د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

ځینې افغانان: صرافان د پیسو لېږد رالېږد کې د ځنډ ترڅنګ د خلکو په پیسو کاروبار هم کوي


ارشیف: په کابل کې د صرافۍ د یو مارکېټ یوه څنډه
ارشیف: په کابل کې د صرافۍ د یو مارکېټ یوه څنډه

يو شمېر افغانان ادعا کوي چې ډېری صرافان د پيسو په لېږد رالېږد کې قصداً ځنډ رامنځته کوي او په همدې جریان کې د خلکو پر پيسو کاروبار کوي.

د کندهاره ولايت اوسېدونکی محمد نسيم ميوندوال دی چې وايي، ډېر ځله يې پيسې حواله کړي، خو پر وخت نه‌دي حواله شوي.

نوموړی ادعا کوي چې صرافان د خلکو په پیسو کار کوي.

محمد نسیم ازادي راډيو ته وويل: "يو تعداد صرافۍ او صرافان موجود دي چې کله خلک حواله وکړي او شخص ورته مشخص کړي چې زما ياد مبلغ به تر هغه کسه پورې ورسوئ، خو دوی د سبا او بل سبا ورځې وعدې ورته ورکوي. دلته د پرديو خلکو په پيسو کاروبار کوي."

د حاجي ملک په نوم د کابل اوسېدونکی هم ورته شکايت لري.

نوموړی وايي: "يو څه وخت مخکې ماته له سعودي عربستان نه حواله وشوه جلال‌اباد ته، نو هغه پيسې ډېرې زياتې وې، شل-پنځه وېشت لکه کلدارې وې، ماته صراف وويل چې له سعودي چې موږ ته پيسې حواله شوې، تاته به يې سبا ته جلال‌اباد کې درکړو، بيا ماته تقريباً درې ورځې وروسته پيسې هلته ورسېدې جلال‌اباد کې. نو دوی خامخا خپلې ګټې پرې کوي، کار پرې کوي."

دا چې ولې صرافان د خلکو حواله شوې پيسې ځنډوي او حواله کېدونکي شخص ته يې پر خپل وخت نه ورکوي، په دې اړه موږ د کابل د شهراده سرای د صرافانو د ټولنې له وياند عبدالرحمن ځيرک سره اړيکه وکړه، خو هغه په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

په کابل کې د صرافانو د یوه مارکېټ څنډه چې طالب یې ساتنه کوي.
په کابل کې د صرافانو د یوه مارکېټ څنډه چې طالب یې ساتنه کوي.

خو د کابل د شهزاده په صرافۍ سرای کې يو تن صراف ضياءالحق ملپال ازادي راډيو سره په خبرو کې په ځڼد د پیسو د حواله کېدو ستونزه ومنله خو ویې ویل، لامل یې دا دی، چې صرافان د پيسو له کمښت سره مخ دي .

هغه ځينې نورې ستونزې هم ازادي راډيو سره داسې شریکې کړې: "د ميوند بانک د پيسو نه اجرات دي، ميوند بانک کې موږ پيسې لرو، هغه پيسې ميوند بانک موږ ته نه راکوي. د افغانستان بانک ته ورشو، د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو سره مو خبرې کړي دي، هغوی موږ ته هيڅ په دې اړه مثبت ځواب نه راکوي، يعنې پيسې بندې دي."

نوموړي دا هم وويل، چې وروستيو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک پر صرافانو د يو اقدام په ترڅ کې بنديز ولګاوه، ترڅو د خلکو پيسې ونه ساتي، په داسې حال کې چې د ده په خبره دا د صرافانو يو مسووليت او د دوی د کاروبار يوه برخه وه.

دا چې ولې ځينې بانکونه صرافانو ته پيسې نه ورکوي، په دې اړه د افغانستان بانک وياند حسيب‌الله نوري سره اړيکه ونيول شوه، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پور پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په ټول هېواد کې د بهرنيو اسعارو پر راکړه ورکړه بنديز لګولی.

د کندهار ولایت د صرافانو ټولنې یو غړي د روان لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۷مه نېټه ازادي راډیو ته ویلي وه، طالبانو یو شمېر صرافان چې په صرافۍ مارکېټ کې یې د پاکستاني کالدارو تبادله کوله وهلي، ټکولي دي او یو شمېر یې له پیسو سره یوځای له ځان سره وړي دي.

صرافان وايي، په مارکېټ کې د افغانيو نه‌شتون، سرای شهزاده کې د دکانونو لوړه کرايه، د افغانيو په وړاندې کې د ډالرو د بيو ثابت نه پاتې کېدو او نورو محدودیتونو د دوی کار له ستونزو سه مخ کړی چې يوه په‌کې هم د حوالو په لېږد رالېږد کې د ځنډ ستونزه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG