امنیت شورا د طالبانو څلورو مشرانو ته د عربستان د سفر اجازه ورکړه

د عکس ښي لور ته مولوي کبیر، مولوي ثاقب، سراج‌الدین حقاني او وروستی یا چپ لور ته عبدالحق وثیق

د ملګرو ملتونو دامنیت شورا پر څلورو لوړپوړو طالب چارواکو سعودي عربستان ته د سفر بندیز لیرې کړی دی.

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا پر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو لوی ریاست سرپرست عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب د سفر بندیز معافیت سعودي عربستان ته د حج د مراسمو د ادا کولو په هدف تصویب شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، دا اقدام یې د جون په پنځمه کړی دی.

امنیت شورا په ۲۰۱۱م کال کې د دغې شورا ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې د طالبانو پر یو شمېر چارواکو د سفر بندیزونه لګولي دي.

دغې شورا که څه هم ویلي چې دغه معافیت یې سعودي عربستان ته د حج د ادا کولو په هدف او د جون په پنځمه دغو څلورو طالب مشرانو ته ورکړی، خو د روانې جون میاشتې په څلورمه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و او هلته یې د یاد هېواد له امیر او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

امریکا تر تعقیب لاندې سره سره سراج‌الدین حقاني ابوظبۍ ته سفر کړی

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه سفر په اړه په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې دواړو لوریو د متقابلو ګټو او همکاریو د پراختیا پر لارو چارو او د سیمې له ثبات سره د مرستې په تړاو خبرې کړي دي.

هغه دا هم لیکلي، دغه شان د ترافیکو د ډیجیټلي کېدو او د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې په اسانتیاوو هم خبرې شوي دي.

خو متحده عربي اماراتو ته د سراج‌الدین حقاني دغه سفر غبرګونونه هم درلودل.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي وو چې د هغو طالب چارواکو د سفر بندیز ته درناوی وکړي چې د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر ویلي وو چې حکومتونه باید د دغو طالب چارواکو د سفر لپاره اجازه ترلاسه کړي او دې پروسې ته درناوی وکړي.

په دې اړه نور: اماراتو ته د حقاني سفر غبرګونونه پارولي؛ مېلر: هېوادونه باید د طالبانو پر چارواکو د سفر بندیز رعایت کړي

مخکې هم یو شمېر هېوادونو ته د طالب چارواکو سفرونه له ورته غبرګونونو سره مل وو.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا مخکې بیا په دې اړه ویلي، د تحریم لېست ته د مشرانو اچول د هېڅ لوري په ګټه نه دي او باید پر ځای یې له تعامل، ډیالوګ او تفاهم څخه کار واخیستل شي.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو د امنیت شورا ترڅنګ، اروپايي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو هم مخکې یو شمېر طالب چارواکي د سفرونو په تور لېست کې شامل کړي دي.