د پاکستان حکومت پهدې وروستیو کې د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو پیل اعلان کړ.
سیدولي د شمالي وزیرستان د سیدګیو د سیمې اصلي اوسېدونکی چې اوسمهال د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسيږي، وېره لري چې د "عزم استحکام" په نوم د پاکستان د پوځ نوي عملیات به د ده په څېر نور وزیرستانيان هم له خپلو مېنو بېځایه کړي.
سیدولي وايي، د وزیرستان خلکو د "ضرب عضب" په نوم د پاکستان د پوځ د تېرو عملیاتو پرمهال خپل هرڅه له لاسه ورکړل او حتی هغه مهال د دوی د کورونو مالونه د هېواد په نورو سیمو کې لیلام ته وړاندې شول.
هغه وايي: "د عزم استحکام په نوم عملیات چې پاکستان اعلان کړي پهدې کې ګردسره عوامو ته زیان رسېږي او په خیر یې نهدي. ځکه پاکستان چې مخکې د ضرب عضب په نوم کوم عملیات اعلان کړل په هغو کې نه یوازې د وزیرستان بلکې د ټولو قبایلو مالونه او په کورونو کې پاتې سامانونه او همداراز له خلکو چې ټليفونونه پاتې شوي وو، د ځینو نمبرونه په لاهور کې وموندل شول د ځینو نورو په کراچۍ کې."
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل.
په ۲۰۱۶ کال کې پوځ اعلان وکړ چې سیمه یې له وسلهوالو پاکه کړې ده، خو له ۲۰۱۸ کال راهیسې نه یوازې پهدې سیمه کې امن ټینګ نهشو بلکې هدفي وژنو او تروریستي حملو پهکې زور واخیست او له ۲۰۲۲ کال وروسته په ناامنیو کې د پام وړ زیاتوالی راغی.
د پاکستان حکومت د غبرګولي یا جوزا په ۱۲مه په پاکستان کې د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو پیل اعلان کړ.
د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې، دا پرېکړه د مرکزي کابینې په غونډه کې وشوه.
د بیان لهمخې د پاکستان د څلور واړو ایالتونو او ورسره د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر او ګلګیت بلتستان چارواکو لهدې عملیاتو سره موافقه کړې.
په بیان کې راغلي دي چې د دې عملیاتو هدف د ترهګرۍ او د زیاتېدونکو ناامنیو ختمول دي.
د پاکستان پوځ په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د ضرب عضب په ګډون څو نور عملیات کړي مګر د وخت په تېرېدو سره ناامنۍ لا زیاتې شوې.
خو په ناامنیو کې ولې زیاتوالی راغی؟
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمدجلالي چې اوس د واشنګټن په دفاعي پوهنتون کې مخکښ استاد دی وايي، دا ډول عملیات نتیجه نه ورکوي ځکه پر ډیورنډ کرښه تګ راتګ ازاد دی.
نوموړی وايي: "دا ډول عملیات موثر واقع کېږي نه. عینا همغه شرایط دي لکه د جمهوریت پرمهال چې راغلي وو. افغانستان او متحدانو یې چې څومره عملیات د وسلهوالو ډلو پرضد کول، دوی به هغې خوا ته واوښتل او پاکستان ته به یې پناه یووړه. اوس هم که د پاکستان هدف TTP وي، نو پر TTP که فشار راشي کولای شي چې افغانستان ته واوړي او امن ځایونو ته ولاړ شي."
د ښاغلي جلالي په وینا د پاکستاني طالبانو د تحریک یا TTP پرضد عملیات به یوازې هغه مهال نتیجه ورکړي چې افغانستان او پاکستان یې په ګډه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ترسره کړي.
د سیاسي دفاعي چارو شنونکې عایشه صدیقه وايي، د پاکستان د پوځ لپاره هغه مهال چې په افغانستان کې نړیوال ځواکونه دېره وو، پوځي عملیات ممکن وو، خو اوس دا کار اسانه نهدی.
مېرمن صدیقې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل نظر لپاره دا دلایل وړاندې کړل.
نوموړې وويل: "لومړی خو پخوا په سیمه کې امریکا پوځي حضور لاره او استخباراتي معلومات تبادله کېدل چې اوس نهشته. بل د پاکستان د پوځ استخباراتي وړتیا محدوده شوې ده او دریم جیوپولیټیک حالت اوس مهال داسې بشپړو پوځي عملیاتو ته چې د پاکستان پوځ به پخوا کول، چمتو نه دي."
د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو، د پښتنو قومي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو د عزم استحکام له عملیاتو سره مخالفت څرګند کړی او وایي زیانونه یې تر ګټو زیات دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، تحریک انصاف پاکستان او ډېرو نورو ګوندونو هم لهدې عملیاتو سره مخالفت ښودلی دی.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان چې د مشرانو جرګې غړی هم دی ویلي چې، د پاکستان پوځ ډېر عملیات وکړل خو نه طالبان پهکې زیانمن شول او نه نور ترهګر، بلکې برعکس د ده په وینا عوام پهکې تباه شول.
د جمعیت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضلالرحمان ویلي دي چې، پوځي عملیات د امنیت ضمانت نهشي کولای.
هغه ویلي دي، دا د عزم استحکام نه بلکې د عدم استحکام لپاره عملیات دي.
په پېښور کې قبایلي امن جرګې د عملیاتو لپاره د پاکستان د پوځ پرېکړه رد کړه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د چنګاښ په شپږمه دې جرګې ته په وینا کې وویل، که د پاکستان پوځ د دې عملیاتو له پرېکړې لاس وانهخلي نو دی به د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.
همداراز د پخواني صدراعظم عمران په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند مخکښ مشر اسدقیصر وویل چې دا ګوند به په قبایلي سیمو کې د پوځ عملیاتو ته اجازه ورنهکړي.
خو د پاکستان د پوځ پخوانی بریګېډیر او د امنیتي او دفاعي چارو شنونکی سید نذیر وايي، اوسمهال دې عملیاتو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي.
ښاغلي نذیر ازادي راډیو ته خپل نظر داسې څرګند کړ:
"عزم استحکام عملیات د دې لپاره کېږي چې پخوا چې کومې نیمګړتیاوې وې، پهدې عملیاتو کې لهمنځه ولاړې شي.
داسې یوه بڼه ورکوي چې تېزوالی پهکې راشي او ګټور هم ثابت شي. بل له ترهګرو سره چې د امریکا او ناټو کومه وسله ده، د هغې په مقابله کې دوی هم نوې وسلې واخلي او ویې کاروي. کومه روزنه چې هغو ته ورکړل شوې اندازه یې معلومه کړي. او د هغو نويو طریقو پر ضد لارې چارې جوړې کړي چې طالبان یې کاروي، په تېره پر امنیتي ادارو چې حملې کوي."
بریګیډیر نذیر د عزم استحکام پوځي عملیات د طالبانو د حکومت لپاره هم یو پیغام بولي چې ګنې له افغانستان څخه تروریستي فعالیتونه کېږي.
په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو سره په تېرو دوو- دریو کلونو کې پر چینايي وګړو حملې هم زیاتې شوې.
بریګیډیر نذیر وايي چې د عزم استحکام عملیات د چین په غوښتنه هم کېږي، خو د پاکستان پوځ پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د پاکستان د کورنیوچارو وزیر محسن نقوي د چنګاښ یا سرطان په ۲۱مه وویل چې د عزم استحکام عملیات تر اوسه نهدي پیل شوي.
هغه پر رسنیو هم انتقاد وکړ چې ګنې پهدې اړه ناسم معلومات خپروي.
نقوي چې د سنا د کورنیو چارو د کمېټې غونډې ته وینا کوله زیاته کړه، چې دا عملیات په ځانګړې سیمه کې نه، بلکې په ټول هېواد کې د استخباراتي راپورونو پر اساس کېږي.
پاکستان په وروستیو څو کلونو کې په پرلهپسې ډول تور لګولی چې د پاکستاني طالبانو جرړې او پټنځایونه په افغانستان کې دي.
د پاکستان پوځي چارواکي دا نه پټوي چې د عزم استحکام د عملیاتو پرمهال پوځ په افغانستان کې دننه هم عملیات کولای شي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د چنګاښ په اوومه وویل چې که اړتیا پېښه شي نو پاکستاني ځواکونه به د TTP پرضد د افغانستان په خاوره کې دننه هم عملیات وکړي.
په دې اړه نور: د پاکستان دفاع وزیر: ښایي ځواکونه مو د افغانستان د خاورې دننه پوځي عملیات وکړيد طالبانو حکومت د همدې ورځې په سبا سمدستيغبرګون وښود.
د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وویل، که پاکستان دا کار وکړي نو افغانستان به یې ځواب ووايي.
خوارزمي وویل چې د دې کار د عواقبو مسوول به پاکستان وي.
طالبان دا خبره نهمني چې د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې دي.
د پاکستان پوځ لهدې مخکې هم په افغانستان کې حملې کړې دي.
د روان کال په مارچ میاشت کې د پاکستان پوځ د خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې بمباري وکړه چې په پکتیکا کې یې شپږ او په خوست کې دوه ملکي وګړي ووژل.
پاکستاني چارواکو هغه مهال وویل چې د TTP مرکزونه یې ویشتلي دي.
خو آیا د عزم استحکام په عملیاتو کې به د پاکستان پوځ په افغانستان کې دننه عملیات وکړي؟
د سیاسي دفاعي چارو شنونکې عایشه صدیقه وايي، دا فکر نهکوي چې پاکستان به بیا هم دا کار وکړي.
مېرمنې صدیقې ازادي راډیو ته وویل، له یوې خوا د پاکستان پوځ پر افغانستان د برید لپاره پوځي وړتیاوې نهلري او له بلې خوا یې نړیوال لوبغاړي دې ته نهپرېږدي.
نوموړې وايي: "فکر نهکوم چې چین او د پاکستان نور مهم جیوپولیټیک ملګري د افغانستان پر قلمرو د پاکستان د مستقیم برید ملاتړ وکړي.
د پاکستان پوځ ښايي وغواړي خو دا به د TTP او افغان طالبانو لیکې نژدې کړي.
چین په ډېر احتیاط سره ګام اخلي ځکه د چین او ورسره د امریکا اندېښنه دا ده چې TTP په پاکستان کې حملې کوي. مقصد دا چې دوی یوازې په پاکستان کې فعال دي او نړیواله اجنډا یا نورې نړۍ ته د پراختیا پلان نهلري. نتیجه دا چې پاکستان که له امریکا سره تماس لري نو افغان طالبان هم له هند، ایران او حتی له امریکا سره خپل - خپل تماسونه لري."
خو د پاکستان د سیاسي چارو بل شنونکی پخوانی سناتور افراسیاب خټک بیا د مېرمن صدیقې برعکس باور لري چې د پاکستان پوځ ښايي د عزم استحکام د عملیاتو په ترڅ کې په افغانستان کې دننه عملیات وکړي او هغه هم د امریکا په مرسته.
ښاغلی خټک په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو وروستیو عملیاتو ته د اشارې په ترڅ کې وايي: "ولسمشر جوبایډن چې کله امریکايي عسکر له افغانستانه وتل ویلي و، چې موږ خپل عسکر باسو خو د تروریزم پرضد له عملیاتو لاس نهاخلو او یوه انګلیسي اصطلاح یې کارولې وه [اوور هرایزون سترایکس.] یعنې له اسمان څخه حملې. نو دا ماته هغه کیسه ښکاري چې پهدې بڼه رابرسېره کېږي. دا نو د لویو قدرتونو ترمنځ سوړ جنګ دی. پخوا شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ و او دا ځل چین او روسیه یوې خواته او امریکا، بريتانیا او نور متحدان یې بلې خواته دي."
ښاغلی خټک که څه هم وېره لري چې افغانستان او شاوخوا سیمې یې یوځل بیا د نړیوالو قدرتونو د نیابتي جګړې په ډګر بدلې نهشي، خو د ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته د پرتو افغانانو سیاسي بصیرت ته هیلهمن دی.
ښاغلی خټګ د چنګاښ په ۲۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر ګیلهمن وزیر مرموزې مړینې ته په اشارې سره وايي: "دا اوس چې زموږ ځوان شاعر ګیلهمن پښتون په مرموز حالت کې په اسلاماباد کې ووژل شو نو د هغه له مرګ وروسته مو ولیدل چې لکونه پښتانه راووتل، لکونه خلکو یې په جنازه کې ګډون وکړ. په افغانستان کې د طالبانو له بندیزونو سره سره تاسو ولیدل چې په کابل کې ځوانان راټول شول او د جنازې لمونځ یې وکړ او په نورو ځایونو کې هم خلکو کوښښ وکړ. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چې چېرته افغانان دي راپاڅېدل. نو نوي شرایط رامنځته شوي دي. په تېرو ۴۰ کلونو کې داسې نه و. زموږ خلک نهپوهېدل او فکر یې کاوه چې په رښتیا هم د شریعت او د مذهب لپاره جګړه ده خو اوس پوه شوي چې داسې نه ده."
عبدالله وزیر د شمالي وزیرستان د سیمې اوسېدونکی چې هغه هم د سیدولي په څېر د ضرب عضب د عملیاتو له پیل وروسته په ۲۰۱۶ کال کې خوست ولایت ته کډه شوی دی، د عزم استحکام عملیاتو ته اندېښمن دی.
۴۱ کلن وزیر چې له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره افغانستان ته راغلی وايي چې، ډېری سیمهوال یې د عملیاتو له پیل مخکې له خپلو مېنو وتلي دي.
هغه وايي: "مخکې چې د ضرب عضب په نوم عملیات شوي وو، له هغه څخه خلک ډېر په عذاب شول. بازارونه، جوماتونه، سکولونه، کورونه ټول لهمنځه ولاړل. اوس چې د نویو عملیاتو اعلان شوی، خلک ډېر وېرېدلي او خپلې سیمې یې پرېښې دي، څوک بنو ته، څوک پېښور ته امن ځایونو ته روان دي."
افراسیاب خټک وايي، چې په سیمه کې د تېرو نژدې ۴۵ کلونو د تاوتریخوالي اصلي قربانیان د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته عام افغانان دي.
د هغه په وینا دا جګړه د لویو قدرتونو ترمنځ ده خو د سونتوکي یې افغانان دي.