې ډیموکرات غړو د راپور په غبرګون کې ویلي چې د دوی جمهوریپالو همکارانو د ټرمپ د رول په اړه حقایق له پامه غورځولي دي.

د دوحې تړون د ۲۰۲م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو د استازي ملابرادر او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ لاسلیک شوې ده.
د دوحې تړون د ۲۰۲م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو د استازي ملابرادر او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ لاسلیک شوې ده.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د ډیموکراتانو مشر ګریګوري میکس خپلو جمهوریپالو همکارانو ته په یوه لیک کې کښلي چې راپور یې بې پرې نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د افغانستان د جګړې پای ته رسول اسانه کار نه و، خو ولسمشر جو بایډن له واک ته رسېدو وروسته دا سخته ژمنه وکړه چې دا جګړه به، چې په میراث ورپاتې وه، پای ته رسوي.

د دوحې د موافقې پر اساس، چې د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د زلمي خلیلزاد او ملابرادرعبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه، امریکايي پوځیان باید د ۲۰۲۱م کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG