د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د افغانستان د خصوصي بانکونو وضعیت؛ " لږ خلک حسابونه پرانیزي، ډېر یې تړي"


له ارشیفه د افغانستان د یوه خصوصي بانک د مراجعینو تصویر
له ارشیفه د افغانستان د یوه خصوصي بانک د مراجعینو تصویر

په افغانستان کې د بانکونو په ځانګړي ډول د خصوصي بانکونو یو شمېر کارکوونکي وايي، چې په دې وروستیو کې د نویو حسابونو د پرانیستلو په پرتله د دوی د پېرودونکو له خوا د بانکي حسابونو تړل زیات شوي دي.

دوی د دغه وضعیت لامل په بانکي سیستم د خلکو د بې باورۍ په ګډون بېلابېل نور لاملونه په ګوته کوي.

اقتصادي ستونزې او په بانکونو کې د خلکو د سپما کولو لپاره په کافي اندازه د پیسو نشتوالی بل لامل دی چې دوی یې یادونه کوي.

د بانکونو دوو تنو کارکوونکو په راپور کې د نومونو د نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

" د حساب پرانیستلو لپاره د غوښتنلیک پروسه خورا پڅه ده او د امارت نه مخکې د تیرو کلونو په پرتله، ډېری خلک بې باوره شوي دي."

"هغه تجربه چې زه یې لرم، له هغه وخته چې په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، (اوپنېنګ اکونټ)حساب پرانیستل خورا کم شوي او د حساب بندول (کلوزېنګ اکونټ) / ډېر شوي دي، د حساب بندولو یو اصلي لامل دا دی چې کله حکومت بدل شو، هغو کسانو چې ډیرې پیسې یې په بانکونو کې وې، دوی ونشول کولای چې خپلې پیسې بېرته تر لاسه کړي، بانکونو د هر لامل له امله چې وه، دوی ته د پیسو د بېرته ورګرځولو توانایي نه درلوده."

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره خلک شکایت لري چې بانکونه یې نقدي پیسې په اسانۍ او کافي اندازه نه ورکوي
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره خلک شکایت لري چې بانکونه یې نقدي پیسې په اسانۍ او کافي اندازه نه ورکوي

د خصوصي بانکونو یو شمېر مشتريان هم د بانکونو د کارکوونکو دغه څرګندونې تاییدوي.

د کابل اوسېدونکی بصیر وايي چې پر افغانستان د طالبانو تر بيا واکمنۍ مخکې یې دوه بانکي حسابونه درلودل، خو اوس یې دواړه حسابونه تړلي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"کله چې سقوط رامنځته شوی و، نه یوازې دا چې زموږ پیسې بلاک شوې وې او زموږ حساب ته یې زموږ پیسې نه ورکولې،بلکې د هغو بانکونو ساتونکو او چارواکو هم له موږ سره ناسم چلند کاوه، لکه دا چې زموږ حق نه و یا دا چې موږ هلته ورسره پیسې نه درلودې، له هغه وروسته نور موږ پر دوی باور نه لرو، ما خپله دوه اکونټه درلودل، دواړه مې بلاک کړل."

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي احمد چې په دې وروستیو کې یې خپل بانکي حساب تړلی ازادي راډیو ته وویل:

"مثلاً ما ته یو څوک له کابل یا مزار نه پیسې استوي، زه ورته نن اړتیا لرم، چې ورشم دوی وایي چې دا پیسې اوس جمع شوي او تاسو یې نن نه شئ اخیستلی، څو ورځې وروسته راشئ او تر لاسه یې کړئ، تاسو فکر وکړئ چې بانک ۵۰ زره افغانۍ نه لري چې موږ ته یې راکړي، دا خپله د بانک د ماتې څرګندوي کوي، پر بانکونو اصلاً باور نه کېږي."

د اقتصادي چارو پوه بشیر دودیال بانکداري د ټولنې په اقتصادي وده کې یو مهم اصل بولي او وايي چې په بانکي سیستم کې رامنځته شوې ننګونې د ټولنې اقتصاد زیانمنوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"کله چې د بانکدارۍ سیستم له ستونزو سره مخ شي یا په ټپه ودریږي، پېرېدونکي ونه لري او یا هم سم خدمتونه وړاندې نه کړي، له بده مرغه د هغې ټولنې او هیواد اقتصاد ته سخت زیان رسیږي او د ښه بانک او بانکدارۍ یوه ځانګړنه داده چې ښه شهرت او باور ولري."

په دې اړه د خصوصي بانکونو د مسوولینو د نظر په اخیستو ونه توانېدو او د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري هم د راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مرکزي ودانۍ
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مرکزي ودانۍ

په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان بانکي سیستم د پام وړ وده کړې وه ان دا چې خلکو د خپلو پیسو ډېره راکړه ورکړه په افغانستان کې دننه او بهر د بانکونو له لارې کوله، خو د بانکونو د یو شمېر کارکوونکو په خبره اوس خلک خپله ډېره راکړه ورکړه د صرافیو له لارې ترسره کوي.

دا وروسته له هغې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ پر مهال بانکونو د خپلو مشتريانو د پیسو په ایستلو بندیز ولګاوه او خلک به په ځانګړي ډول له خصوصي بانکونو د خپلو لږو پیسو د ایستلو لپاره هم په اوږدو کتارونو کې د بانکونو د درواز تر شا د انتظار ورځې او ان شپې تېرولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG