د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د یو شمېر خصوصي بانکونو مشتریان: د پیسو ویستو په اړه د افغانستان بانک کړنلاره نه عملي کیږي


تصویر له ارشیفه، د خپلو پیسو د ایستو لپاره د افغانستان د یوه بانک مخې ته ولاړ کسان
تصویر له ارشیفه، د خپلو پیسو د ایستو لپاره د افغانستان د یوه بانک مخې ته ولاړ کسان

په افغانستان کې د بانکونو یو شمېر مشتریان وايي، سره له‌دې چې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک له بانکونو څخه د پیسو د ایستلو کچه لوړه کړې، خو بیا هم له خپلو بانکي حسابونو د پیسو په ایستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

د کابل یو اوسېدونکي وحید ازادي راډيو ته وویل، ځینو خصوصي بانکونو لا هم د پیسو د ایستلو کچه نه‌ده ډېره کړې.

نوموړی وایي:

"څو ځلې موعزيزي بانک ته مراجعه کړې، ورته ويلي مې دي چې نور بانکونه په اوونۍ کې ٦٠٠ ډالر او په مياشت کې ٢٠٠٠ ډالر ورکوي، خو هغوى ونه منل او ويې ويل، چې دومره پيسې نه‌لري، د افغانستان بانک قانون او د دغو کسانو فعاليت توپير لري."

موږ هڅه وکړه چې په‌دې اړه د عزیزي بانک او نورو خصوصي بانکونو له مسوولینو سره خبرې وکړو، خو له بيا بيا هڅو سره ونه توانېدو.

د عزیزي بانک او اسلامي بانک څښتن میرویس عزیزي د زمري په ۱۱مه له بي‌بي‌سي فارسي سره په يوه مرکه کې وویل، چې تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې به له دغو دوو بانکونو څخه د پیسو په ایستلو هيڅ ډول بندیز نه وي.

د بلخ اوسېدونکي معراج ازادي راډيو ته وویل، خصوصي بانکونه حتی د دوی حساب ته د پیسو د لېږد پر مهال هم کمېشن اخلي او د پیسو د ایستلو لپاره تر یوه وخته انتظار باسي.

معراج زیاتوي:

"که موږ غواړو له خپل حساب څخه پیسې ترلاسه کړو، موږ باید انتظار وکړو چې دوی موږ ته په اوونۍ کې لږې لږې پیسې راکړي، موږ نه‌شو کولی په یوځل پیسې ترلاسه کړو."

په ورته وخت کې د هرات اوسېدونکی محمد علي وايي، سره له دې چې ATM ماشينونه فعال شوي، خو بیا هم نه‌شي کولای، چې د اړتیا وړ پیسې وباسي.

هغه وايي:

"پخوا چې په ATM کې ستونزه وه هغه دا وه چې موږ پیسې نه‌شوای ایستلای، اوس دا ماشینونه فعال شوي دي خو ستونزه دا ده چې موږ نه‌شو کولی له 10,000 څخه ډېرې پيسې واخلو، خو په بانک کې تر ۵۰ زره او یو لک پورې کولی شو ترلاسه کړو."

دلته هم یو شمېر خلک له خپلو بانکي حسابونو د پیسو ایستو لپاره ولاړ دي - ارشیف
دلته هم یو شمېر خلک له خپلو بانکي حسابونو د پیسو ایستو لپاره ولاړ دي - ارشیف

د ازادي راډیو ځینو اورېدونکو هم په دې اړه د ازادي راډیو په فیسبوک‌پاڼه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې له بانکي حساب د پیسو د ایستلو محدودیت نه‌دی لیرې شوی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د وروستۍ اعلامیې له‌مخې چې سږکال خپره شوه، د بانکي حساب هر درلودونکی کولای شي په اوونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر یا ۵۰ زره افغانۍ او په هره مياشت کې دوه زره ډالره یا ۲۰۰زره افغانۍ وباسي.

د دغه بانک په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې، د شرکتونه د مياشتني ٤٠ زره امريکايي ډالره له خپل اکونټ نه اخیستلی شي.

له بانکي حسابونو د پیسو په ایستلو بندیزونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته ولګول شول، په لومړي سر کې دا بنديزونه خورا سخت وو او له دوو کلونو زیات وخت په تېرېدو وروسته هم ظاهراً دغه بندیزونه په بشپړه توګه نه دي لرې شوي او په افغانستان کې د بانکونو مشتریان له خپلو ستونزو او له دې پروسې شکایت کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG