له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د څېړنو دوام؛ کانګرس له درېیو جنرالانو توضیحات غوښتي

ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې د تخلیې پروګرام یو انځور

د متحدوایالتونو د ولسمشرۍ د انتخاباتو له رانږدې کېدو سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو د لانجمنې مسئلې اهمیت نور هم زیاتېږي.

په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څه کم دوه میاشتې پاتې دي، د کانګرس د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د پوځ له درې تنو جنرالانو سره چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو شاهدان پاتې شوي تماس نیولی څو د هغو توضیحاتو ته په خپلو څېړنو کې ځای ورکړي.

جمهوریپال ګوند له افغانستانه د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې د ګډوډۍ پړه د ولسمشر جوبایډن پر حکومت اچوي، خو ډیموکراتان په ځواب کې وايي چې له طالبانو سره د دوحې د سولې موافقه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل یې یوه برخه وه د مخکیني جمهوریپال ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې لاسلیک کړې وه.

واشنګټن پوست ورځپاڼې پرون په یوه راپور کې د باخبره سرچینو په حواله خبر ورکړ چې د استازو جرګې جمهوریپال غړي غواړي د ځواکونو د وتلو په اړه خپل تحقیقات پراخ کړي او ځکه عیني شاهدان څرګندونو ته رابولي.

د امریکا د کانګرس یوه څنډه

د خبر له مخې، د جمهوریپال ګوند تر کنټرول لاندې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د پوځ له درېیو جنرالانو سره چې د ځواکونو د وتلو پر مهال په کابل کې او د ځواکونو د ایستلو په عملیاتو کې ښکېل وو، تماس نیولی دی.

د امریکا د پوځ ډګر جنرال کریستوفر ډوناهو، د سمندري ځواکونو امیرالبحر پیتر واسیلي چې په دې وروستیو کې متقاعد شو او د پلیو سمندري ځواکونو برید جنرال فارېل سولیوان هغه پوځي چارواکي دي چې جرګه توضیحات ترې غواړي.

دې چارواکو د تخلیې پر پروګرام څارنه کوله.

په دوی کې جنرال سولیوان مخکې لا د تخلیې په پروسه کې د بایډن د ادارې پر تګلاره انتقادونه کړي وو.

د استازو جرګې همداراز هڅې پیل کړي چې د حکومت دوه مهم چارواکي، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان هم د توضیحاتو لپاره جرګې ته راوبولي.

جرګې تېره اوونۍ په یو مکتوب کې بلېنکن د توضیحاتو لپاره جرګې ته راغوښتی و، خو هغه حاضر نه شو.

واشنګټن پوست د پنټاګون د ویاند جیمز ادامر له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، دوناهو، واسیلي او سولیوان د جرګې غړي د ده په ټکو له خپلو شخصي نظریاتو خبر کړي، خو ویاند زیاته کړه چې دفاع وزارت د کانګرس د کومې رسمي غونډې اړوند خبر نه دی ترلاسه کړی.

د سیاسي چارو شنونکی اسحق اتمر په دې باور دی چې په امریکا کې د انتخاباتو په درشل کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د شوې ګډوډۍ پر حقیقت پوهېدل کانګرس او خلکو ته ډېر اړین دي.

د سیاسي چارو شنونکی اسحق اتمر

اتمر وویل: "تر څو چې د بهرنیو چارو د وزارت او د دې دريیو جګپوړو قوماندانانو له‌خوا دا وضاحت کانګرس ته وړاندې نه شي او د دوی د قناعت وړ ونه ګرځي زه فکر کوم چې دا مسئله به همداسې دوام ولري. ځکه د امریکا ولس یوه وضاحت ته اړتیا لري او دا خبره تراوسه هم د قناعت وړ نه ده؛ نه کانګرس ته او نه خلکو ته."

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند متیو مېلر د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو پر کمېټه تور ولګاوه چې دا اقدام په بد نیت کوي.

له بلې خوا د سپینې ماڼۍ ویاندې شارون یانګ په یوه بیان کې وویل چې د بایډن اداره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د تحقیقاتو په مسئله کې توضیحاتو ته د جګپوړو چارواکو د چمتو کولو په ګډون د همکارۍ لپاره فوق العاده تدابیر نیولي دي.